خبرتيا : د ارواښاد پروفيسر عبدالرسول امين جنازه افغانستان ته وړل کيږي

د لوی او نياومن خدای په نامه
ګرانو هېواوالو ته خبر ورکول کيږي ، چې د ارواښاد پروفيسر عبدالرسول امين جنازه د روانې لړم مياشتې په 16 مه نېټه د شنبې (خالي ) ورځ ،ګران هېواد افغانستان ته وړل کيږي  او له پروګرام سره سم به سيمه ييز مهال سهار 7:00 بجې کابل هوايي ډګر ته ورسيږي .
  ټاکل شوې ، چې جنازه به لومړی د کابل عيدګاه جومات  ته يوړل شي او وروسته به  په همدې ورځ د کونړ وﻻيت مرکز د کيرهاله په کلي کې خاورو ته وسپارل شي .
  د فاتحې د مراسمو د ځای او مهال په هکله به دوستانو ته وروسته خبر ورکړل  شي .