
هلته يو ړوند بې ﻻرې روان و هغه په سمه ﻻره برابر کړ مګر ړوند پوه نشو چې زما رهبر څوک دی .
يو بل په خواږه خوب ويده و.په خوا کې يې يوه منګري سر را اوچت کړ هغه په بيړه وواژه او ويده هماغسې نا خبره پاتې شو.
د شپې په مسجد کې ناروغه مسافر زګيروي کول هغه يې په خدمت کې شپه سبا کړه،مسافر سباوون خواته مړ شو او خپل زړه سواندی خدمتګار يې و نه پيژانده. هغه په ﻻره روان و ،يوه ماشوم ته يې يوه موټی ميوه ورکړه مګر يوه هم ونه پيژانده چې دی څوک دی .
له دې لويې ﻻرې نه هغه ډير اغزي او کاڼي لرې کړه مګر څوک چې سبا ته په دې ﻻره راځي د هغه له خدمت څخه نه خبريږي او هغه نه پيژني .
په رښتيا خپل خدمتګاران نه پيژنو او بادران ډير ښه پيژنو.