سمیع الله ایلم،کابل
د ځینو احصاييو له مخې په نړۍ کې نږدې دوه میلیارده عیسویان دي، چې په دوی کې هم بیا راز راز ډلې دي لکه کاتولیک، پروټسټان، پروا سلاو، ارمیان ـ ګریګوریان او داسې نور.
په پخوانی وختونو کې په ټولنه او سیاسي چارو کې پاپ ډیر ځواک درلودلو او تر پاچاهانو هم دوی زورور وو.د دوی قوانین به پلي کیدل او د دوی د عقایدو خلاف کار به ګناه ګڼل کیده او سخته سزا به ورکول کیدله، چې یو زیات شمېر نامتو عالمان ته هم سزاوې ورکړل شوي دي.
په داسې هېوادنو کې لکه جرمني کې اوس هم د کلیسا په نوم مالیه شته او معتقد خلک ورته مالیې ورکوي. د یادونې ده، چې اوسمهال دغه عنعنه د کلونو په تیریدو سره او د اقتصادي کړکیچونو سره په تړاو کې کمزوري کیږي ان تر دې، چې د جرمني په ځینو ښارونو کې کلیسا پلورل شوي او حتی مسلمانانو رانيولي او جومات یې په کې جوړ کړی دی.
نن سبا د عیسویانو د یوې ځواکمن څانګې رومن کاتولیک کلیسا مشر پاپ په هکله خبرونو، د نړیوالو رسنیو د سر ټکی دی نو ځکه مو وپتیله، چې په هکله لاندې مالومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کړو:
د رومن کاتولیکانو مشر پاپ بندکت وایي چی غواړي د عیسویانو د مشر په توګه خپله دنده پریږدي.
دی وایي چی د کمزورتیا له کبله نشي کولای چی خپله دنده پرمخ بوځي. پاپ بندکت چی د پاپ جان پال له مرګ څخه وروسته، د رومن کاتولیکانو مشر غوره شو د خپلی دندی پرمهال له ننګونو سره مخ شو. د ده په وخت کی رومن کاتولکیک کلیسا په اسټرالیا، واتیکان کی په دی تورنه شوله چی مذهبی چارواکي له ماشومانو سره ناوړه جنسي اړیکی لري. واتیکان وایي چی پاپ به د ناوړه روغتیایي وضعیت له کبله د فروری په ۲۸ له دندی استعفی وکړي. پاپ بندکت په ۲۰۱۰ز کی د مرکو له نړیوال کتاب سره په مرکی کی ویلي وو که چیری ده داسی احساس کړله چی نور نشي کولای چی خپلی دندی ته ادامه ورکړي نو تیار دی چی خپله دنده د عیسویانو د مشر په توګه پریږدي او دا لومړی ځل دی،چې یو پاپ استعفا کوي.
د پاپ له دی اعلان څخه سمدستي وروسته، د فرانسی ولسمشر فرانسس هولانډ د ۸۵ کلن پاپ پریکړه د درناوي وړ وبلله. په ورته وخت کی د جرمني حکومت هم د پاپ پریکړه د اوچت درناوي وړ بللی ده.
اسراییلو ویلی دي چی د پاپ تر مشر لاندی د عیسوي کلیسا او یهودي صومعی ترمنځ غوره اړیکی وی او هیله ده چی دغه اړیکی به لا هم ادامه پیدا کړي.
په ورته وخت کی د برطانیی لومړي وزیر ډیویډ کامرون وایي چی په ملیونونو خلک به پاپ د روحاني مشر په توګه په یاد ساتي.
پاپ جان پال دویم په ۲۰۰۵ز کې، کله یې چې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړلې، د ۲۷ کلنو لپاره(له ۱۹۷۸زڅخه نیولی تر ۲۰۰۵ز پوری) د رومن کاتولیک کلیسا د مذهبي مشر او د ایټالیا په روم کې د واړه هیواد واتیکان حاکم پاتی شوی و.
د پاپ جان پال دویم د مشرۍ پرمهال، اوسنی پاپ یوزیف الوسیوس راتڅینګر Joseph Aloisius Ratzingerد پاپ نږدی مشاور پاتی شویدی. راتڅینګر د جان پال دویم د مشرۍ پرمهال د مشاور په توګه د کلیسا مهم اسناد ترتیب او د کلیسا سره په تړلو مهمو مسایلو کې یې د پاپ لاس نیوی وکړ ترڅو د مذهبي مشر په توګه نظر اظهار کړي.
کله چې پاپ جان پال دویم د ۲۰۰۵ز د اپریل په دویمه له نړۍ سترګی پټې کړلې، راتڅینګر بی له کوم بحث او ستونزې د ۱۱۵ مشرانو کارډیناالانو(د کلیسا هغه مذهبي مشران چې د پاپ د ټاکلو پرمهال د رایې کارولو صلاحیت لري) لخوا انتخاب او ۲۰۰۵ز د اپریل په ۱۹رسماً د رومن کاتولیک د مشر او د واتیکان د حاکم په توګه معرفي کړای شو.
د خپلو ځینو محافظه کاریو له وجې په ده باندې د کلیسا دننه او په مطبوعاتو کې انتقادونه وشول او دی یې د تحمیلوونکي په توګ یاد کړ. دی د جنین د سقط په اړه منفي نظر لري چې په دغه کار سره یې داسې تشویشونه را منځته کړل چې ګنی پاپ غواړي کلیسا پخواني عنعنوي ژوند ته وګرځوي.
د نازیانو پرمهال د پاپ ژوند:
پخوانی نوم یوزیف الوسیوس راتڅینګر: Joseph Aloisius Ratzinger
د پيدایښت نیټه:اپریل ۱۹۲۷،۱۶
د پاپ د زېږدنې کور
د پیدایښت ځای: مارکټل ام اِن، باوریا، جرمني
باوریا د جرمني له ۱۶ ولایتونو څخه یو ولایت دی چې د جرمني په جنوب کې د جرمني او اطریش ترمنځ سرحد جوړوي.
د مور نوم: ماریا او دنده یې آشپزي وه.
پلار: یوزیف، کله یې چې نوی ماشوم پیدا شو ۵۰ کلن و. او د باوریا ولایت لپاره یې د پولیس په توګه دنده ترسره کوله.
کله چې راتڅینګر پیدا شو نو نازیان په واک کې وو. (۱۸۸۹-۱۹۴۵ز). هغه مهال چې راتڅینګر اووه کلن و، ادولف هیټلر په جرمني کې چانسلر شو (۱۹۹۳ز).
هټلر د سوشلسټ کارګرو د ملي ګوند په واسطه چې په نازي ګوند سره یې شهرت درلوده، واک ته ورسیده او له امریکا، برتانیې، شوروي او فرانسی سره دویم نړيوال جنګ ته کیوته. ده د کور دننه په جرمني کې هم ویروونکی چاپیریال رامنځته کړی و او یهودان یې په نښه کول.
هِټلر نه یوازی چې د یهودانو خلاف وو بلکې له کاتولیکې کلیسا سره یې هم ستونزه لرله. پلار یې د کاتولیک کلیسا خلاف د پولیسیو په مقابل کې ودریده او په حکومت یې انتقادونه وکړل.
هيټلر چې نيوکې یې نشوې زغملی، د راتڅینګر پلار یوزیف ته یې په دندی کې تنزیل ورکړ او له ایالتي پولیس څخه یې چېری د کوم کلي کې د قانون تنفیذوونکی وګوماره.
په ۱۹۳۷ز کې یې پلار یوزیف له دندی څخه تقاعد او ټرانسټین ښارګوټي ته چې د باوریا په ولایت کې یوه پرته سیمه ده ولیږدیده.
تر کشیشتوبه:
په ۱۹۴۳ز کې، کله چې یوزیف راتڅینګر ۱۶کلن و، جرمن پوځ ته یې لاره وموندله خو په کومی عملي جګړی کې یې برخه وانخیستله. دده دنده په بیلابیلو نظامي هډو کې د الوتکو ضد توپچي غونډ کې وه، چې ډیر مسولیتونه یې د الوتکو ساتنې ته متوجه وو.
په ۱۹۴۵ز کې د خپل یونټ له نورو ملګرو سره پیاده قوې ته ولیږل شو ترڅو د اصلي جګړی لپاره وروزل شي.
د ۱۹۴۵ز په منځ کې، مخکې له دی چې جرمني تسلیم شي، ده دنده پریښودله او په ټرانسټن کې کورته وګرځيده. دا مهال نو د امریکایي ځواکونو لخوا ونیول شو او د لنډې مودې لپاره د امریکایانو لخوا د بندیانو لپاره په جوړ شوي زندان کې زنداني شو.
همدا چې په ۱۹۴۵ز کې جګړه پای ته ورسیدله، راتڅینګر زده کړو ته ملا وتړله. دی او ورور یې جورج چې هغه هم غوښتل ملا شي، په ټرانسټن کې د سینټ مایکل سمنټري کې داخله واخیستله.
کله یې چې په ۱۹۵۱ز کې په مونشن پوهنتون کې زده کړی پای ته ورسولی، دواړه کسان په رسمي ډول ملاییتوب ته ومنل شول.
راتڅینګر لا هم خپلو زده کړو ته ادامه ورکړله او هماغه و، چې په ۱۹۵۳ز کې یې دوکتورا په فلسفه او مذهبي چارو کې ترلاسه کړله. د دوکتورا د زده کړو پرمهال، د پاپ یوازینی هیله دا وه چې چېری پروفیسور شي. هماغه و چې له فراغت څخه وروسته یې تقریباً شل کاله په بیلابیلو پوهنتونونو کې لکه بون، رجینسبرګ او توبنجن کې مدرس پاتی شو.
د استادی له هماغه پیله، ده ته د یو محترم استاد په سترګه لیدل کیدل. دده یو پخواني شاګرد د نیوزویک کرسټوفر ډیکي ته ویلي وو: \"ده، مونږ ټول په خپل ملکوتي غږ او فصیحی ژبی سره زده کړو ته رابللو. عجیبه غریبه پوهه یې درلودله او د ټینګ ایمان خاوند و.\"
د ۱۹۶۰ز پرمهال نوموړی یو نوموتي دینپوه پیژندل شوی و. د ده مقام هغه وخت لاپسی اوچت شو کله چې په ۱۹۶۲ز کې د واتیکان د دویمی جرګی پرمهال ورته د واتیکان د مشاور دنده وړاندیز شوله. د واتیکان جرګی په ۱۹۶۲ز او ۱۹۶۵ز کې ترسره شولی ترڅو د کلیسا پالیسی او جوړښت کې داسی بدلونونه رامنځته کړي چې د اوسنی او عصري نړۍ له اړتیاوو سره سمون ولري.
د جرګی د غونډو پرمهال، نوموړی د یو ریفورمر(اصلاح غوښتونکي) په توګه وپيژندل شو. ده په کلیسا کې چې د خپلو تنګو او لنډو پالیسیو په چوکاټ کې راګیر و د بدلون او اصلاح غوښتنه پخپل یو مشهور کتاب د عیسویت پیژندنی په نامه کې وکړله چې په ۱۹۶۸ز کې خپور شو.
دا مهال چې راتڅینګر د کلیسا یو مشاور و خو له کلیسا یې غوښتنه کوله چې خپلو اساسي او عنعنوي اصولو ته باید وګرځي او د ترسره شوي انحراف مخه ونیسي.
د ۱۹۶۰ز لسیزی په اخرو کې کله چې د توبنجن پوهنتون زده کوونکو د همجنس بازانو د حقوقو غوښتنه وکړله نو راتڅینګر د زده کوونکو دغه نظریه رد کړله او دغه کار یې د عیسویت له روح سره په ټکر کې وباله چې له همدی کار سره په جرمنی کې د راډیکال عیسویانو ګروپ رامنځ ته شو. راتڅینګر په کال ۱۹۶۹ز کې د توبنجن پوهنتون پریښود. د ۱۹۶۹ز کال په اخرو کې راتڅینګر په ریجنزبرګ په پوهنتون کې د تیولوجي(الهیاتو) د برخی د ډین په توګه وټاکل شو.
د شهرت په اوج کې:
د ۱۹۷۰ز په منځ کې راتڅینګر د شهرت په اوج کې و. په ۱۹۷۲ز کې یې د کمینویو په نامه مذهبي ژورنال چې زیاتره موضوعات یې د کاتولیک کلیسا فلسفی ته وقف شوي وو رامنځ ته کړله او په ډیر کم وخت کې یې لوی شهرت ترلاسه کړ. د ۱۹۷۷ز په مارچ کې نوموړی د مونشن اوسقف په توګه لوړه وکړله. په ۱۹۷۸ز کې نوموړی د پاپ پال لخوا د کارډینال په توګه غوره شو.
په کاتولیک مذهب کې مذهبی چارواکي کارډینل مقام ته وروسته له هغه رسیږي چې کله یې لاندی مراحل طی کړي وي:
لومړی: Priestپه سیمه ایزه کچه امام
دویم: Bishop (اسقف) د یوی نسبتاً لویې سیمی چې ډیوسیز (هغه سیمه او یا هم ولسوالي چې د کلیسا مشري یې اسقف په غاړه لري.) یې بولي امام
دریم: Archbishop(ستر پادري) له اسقف څخه لوړ مقام چې د یوی مهمی ډیوسیز مسولیت په غاړه لري
څلورم: Cardinalچې د پاپ لخوا غوره کیږي او له پاپ څخه یې یوه رتبه ټيټه وي.
د خدای له بنده ګی څخه نیولی تر پټرن سینټ پوری:
په رومن کاتولیکانو کې سینټ هغه کس دی چې د ځمکې پرمخ یې مقدس او پاک ژوند ترسره کړی وي. سینټ له مرګ څخه وروسته د ژوندیو او خدای ترمنځ منځګړیتوب کوي. د مثال په ډول، سینټ کریسټوفر د سفر کوونکو او خدای ترمنځ استازی دی. د اوریدل شوو کیسو مطابق، کریسټوفر پخپل وخت کې ډیر معجزی ترسره کړیدي او په لوی شمیر کې یې خلک عیسویت ته اړولی دي.د رومن امپراتور ډیسیوس (۲۰۱-۲۵۱له میلاد وروسته) کې په دی ډیر خفه او تر مرګ پوری له دی ځوریده چې ولی یې سینټ کریسټوفر ته بدني سزا ورکړی وه او ولی یې هغه وژلی و. اوس چې څوک هم سفر کوي نو په غاړه کې د سفر له افاتو څخه د ځان ساتنی په موخه د سینټ کریسټوفر میډالونه په غاړه کې اچوي.
د کلیسا په واسطه، رسمي سینټ کیدل له یوی اوږدې پروسی څخه تیریږي. کله، کله خو میاشتی او یا پیړۍ لګیږي چې کلیسا دی یو څوک سینټ کړي. هغه څوک چې غواړي د سینټ مقام ته په کلیسا کې کاندید شي، باید ژوند یې له پیله تر پایه پوری مطالعه شي چې هسی نه کومه خطا، سهوه او ګناه یې ترسره کړې نه وي. هغه څوک چې دی مقام ته رسیږي د خدایې خدمتګار لقب ورکول کیږي. کله چې د ۲۰۰۵ز د اپریل په دویمه پاپ جان پال دویم مړ شو نو اوسنی پاپ بندکټ دومره مشهور او شهرت درلوده چې د پاپ پال د خښولو په مراسمو کې هغوی ګوته پر راتڅینګر وه چې باید د پاپ ځایناستی شي. پاپ بنډکټ ۱۶ د می په ۱۴ د پاپ جان پال د سپیڅلتوب پروسه بی له دی چې پنځه کاله صبر وکړي، پیل کړه چې پخپل ډول سره یوه غیر مترقبه پیښه وبلل شوه.
کله چې قانع کوونکی دلایل موجود وي او یو چا د دین لپاره قرباني ورکړی وي او د دین په لار کې یې وینه تویه شوي او شهید شوی وي نو په هغه صورت کې ورته د Venerable لقب ورکول کیږي.
له دی څخه وروسته کتل کیږي، که چېری کس کومه معجزه له ځان ښودلی وي، نو په هغه صورت کې ورته د Blessedلقب ورکول کیږي.
کله چې یو څوک له دغی مرحلی هم تیر شي، نو بیا ورته د Patron لقب ورکول کیږي چې د کال د ورځو څخه یوه ورځ یې په نوم کیږي او هغه بیا د Feast ورځی په نامه لمانځل کیږي.
کله چې یو څوک د کلیسا لخوا په نړيواله توګه وپیژندل شي، نو بیا هغه ته د سینټ لقب ورکول کیږي.
د ټایم مجلی د جیف اسراییلی په وینا چې پاپ بنډکټ د سینټ جوړولو د کارخانی مشر پاتی شویدی. مطلب دا چې له ۱۹۷۸څخه تر ۲۰۰۵ز پوری ده له ۱۳۴۰ کسانو له جملی څخه ۴۸۲ کسان د سینټ په لقب لمانځلي او هغوی یې دی لوړی مرتبی ته رسولی دي. ده په ۲۷ کلونو کې دومره کسان په دی لقب لمانځلي چې په تیرو ۵ پیړیو کې کوم چا په دغه تعداد کسانو ته د سینټ مقدس لقب نه دی اعطا کړی.
کارډینال باید دوی دندی ترسره کړي: لومړی دا چې پاپ ته مشوری ورکړي او بله دا چې په هغو انتخاباتو کې چې د پاپ د ټاکنې په موخه ترسره کیږي، خپله رایه وکاروي.
د ۱۹۷۸ز د اګست په ۶ مه، کله چې پاپ پال شپږم مړ شو. نو راتڅینګر د پاپ د نوي پاپ جان پال اول د ټاکلو په پروسی کې برخه واخیستله خو دغه پاپ د ۳۳ ورځو لپاره پاپ پاتی شو او د زړه ناروغی له کبله یې له دنیا سترګی پټی کړلی. چې دا د کلیسا په تاریخ کې د یوه کس د پاپ په توګه د وظیفی ترسره کولو تر ټولو لنډه موده ده. د ۱۹۷۸ز په اکتوبر کې ده دویم ځل لپاره د پاپ جان پال دویم په انتخاب کې برخه واخیستله چې بیا دغه پاپ د رومن کاتولیک کلیسا د مشر په توګه ۲۵ کاله دنده ترسره کړله. دغه مهال نو راتڅینګر پاپ جان پال دویم ته ترټولو غوره او د اعتماد وړ کس و. دوی یو بل د واتیکان له دویمی جرګی څخه پيژندل او له هماغه وخته سره ملګري شوي وو نو ورته نظریات یې درلودل او په دواړو باندی د محافظه کاری تور لګیده.
په ۱۹۸۱ز کې پاپ جان پال دویم، راتڅينګر روم ته دعوت کړ او د ایمان د دوکتوراینو د جماعت د امام په توګه یې په دندی وګوماره. د ایمان د دوکتوراینو جماعت په رومن کاتولیکانو کې د پرېکړو اصلي مرجع ده. په دی ټوله موده کې نوموړی د جنین د سقط،، زنا، د همجنس بازانو د حقوقو، او د نفوس هر اړخیز کنټرول مخالف پاتی شو. او د کلیسا دننه چې چا هم ددغو ټکو خلاف غږ پورته کړ، د پاپ لخوا له دندو ګوښه کړای شول. چې بیا ده ته د کلیسا دننه د تحمیلوونکي لقب ورکړل شو.
د ۱۹۹۰ز په لومړیو کې په پاپ باندی مغزی سکته راغلله چې د ده زړه او د سترګو دید یې کمزوري کړل. د ده د زړه د ناروغۍ له کبله، ده دوه ځلی له خپل مقام څخه د استعفی غوښتنه وکړله خو د پاپ جان پال دویم د اصرار له کبله یې خپلی دندی ته ادامه ورکړله.
د ۲۰۰۵ز کې د پاپ د غوره کولو لپاره ټاکنی:
په ۱۹۹۸ز کې پاپ جان پال دویم راتڅینګر د کاردینال کالج مرستیال مشر وټاکه. خو په ۲۰۰۲ز کې د دی کالج مشر په توګه انتخاب شو. په دغه کالج کې د رومن کاتولیکانو د کلیسا ټول کاردینالان برخه اخلي. په دی کالج کې د کاردینالانو تعداد د پاپ په امر پوری تړلی دی. په ۲۰۰۵ز په دغه کالج کې ۱۸۳کاردینالان وو. د مذهبي مبصرینو په وینا پاپ جان پال دویم په دی پوه شوی و چې نوره د ناروغۍ تاب نه لري. پاپ غوښتل چې په کالج کې د راتڅینګر په تعینولو سره به دی په دی وتوانیږي که چېری دی وفات هم شي خو لاره به یې ادامه ولري. ځکه چې پاپ دویم پال او راتڅینګر نږدی ملګري وو او له بلی خوا به راتڅینګر د کاردینالانو د کالج د مشر په توګه په تصمیم نیولو کې د یو مهم او با رسوخ شخص په توګه به د نظر ښکارندویی کوي.
د ۲۰۰۵ز په فروری کې، ۸۴ کلن پاپ دویم پال چې څو کاله ناروغ وو، دوه ځلی په روغتون کې بستر شو. په مارچ کې رسنیو داسی خبرونه خپاره کړل چې پاپ مرګ ته نږدی دی. د ۲۰۰۵ز د اپریل په دویمه، رسماَ رومن کاتولیکې کلیسا اعلان وکړ چې پاپ له نړۍ سترګی پټی کړیدي.
د جان دویم پال د مرګ څخه وروسته، هر چېری، په عام محضر کې له نورو کاردینالانو څخه راتڅینګر ډیر لیدل کیده. د پاپ جان دویم پال د جنازی مراسم هم ده ترسره کړل. دا چې په څو ژبو فصیح خبری کولای شي نو روم کې را ټولیدونکو ټولو کارډینالانو سره یې په انګریزی، جرمن، فرانسوي، هسپانوي او ایټالوي خبری وکړلی. په ورته وخت کې یې د ټولو هغو جلسو چې د نوي پاپ د ټاکنو په اړه ترسره کیدلی، مشري وکړله.
د ۲۰۰۵ز د اپریل په ۱۸مه ۱۱۷کاردینالانو چې عمرونه یې له ۸۰کلونو څخه کم وو خپله رایه وکاروله. په لومړی مرحلی کې راتڅینګر د یو مخکښ کاندید په توګه را څرګند شو خو غټ اکثریت رایې خپلی نه کړای شولی. د انتخاباتو نتیجه خلکو او رسنیو ته د سیسټاین چپل لخوا چې د واتیکان په قصر کې یو دود کش دی، د لوګي په کولو سره اعلان شوله. د اپریل په ۱۹مه د دویم ځلي او دریم ځلي ټاکنو وروسته، راتڅینګر ګټلو ته نږدی شو خو ماښام د څلورم ځلي ټاکنو څخه وروسته چې کله رایې وګڼل شوی، راتڅینګر له ټولو ۱۱۷څخه ۹۵ رایې خپلی کړی وی.ده دا مهال ۷۷ نورو رایو ته اړتیا درلودله ترڅو د پاپ په توګه ومنل شي. شپږ بجی ماښام له دودکش څخه سپین لوګی اوچت شو او د سینټ پیټرز باسیلیکا نغاری وډنګول شوی چې دنوي پاپ د مقرریدو خبر یې له ځان سره درلوده.
د پاپ په توګه:
د پاپانو لپاره مهمه نه ده چې خپل نومونه بدل کړي خو دا هسی عادت ګرځیدلی دی چې نوی ټاکل شوی پاپ په ځان باندی نوی نوم ږدي. همدا چې ټاکنی د راتڅینګر په بریا سره پای ته ورسیدلی، جورج کارډینال ارټورو میډینا ایټیویز چې رسماً یې د پاپ د معرفي کولو مسوولیت پر غاړه درلود، له پاپ څخه وغوښتل ترڅو خپل ځان ته د غوره کړي متوقع نوم په اړه ورته ووایي. د راتڅینګر ځواب وو بنډکټ ۱۶م.
د واتیکان د چارو یو متخصص جیف اسراییلي ته ویلی دي چې مخکې به نوي پاپ ۱۰ دقیقی چوپ پاتی کیدو ترڅو ځان ته نوم غوره کړي خو نوی پاپ په بشپړ ډول سر له مخکې تیار و او همدا چې تری وپوښتل شول، ځواب یې ورکړ.
samiullahelam@gmail.com
وروستي