
سرچینه : BBC /کابل
حامد ظاهر ځوان افغان فارمسیست دی چی اوس مهال د کاناډا په ټورنټو کی اوسیږي. ده په خپل یاداښت سره افغان دودیزه ټولنه د یوه همجنسباز سړي په توګه وننګوله. د دده یادښتونه په خپل پلرني هېواد کې ،چې هلته همجنسبازي جرم او سزا یې مرګ ده خپور نه شو . ظاهر وايي : زه پردې مشهور وم ،چې په ټولنه کې له نورو توپیر لرم .
حامدظاهر چی د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د ۱۹۸۰زیږیزی لسیزی پرمهال ستر شوې دی د خپل ژوند په اړه وایي چی هیڅ خوښي یی نه ده لیدلې ځکه په زور اړ ویستل کېده ،چې خپل احساسات پټ وساتي.
حامد BBC ته ویلي:“کله چې مې عمر زیاتیده ، نو ورځ تر بلې به مې له سړیو سره لېوالتیا ډیریده ، خو تر پنځلس کلنې پورې دخپلو جنسي غریزې په اړه په باوري توګه نه پوهیدم ”
حامد وایي د وړکتوب پرمهال له نجونو سره په کلي کې له لوبوڅخه یی خوند اخیسته او له هغوی سره مې ځان ارام احساساوه. “ما هڅه کوله داسی احساس کړم ،چې زه همجنسباز نه یم. خو زه په خپل احساس کې درواغجن وم. ما هسی خوشی د یوه ماسک تر شا ځان پټوه.”
دحامد دخوي او عادت له کبله یې ملګرو او خپلوانو دنجلۍ په نوم یادوه .نوموړی زیاتوي : دوی به ما ته حمیده ویل یا به یې راته ( ایزک ) په نوم غږ کاوه . دمحصلې په ټوله دوره کې حامد دخپلې جنسي غریزې په اړه چوپه خوله پاتې شو او لامل یې پیغور نه ،بلکې د وژلو او سزا ډار و . کله به مې ،چې په ودونو کې نڅا کوله نو سړیو ، ځوانانو او سپین ږیرو ټولو به خندل او ویل به یې : تاسو وګورئ کټ مټ لکه نجلۍ ،چې نڅا کوي . د دوی خندا او ملنډو به خپه کولم او د خندا له کبله به مې نڅا پرېښوده او دکوټې په کونج کې به ارام کیناستم . ورځ تر بلې مې اروا نا ارامیدله او پر ځان ویسا (باور ) مې له لاسه ورکاوه او هسې ډاران راڅخه جوړیده او دګوښیتوب احساس مې کاوه . ستونزه هغه مهال زیاته شوه او شپې ترخې شوې ،چې حامد 25 کلن شو او مور یې دواده ورته وویل : دمور له غوښتنې سره دمخالفت له کبله له هېواده وتښتیدم ، لومړی پاکستان بیا ایران او له هغه ځایه ترکیې ته او په پای کې مې سر کاناډا ته را ورسید او دلته په 2008 ز کې میشت شوم . حامد وايي :
( په افغانستان کې همجنسبازي هیڅ شونې نه ده که خلک پوه شوې وای ،چې زه همجنسباز یم نو وړاندې له دی ،چې حکومت زما پر ضد کومه کړنه وکړي وار له مخه به خپلوانو وژلې وای او خبره به تر حکومت نه رسیده ). دکتاب لپاره سرلیک یوه عربي کلیمه ( کلالة ) غوره شوې ده او دا هغه چا ته ویل کیږي ،چې زامن او خپلوان نه لري .
حامد وايي : ما ځکه کتاب ولیکه ،چې زموږ حقوق تر پښو لاندې شوې دي زه نه غواړم ،چې زما دهېواد دنورو نسلونو جنسي غریزي همداسې پټې پاتې شي .
د چوپتیا دیوال
په افغانستان کی پټه همجنسبازي کومه نوې خبره نه ده خو دا چی په هېواد کې د همجنسبازانو یوه ازاده ټولنه وي او هغوي دې په عامه توګه وپيژندل شي نشته او نه یې هم څوک پيژني. د کابل پوهنتون د ټولنپوهنی استاد داود درویش وایي : سړی نه پوهیږي ،چې ووایي په افغانستان کې څومره همجنسبازان شتون لري ځکه چی هیڅوک نه غواړي خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړي .
درویش BBC ته وایي: “دا کار په افغانستان کی یو لوی داغ او تور بلل کیږي. خلک دغه کار ته په سپکه ګوري او یو نا اخلاقي کړنه یې بولي. د قانون له مخې هغه کسان ، چې دا عمل کوي ، باید د مرګ سزا ورکړل شي.”
د حامد د یادښتونو فارسي متن په 2009 ز کې خپور شوې دی ، خو په افغانستان کې له چوپتیا او بې تفاوتۍ سره مخ شو نوموړی ونه توانیده ،چې خپل یادښتونه په افغانستان کې وویشي نو هماغه و،چې خپل یادښتونه یې په انترنیت کې خپاره کړل او خلک کولای شي ،چې په وړیا توګه یې تر لاسه کړي ،خو په افغانستان کې هیڅوک نه وايي ،چې دا یادښتونه یې لوستي او نه غواړي ،چې په اړه کومه تبصره وکړي .
کله ،چې BBC په دې اړه دافغانستان دبشري حقوقو کمیسون سره اړیکه ټینګه کړه نو هغوي دا خبره رد کړه ،چې چا دې په دې برخه کې ورڅخه دمرستې غوښتنه کړې وي . دمدني ټولنې یو غړي په دې شرط ،چې نوم به یې نه اخستل کیږي وايي : په افغانستان کې همجنسبازان نه چلیږي دحامد خبرې او یادښتونه په نني افغانستان کې یو اوښتون دی ، اوښتون .
دحامد کړنې او ازاد طبیعت ددی لامل شو ،چې کورنۍ یې ورڅخه لاس په شر شي او هغه دچا خبره (عاق) کړې یې دی نوموړی اوس له خپلې کورنۍ سره هیڅ ډول اړیکې نه لري . حامد وايي :
( ورورڼو مې راڅخه وغوښتل ،چې دا یادښتونه خپاره نه کړم ، خو ما نه غوښتل ،چې خپل احساسات ټپي کړم ما دا هوډ کړې دی ،چې دخپل هېواد دهمجنسبازانو لومړنی غږ اووسم ، زه پردې خپه نه یم ،چې کورنۍ مې عاق کړې یم ما غوښتل ،چې په دې لار کې له دی هم ستر قیمت غوڅ کړم ).نوموړی کاږي :
(ما خپل مسوولیت ترسره کړ او ددې مسوولیت ترسره کولوزمینه راته په افغانستان کې برابره شوه زه چمتو وم ،چې په دې لار کې مړ شم ، خو نور مې ددې زور نه درلود ،چې خپل دغه احساس پټ کړم ).
“زما ورونو له ما څخه وغوښتل چی کتاب خپور نه کړم. خو ما نه غوښتل چی نور خپل احساسات جریحه دار کړم. ما ددی اراده وکړله چی د خپل هیواد د همجنسبازانو لومړنی غږ اووسم.”
“زه هغه څوک یم چې یم. زه خوښ یم چې هغسې ژوند کوم ،چې څنګه یې غواړم نه هغسې چې زما کورنۍ او زما ټولنه یې زما لپاره غواړي.”
ژ: فیصل ځاځی