په خوست کې دايتلاف دځواکونوله خوا د ډاکټر بلال دکورنۍ دغړو دوژلو په هکله رپوټ


 پنځه پنځوس كلن ډا كتر بلال د هغې كور نۍ غړى دى ، چې د ايتلاف پوځو نو يوه اوونۍ مخکې د خوست ښار په اته كيلو مترۍ  كې ، دده په كور باندې د بريد له ا مله دده د كورنۍ درې تنه غړي ووژل او درې تنه نور يى ټپيان کړل.
ده په داسى حال كې چې تر او سه هم دخپلې كورنۍ د غړو په ما تم كې دى ، د خبري رسنيو ته   په تيلفوني تماس كې وويل : د ليندۍ د مياشتې په ۲۷ نيټه د شپې په يو ولسو بجو امريكا يي عسكرو زموږ كور ته ننو تل اوخورې ورې ډ زى يې و كړې . په دې وخت كې زموږ د كورنۍ غړي ويښ شول امريكا ئيانو زما په ورور باندې د دروا زې په وړا ندې ډ زې و كړې او وريندار ه مې چې له خپلې خو نې څخه د وتلو په حال كې وه هم د وسلو په ډزو سره  شهيده كړه . يو ورا ره مې چې په خپله خو نه كې و دخوب په حالت كې يې پرې ډزې و كړې او شهيد يى كړ ، دوو تنو ا مريكايي عسكرو وروسته سپيان خو شي كړل ، سپيو په دوو ماشومانو او يوې ښځې باندې چې له ډاره يې چيغې وهلې بريد وكړ او ويې داړل .
 ډا كتر بلال د خپلو خبرو په دوام كى زيا ته كړه : امريكا ئيا نو چې څلور كورونه يې كلابند كړي وو نارينه له خپلو كورو نو څخه وايستل او ټول يى زولا نه كړل ، هغوى دشپى له يوولسو بجو څخه تر سهار پورې زموږ كورو نه ولټول چې شپږ كلا شينكوفونه ، درې تومانچې ، درې سوه زره كلدارې اود ښځو يوه ا ندا زه ګاڼې يې د كورنۍ له پنځو تنو غړو سره له ځان سره يووړې چې يو تن يې د هما غې ورځې په سهار خوشی كړ او دڅلورو تنو نورو په باب كو م خبر نه دى تر لاسه شوى .

 ددغې كورنۍ يو بل غړى چې ۲۵ كلن دى وويل : موږ له چا سره شخصي د ښمني نه لرو اونه له كومې ډلې سره اړيكې لرو او له شواهدو پرته په موږ باندې زيات ظلم شوى دى  .دغه ځوان زياته کړه كه چيرى ا مريكا ئيا نو له موږ سره كاردرلود موږ ته به يې د ورځې له خوا خبر را كاوه ، موږ نه تښتيدو ، ايتلاف زموږ ښځې ، ماشو مان او نارينه شهيدان كړل او ماشومان يې په سپيا نو وويرول چې دا كار په اسلام او په عيسويت كى روا نه دى  . د هغو وسلو په باب چې له كور څخه يې تر لاسه شوې وويل: دا دسر حدى خلكو دود او روا ج دى چې له پخوا كلونو څخه په خپلو كورو نو كې وسلې سا تي ، موږ دغه وسلې د جهاد له وخت څخه له ځان سره در لودې او په دې و خت كې مو د هيچا پر خلاف نه دي استعمال كړي .
 د خوست ښار يو تن قومي مشر حاجي تور ګل وويل: دغه كورنۍ له زياتې مودې را هيسې پيژنم ، ډير ښه خلك دي اوپه خپلوورځنيو چارو بوخت دي . ددغې كورنۍ يو تن غړى د خوست ولايت د عا مې رو غتيا رياست د كنترول اوپلټنې په امريت كې رسمي دنده لري ددغې كور نۍ څو تنه غړي پخوا درو سي لښكرو دشتون په وخت كې يوه مياشت بنديان وو خو اوس په بزګرۍ بوخت دي . حاجي تور   زيا ته كړه :  له ا جازې پرته اود شپې له خوا د پښتنو كور ته ننو تل نا جايزه كار دى اود امريكا ئيا نو دا كارد پښتنو دود او روا ج پر خلاف دى .
د ايتلاف پوځو نه د هما غې ورځې په سبا له پيښې خبر شول چې ددوى عسكرو په شپه كې د خوست ښار د كو نډی په سيمه كې د عمليا تو په ترڅ كې د ترو ريستي فعاليتونو په ګومان اووه تنه نيولي او يوه ميرمن يى وژلى ده . ددغو پو ځو نو دمطبوعا تي دفتر  په دې كور كې د وسلى شتون له ترو ريستا نوسره ددوى د لاس لرلو نښه نښا نه بللې . د ايتلاف عسكرو مخكې هم د نادرشاه كوټ په ولسوالۍ كې پر يوه كور باندې په بريد  سره ديوې كورنۍ شپږ تنه غړى ووژل . ور ته پيښې هم د هرا ت دشينډنډ په ولسوالۍ ، دننګرهار ولايت د خوږ ياڼيو په ولسوالۍ ، د نور ستان په ولايت او څو نورو مواردو كې شوى دي ، چې د ايتلاف او ناټو د پوځو نو له خوا د ملكي كسا نو د سر د زيان دشمير د زيا توالي له ا مله په ملى اونړيواله كچه سختى انديښنى را منځته كړي دي .
  که چيرې بهرني ځواکونو دافغانستان دخلکو له دودونو او ټولنيز ژوند او کړو وړ څخه وروسته له اتو کلنو بيا هم نه ځانونه نه خبروي او خپلو بې مسووليته عملياتو ته ادامه ورکوي ، په پايه کې به دخپل دښمنانو مرچلونه نوره هم پياوړي کړي او په خپله به ځان ته کنده وکني .