روسيې ته د کورنيو چارو د وزېر سفر

 شپاړلسمه برخه
روسيې ته د کورنيو چارو د وزېر ښاغلي علي احمد جلالي سفر
۲۰۰۳کال د نومبر ۱۳-۱۵ نيټه پورې
د روسیې د کورنیو چارو وزیر څو ځلې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر علي احمد جلالي ته بلنه ورکړې وه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه همکارۍ په خاطر سفر وکړي که څه هم دغه سفر څو ځلې وځنډيده خو جلالي صیب په عاجله توګه ومنله چې داسفر د ۲۰۰۳ م کال دنومبر په يولسمه نيټه ترسره کړي. په دغه سفر کې له جلالي صيب سره يوازې زه او د جلالي صيب ياور جنرال ګل اغا روحاني ملګري وو. د مسکو په هوايې اډه کې د روسيې دکورنيو چارو وزارت د پروتوکول مشر، په روسيه کې دافغانستان سفېر احمد ضياُ مسعود او د سفارت يو شمېر نور کارکوونکي د استقبال لپاره ولاړ وو. دا مسکو ته زما لومړنی سفر وو، مسکو يو ښکلی او تاريخي ښار دی او دپخوانيو امپراطوريو عظمت په کې له ورايه ښکاريده، زموږ موټرې د روسيې دکورنيو چارو وزارت د استقباليه موټرو په واسطه بدرګه کيدلې او موږ ته يې د اوسيدلو لپاره د مسکو په (Presidential Hotel ) کې ځای برابر کړی و. دغه هوټل چې ډېر پخوانی و، د پخواني شوروي اتحاد دسياسي بېرو مشرانو به هغه مهال په دغه هوټل کې استوګنه کوله.
روسيې ته زموږ د سفر موخه له روسيې سره د ښو اړيکو جوړول او له بل پلوه که وتوانيږو چې دکورنيو چارو وزارت ته د روسانو له خوا پوليسو ته د تجهيزاتو او نقليه وسايطو کمکونه راجلب کړای شواو همدارنګه تاجکستان سره په پوله روسي ځواکونه ميشت دي نو موږ غوښتل چې روسيه د مخدره موادو د قاچاق دمخنيوي په اړوند زموږ سره همکاري وکړي، له افغانستان څخه قاچاقبران مخدره مواد د تاجکستان له لارې روسيه او له هغه ځايه يې شرقي او غربي اروپا ته ليږدوی.
په همدې ورځ په هوټل کې د لږ استراحت وروسته زموږ پروګرام د روسيې د کورنيو چارو وزارت له خوا د روسيې د سلاح دخرڅولو يو شرکت سره برابر کړی و، کله چې مو د دغې کمپنۍ له مشر سره وکتل، نو نوموړي وويل: دا لومړی ځل دی چې د افغانستان دحکومت له يو پلاوي سره ګورو، نو جلالي صيب له دوی نه پوښتنه وکړه چې زه بايد پوه شم چې د پوليسو په کومو تخنيکي برخو کې تاسې له موږ سره مرسته کولای شئ؟ دکمپنۍ مشر وويل: متاسفانه چې موږ کافي معلومات نه لرو خو د روسيې د سلاح خرڅولو ۹۵٪ صادرات زموږ د کمپنۍ له لارې کيږي چې تېر کال مو د څلور مليارده ډالرو په ارزښت سلاح خرڅې کړي دي او اميد دی چې سږ کال دا رقم پنځه مليارده ډالرو ته لوړ شي. زموږ ډېر صادرات هيليکوپترې او کشتۍ دي خو که کاماز يا نورې موټرو خريداري تاسې کوئ موږ کولای شو چې هغه هم تاسې ته برابرې کړو. دکمپنۍ مشر زياته کړه، دا چې زموږ کمپنۍ يوه دولتي کمپنۍ ده، هغه څه چې د دفاع وزارت موږ ته راکوي هغه موږ خرڅوو خو زموږ قيمتونه د ټولو نه کم دي. د دی کمپنۍ هدف دا و چې موږ بايد کمکونه دپيسو په مقابل کې واخلو.
جلالي صيب وويل: هغه قراداد چې تاسې د هيلکوپترو په اړه راليږلی يو اندازه تخنيکي معلوماتو ته ضرورت لري، ځکه چې موږ وړو کشفي هيلکوپترو ته ضرورت لرو، بل دا چې موږ مستقيما ستاسې کمپنۍ سره قرارداد نه شو کولای ځکه زموږ د حکومت د تدارکاتو قوانين دا ايجابوي چې ستاسي قيمتونه او مشخصات بايد د نورو هېوادونو سره پرتله شي.
څرنګه چې روسيه ته زموږ سفر ژر برابر شو د روسيی د کورنيو چارو وزېر چې د جمهور رئيس پوتين سره د دغې هېواد يو بل ايالت ته په سفر تللی و زموږ دهيت دليدو لپاره راونه رسيده. دنومبر په ديارلسمه نيټه مو د روسيه دکورنيو چارو په وزارت کې د دغه وزارت له مرستيال او ورسره پلاوي سره وکتل.
د روسيه د کورنيو چارو د وزارت مرستيا ل له هر کلي وروسته وويل: غواړو د مخدره موادو د قاچاق او تروريزم په هکله سره خبرې وکړو او موږ څنګه کولای شو د دغه دواړو پديدو مخنيوی وکړای شونوموړي وويل چې دمخه مو د افغانستان دکورنيو چارو له وزېرانو محمد يونس قانوني او تاج محمد وردګ سره رابطه درلوده اوس موږ خوشاله يو چې تاسې سره په اړيکه کې يو.
جلالي صيب هم په خپل وار دنوموړي د ميلمه پالنې نه مننه وکړه او ويې ويل: زما سلامونه د روسيې دکورنيو چارو وزېر ته ورسوه. تروريزم، مخدره مواد، د انسانانو قاچاق او نور سازمان يافته جرايمو پرضد مبارزه، دواړو هېوادونو ته خورا ډېر ارزښت لري.
په دې وخت کې د افغانستان دسفارت ترجمان سمه ترجماني نه شوه کولای نو جلالي صيب پخپله په روسي ژبه کله کله مداخله کوله او کوم ځای چې به په خبرو کې ترې پاتې کېده هغه یې تصحیح کوه، د روسيې د کورنيو چارووزارت مرستيال وويل چې تروريزم موږ لپاره عمده مشکل دی او په خپل وزارت کې د تروريزم پر ضد اداره جوړه کړې ده نو د دواړو ملکونو ترمنځ ګډې همکارۍ ته اړتيا ده، ده وويل د قفقاز په سيمه کې موږ د تروريزم له ستونزې سره مخامخ يو، زه علاقمند يم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تروريزم پر وړاندې دمبارزې يو ګډ کميسيون جوړ شي. د روسيې د تروريزم د ادارې رئيس چې په غونډه کې ناست و وويل: دتروريزم سره مشکلات په ټولو هېوادونو کې يو شانته دی او يوازې پوليس ورسره مبارزه کوي خو بايد ټول ارګانونه په ګډه د تروريزم پر وړاندې مبارزه وکړي، موږ بايد خپلې تجربې له يو بل سره شريکې کړو، دتروريزم پر وړاندې همکاري او دمعلوماتو شريکول ټولو ملکونو ته ضروري دي او د راتلونکي کال په پيل کې بايد دا کميسيونونه جوړ شي که څه هم د تروريزم اداره په روسيه کې د دولتي امنيت د وزارت په غاړه ده خو د کورنيو چارو وزارت سره ګډه همکاري لري.
جلالي صيب په ځواب کې وويل: څه چې تاسې وويل زموږ برداشت هم همدا دی ځکه افغانستان زيات ضرر ليدلی او تروريزم زموږ سياسي، کلتوري او اجتماعي اړخونه تخريب کړي دي او د دې ځای نه يې نه يوازې افغانستان ته ضرر ورساوه بلکې نورې نړۍ ته يې هم ضرر ورساوه، هغه رژيم چې د ترورئيستانو حمايت يې کولو هغه اوس نه شته دی خو موږ اوس هم د تروريزم سره مبارزه کوو او د افغانستان امنيت ته يو جدي ګواښ دی، هغه ترورئيستان چې افغانستان ته راځي په يو ملک پورې تړاو نه لري او که خدای نا خواسته تروريزم يو ځل بيا په افغانستان کې غلبه کوي، نو موږ ټولو ته يې خطر دی، دې کې هېڅ شک نه شته چې د جناب کرزي د رهبرۍ لاندې افغانستان د تروريزم پرضد مبارزه کوي خو تر څو چې زموږ د اداروظرفيت لوړ شوی نه وي زموږ مبارزه کاميابيدای نه شي او موږ نړيوالو مرستو ته اړتيا لرو، په افغانستان کې ملي امنيت، ملي دفاع او دکورنيو چارو وزارت په شريکه سره همکاري کوي خو پوليس په افغانستان کې د تروريزم سره دجګړې په لومړۍ کرښه کې دي، موږ په سرحداتو کې په لسګونو حتی په سلګونو پوليس له لاسه ورکړي، نو په دې اساس د افغان ملي پوليسو تقويه ډېره مهمه ده، دا ډېر ښه کار دی چې د تروريزم پر ضد مشترک کميسيون جوړ کړو چې زمونږ د کورنيو چارو وزارت د تروريزم د رياست سره اړيکي ولري او معلومات تبادله کړي. زموږ دعلاقې وړ بله مسئله زموږ د ملي پوليسو انکشاف سره دمرستې مسئله ده او اميد لرم چې څرنګه روسيه له افغانستان سره تاريخي اړيکي لري نو په دې برخه کې دې موږ سره مرسته وکړي ځکه چې دپوليسو روزنه د اردو له روزنې په پرتله ارزانه ده، نړيواله ټولنه هم په دې فکر کوي چې د ملي اردو د روزنې سره د ملي پوليسو تقويه او روزنې ته هم انکشاف ورکړي نو اميد لرم چې د روسيې کمکونه هم راجلب کړای شو.
د روسيې دکورينو چارووزارت مرستيال وويل: زه اميد لرم چې د راتلونکي کال په لومړۍ ربعه کې به په همکارۍ پيل وکړو، بله مسئله چې موږ ته مهمه ده هغه د مخدره موادو قاچاق دی چې موږ د کورنيو چارو په وزارت کې د مخدره موادو پر ضد اداره لرو او دعدليې وزارت سره ګډه همکاري لري او په تېرو نه مياشتو کې چې دا دفتر جوړ شوی د مخدره موادو د قاچاق يو ِغټه شبکه مو نيولې او ۳۶۴کيلو ګرامه هېروين مو ضبط کړي دي نو موږ حاضر يوچې په ټولو ساحو کې له تاسې سره همکاري وکړو.
جلالي صيب وويل: د مخدره موادو ترافيک نه يوازې تنظيمي او ډله يېزو جګړو سره مرسته کوي بلکې د تروريزم سره هم مرسته کوي نو موږ په دې عقيده يو چې د مخدره موادو سره مبارزه په عين زمان کې د تروريزم سره مبارزه ده. او موږ په دې هکله جدي يو خو دتنظيمې جګړو له امله په افغانستان کې دکوکنارو کرکيله زياته شوې وه، مګر دهقانانو ته يې فايده ډېره کمه ده او زياته ګټه يې قاچاق چيانو ته ده، دمخدره موادو پر ضد مبارزه د يو هېواد کار نه دی بلکې نړيوالې همکارۍ ته اړتيا لري ځکه د دغه توکو قاچاق له ډېرو سرحدونونه تېريږي نوددی مسلُه حل يوسيمه يېز او نړيوال ميکانزم ته ضرورت لری چې د مخدره موادو قاچاق مخه ونيسو ، که دملګرو ملتونو د UNODC اداره دا ابتکار په لاس کې واخلي نو ښه به وي.
د روسيې د داخله وزارت مرستيال وويل: زه ستاسې د ټولو نظرياتو ملاتړ کوم، موږ دمشترک المنافع دهېوادونو ترمنځ دا ډول همکاري لرو او کيدای شي قرغيزستان او تاجکستان هم په کې شامل شي، بله مسئله د افغان مهاجرينو مسئله ده چې يو تعداد يې په روسيه کې په قانوني توګه ژوند کوي خو يو تعداد نور بيا په غېر قانوني توګه په روسيه کې اوسېږي. د روسيې د مهاجرينو د ادارې مشر وويلې چې دا مسئله هم د تروريزم او مخدره توکو د قاچاق نه کمه نه ده، ځکه چې په تېرو لسو کالونو کې تقريبا ۱۲۰۰۰۰ افغانان د روسيې له لارې اروپا ته تللي دي چې تقريبا ۶۰۰۰ يې غېر قانوني اسناد درلودل، تراوسه دولس زره افغانانو د روسيې څخه قانوني اسناد ترلاسه کړي دي، موږ کوشش کوو چې په روسيه کې ټول بهرني اتباع بايد قانوني اسناد ترلاسه کړي او يا بېرته خپلو هېوادونو ته وليږدول شي، په دې هکله موږ د ملګرو ملتونودمهاجرت ادارې سره په تماس کې يو او يوازې څلورسوه کسان تر اوسه پور ې موږ بېرته خپلو هېوادونوته استولي دي، موږ پوهيږو چې افغانان اقتصادي مشکل لري او دوی جعلي ويزې جوړوي نو بايد په دې ساحه کې همکاري وشي.
جلالي صيب وويل: زموږ او ستاسې نظريات سره ډېر نږدې دي، مخکې وضعيت داسې وه چې افغانانو بهرته مهاجرت ته زړه ښه کاوه خو اوس په دې دوه کلونو کې نږدې دوه نيم ميليونه افغانان بېرته خپل هېواد ته رأستانه شوي دي او دا سلسله دوام لري او زه هيله لرم چې افغانان دنړۍ په هر ګوټ کې وي بېرته خپل وطن ته رأستانه شي، زه اميد لرم چې دافغانانو غېر قانوني مشکل هم راکم شي او موږ بايد په دې هکله سره همکاري وکړونو ښه به داوي چې په راتلونکې کې تاسې يو تخنيکي هيئت کابل ته را واستوئ چې په دې ټولو موضوعاتو زموږ له تخنيکي کسانو سره خبرې وکړي.
د روسيې د کورنيو چارو دوزارت مرستيال دجلالي صيب د دې وړانديز سره موافقه وکړه، جلالي صيب يو ځل بيا يادونه وکړه که تاسې د پوليسو په تجهيزاتو کې مرسته وکړئ نو ښه به وي خو د کورنيو چارو وزارت مرستيال وويل ستاسې پيشنهادونه مې ولسمشر پوټين ته وړاندې کړي او موږ په منظمه توګه هغه ته معلومات ورکوو تر اوسه هغه موږ ته ځواب نه دی راکړی ځکه ددغه مسائلو په هکله تصمېم مشخصاً د ولسمشر پوتین پورې اړه لري.
په همدې ورځ مو د روسيې د دولتي امنيت له وزېر سره دهغه په دفترکې ولیدل، جلالي صيب نوموړي ته وويل: داچې روسيه او افغانستان تاريخي روابط لري نو اوس دزياتې همکارۍ لپاره زمينه برابره ده.
د روسيې د دولتي امنيت وزېر وويل زه د تاسې سره هم نظره يم زموږ او ستاسې ادارې بايد سره نږدې اړيکي ولري او زه هيله لرم چې دغه اړيکي لا پسې پراخې شي، موږ د افغانستان د ځينو ادارو سره يو لړ کمکونه کړي دي او اميد لرم چې له نورو ادارو سره هم ورته کمکونه وکړو. موږ د ښاغلي کرزي او دهغه دکابينې دغړو څخه حمايت کوو، موږ ليواله يو چې په دې سيمه کې سوله راشي ځکه چې د تروريزم، مخدره موادو قاچاق او غېر قانوني وسلو شتون او خرڅلاو لا هم په دې سيمه او نړۍ کې غټ مشکل دی نو موږ حاضر يو چې همکاري وکړو.
جلالي صيب وويل: هغه مشکلاتو ته چې تاسې اشاره وکړه واقعا عمده مشکلات دي خو په افغانستان کې ثبات دسيمې او نړۍ په ګټه دی او ګډې همکارې ته ضرورت دی، موږ بايد خپلې ادارې لکه ملي پوليس، ملي اردو او عدليه تقويه کړو ترڅو موږ په شريکه په سرحدي سيمو کې همکاري وکړو، موږ دولس زره سرحدي پوليس جوړو چې اته لواوې به ولري چې د دې لواګانو نه پنځه لواوې به دافغانستان په شمال او غرب کې ځای پرځای شي، د مخدره موادو د قاچاق د مخنيوي په اړه موږ له اېران سره موافقه کړې چې په سرحد کې ۲۵ تاڼې جوړې کړي، که ملي پوليس په افغانستان کې تقويه شي او په افغانستان کې امنيت ښه شي نو څرګنده ده چې په سيمه او نړۍ هم خپل اغيز لري. ستاسې له مرستيال سره مې په کابل کې ليدنه درلوده، که څه هم تاسې دمقاومت پر وخت د تروريزم پر ضد کمکونه کړي دي خو اوس چې په افغانستان کې حکومت جوړ شوی بايد خپلې مرستې زياتې کړئ.
د روسيې د دولتي امنيت وزېر وويل: سږ کال د مارچ په مياشت کې د روسيې سرحدي قواؤې د دولتي امنيت وزارت پورې وتړل شوې، موږ امنيتي شورا لرو چې په رأس کې يې زه يم او بايد دوه اړخيزه همکاري سره ولرو ځکه سرحدي مسائل موږ لپاره ډېر مهم دي او د پخواني شوروي اتحاد هېوادونه نه شي کولای خپل سرحدات په خپله وساتي، موږ په افغانستان کې سوله او امن غواړو خو موږ دتاجکستان په سرحد کې امنیتي ستونزې لرو.
جلالي صيب وويل: د تاجکستان سره په پوله يو څه پوستې شته خو د دغه سرحد کنټرول مشکل دی نو د دې لپاره زموږ دسرحدې پوليسو تقويه ضروري ده چې هم امنيت وساتي او هم کشفي فعاليتونه ولري خو د دې تر څنګ موږ کشفي هوايې ځواک او چټک غبرګون قطعې ته اړتيا لرو البته ورته مشکل موږ په جنوب او جنوب ختيځ کې هم په خپلو سرحداتو کې لرواو هلته چيچن، ازبک، عرب او دنورو هېوادونو ډلې فعاليت کوي چې د روسيې او سيمي په امنيت تاثېر لري نو ښه به دا وي چې روسيه هم دسيمو په هېوادونو فشار راوړي چې د افغانستان په ثبات کې مرسته وکړي څرنګه چې تاسې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سره يو څه کومک کړی نو د کورنيو چارو وزارت سره هم مرستې ته اړتیا شته دی.
د روسيې د ملي امنيت وزېر وويل: د سرحدي همکاريو لپاره به هم يو مشترک کميسيون جوړ کړو او په هرحالت کې به موږ له تاسې سره مرسته کوو.
که څه هم په دې او نورو ورته سفرونو کې به روسيه د افغانستان د کورنيو چارو وزارت سره دمرستې وعدې کولې خو تر هغې چې جلالي صيب په کورنيو چارو وزارت کې و، روسيې هيڅ راز مرسته ونه کړه.
په همدې ورځ مو د روسيې د مخدره موادو دقاچاق پر ضد د کميټې له رئيسAlexander Fedorov سره وکتل او نوموړي وويل : دغه رياست په ۲۰۰۳ م کال دمارچ په مياشت کې جوړ او دجون په لومړۍ نيټه يې خپل کار پيل کړی او دغه رياست رأساً د جمهور رئيس پوټين د قوماندې لاندې کار کوي چې دري څلويښت زره پر سونل لري او د روسیې د فدرأسیون په ۸۱ رياستونو کې په دندو بوخت دي. ډاکټر زلمي رسول موږ ته بلنه راکړې وه چې په افغانستان کې په هغه نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړو چې د مخدره موادو پر ضد مبارزې تر عنوان لاندې په کابل کې جوړيږي نوموړي وويل موږ غواړو تاسې سره همکاري وکړو، دملګروملتونو د ارقامو پر اساس په راتلونکي کال کې به په افغانستان کې د مخدره موادو د توليد اندازه شايد ۳۶۰۰ ټنو ته لوړه شي نو په لومړي قدم کې بايد د مخدره موادو دقاچاق مخه ونيسو او په دوی م قدم کې د مخدره توکو کرکيله له منځه باید یوړل شي، ده زياته کړه چې د روسيې، ترکمنستان، قزاقستان او تاجکستان ترمنځ ګډه همکاري شته مګر سره له دې د افغانستان مخدره مواد دروسيې له لارې اروپا ته انتقاليږي خو د دې تر څنګ موږ د روسيې د يورال په ايالت کې په مخدره توکو د روږدو کسانو لوړه شمېره لرو او په ټوله روسيه کې نږدې درې ميلونه وګړې په مخدره توکو روږدي دي چې نيمايې په هېروينو اخته دي.
جلالي صيب وويل: متاسفانه چې په افغانستان کې د مخدره موادو توليد زيات شوی چې دا اندازه ۳۴۰۰ ټنو ته رسيږي، هغه کسان چې کمې ځمکې لري ګمان کوي چې له دې لارې به ډېرې پيسې ترلاسه کړي خو ګټه په اصل کې قاچاقبران کوي نه کروندګر، ډله يېزو او تنظيمي جګړو دمخدره موادو د توليد په زياتوالي کې مرسته کړې ده او ترورئيستان هم ورڅخه ګټه اخلي نو دمخدره موادو پر ضد مبارزه يو پيچلي او اوږد مهالې مبارزې ته اړتيا لري، په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پاليسي د ملي امنيت د شورا له خوا جوړيږي خو د تنفيذ برخه يې په کورنيو چارو وزارت پورې اړه لري، د مخدره موادو له منځه وړلو لپاره د افغان پوليسو او امنيتي ادارو تقويه او اقتصادي پرمختګ ته اړتيا ده، د دې برسېره دوه اړخيزو منطقوي او نړيوالې همکارۍ ته هم ضرورت دی، د ۳۵۰۰ ټنو اپينو څخه ۳۵۰ ټنه هېروين جوړيږي او ديو کيلو ګرام اپين قيمت درې سوه ډالره دی خو دسل ګرامو هېروينو قيمت لس زره ډالرو ته رسيږي.
د روسيې دمخدره موادو رئيس وويل: موږ غواړو د مخدره توکو دقاچاق پر ضد څو کمربندونه جوړ کړو، ځکه څومره چې د مخدره موادو دقاچاق مخنيوی کيږي په همغه اندازه يې په کرکيلې کې هم کمښت رامنځ ته کيږي خو د دې لپاره د کدرونو تربيې او دوه اړخيزه همکارۍ ته ضرورت دی نو په دې هکله بايد د همکارۍ يو سند هم امضاء کړو.
د نومبر دمياشتې په څوارلسمه نيټه موږ په مسکو کې د پوليسو د تجهيزاتو نندارتون ته لاړواو دوی غوښتل چې پر موږ خپلې وسلې او تجهيزات خرڅ کړي خو جلالي صيب ورته وويل چې ښه به دا وي چې خپل مشخصات او قيمتونه راوليږئ چې زموږ د مالي وزارت او تخنيکي هيئت سره په دې هکله خبرې وکړي موږ د چنې وهلو يا بارګين لپاره دلته نه يو راغلي.
د نندارتو ن له ليدنې وروسته مو د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د لومړي مرستيالVyacheslav Trubnikov سره په داسې حال کې وليدل چې په افغانستان کې دروسيې پخوانی سفېر ښاغلي کابلوف چې تازه د افغانستان لپاره بيا ټاکل شوی و هم حاضر و.
د روسيې د بهرنيو چارو دوزارت لومړي مرستيال له هرکلي وروسته وويل: روسيه دافغانستان دحکومت او د اساسي قانون له مسودې نه حمايت کوي موږ په افغانستان کې ډېر ژر سوله او ثبات غواړو او موږ د افغانستان تحولات د نږدې نه تعقيبوو چې څرنګه پر مخ ځي او په افغانستان کې امنيت راوستل ضروري خبره ده،روسيه دې ته حاضره ده چې په دې هکله مرستې وکړي، موږ حاضر يو چې د ملي اردو په جوړولو کې مرسته وکړو، موږ د افغانستان سره د همکارۍ ښې تجربې لرو، موږ د اساسي قانون د لوی جرګې پايلو ته منتظر يو او غواړو چې د بن پروسه په سمه توګه عملي شي.
جلالي صيب وويل : له تاسې نه مننه چې په دې لنډ وخت کې مو له ماسره وکتل، دافغانستان وضعيت ساده نه دی افغانان له څو لسيزو جګړو وروسته غواړي اساسي قانون ولري او خپل راوبط د راتلونکي په بنياد ټينګ کړي نه دسابقه پيښوپه بنياد، موږ غواړو چې ټولو هېوادونو سره ګډې اړيکي ولرو او د نړيوالې ټولنې پرته موږ خپل هدف ته نه شو رسيدلی او د روسيې رول هم په دې اړيکو کې ډېر مهم دی، دوه اړخيزه او څو اړخيزه همکاريو ته ضروت دی او د دې لپاره يو روډمپ Road Map یعنې تګلارې ته ضرورت دی، زموږ مسائل په درې اړخونو کې روان دي اول سياسي ثبات، دویم امنيت او دريم د بيا رغونې پروګرام ، روسيه په شپږ جمع دوه (۶+۲) هيوادونو، د بن په پروسه کې او هم په نورو مسائلوکې دخيله وه، زموږ روسي دوستان په دې پوهيږي چې زموږ مسائل ډېر مغلق دي، اميد لرم چې راتلونکې اساسي قانون سياسي فعاليتونو ته شرايط برابر کړي، د ټاکنو لپاره دنوم ليکنې پروسه په راتلونکې مياشت (ډيسمبر) کې پيل کيږي څومره چې خلک په سياسي فعاليتونو کې برخه اخلي په همغه اندازه ثبات راتلای شي اما د سياسي پروسې مؤفقيت په امنيت پورې تړلی دی او دواړه مستقيما پر بيا رغونه تاثېر لري زموږ ټولې ادارې بيا رغونې ته ضرورت لري نو ددې لپاره دا يو مغلقه پروسه ده او حل يې هم مغلقې ستراتيژۍ ته ضرورت لري، روسيه د يو عنعنوي دوست هېواد په توګه بايد په دې ټولو ساحو کې له موږ سره مرستې وکړي، په تېرو درې ورځو کې موږ ستاسې د کورنيو چارو وزارت ، دولتي ملي امنيت(FSB) او د مخدره موادو ضد ادارې مسؤلينو سره ګټورې ليدنې درلودې، په دې ليدنو کې مو په دې بحث وکړ چې څرنګه سره ګډ کار وکړو هغه څوک چې دامنيت دنده پر غاړه لري، هغه خوب نه لري ځکه دوی د تنظيمي او ګروهي جنګونو، مخدره موادو قاچاق او سازمان يافته جناياتو دخطر سره هره لحظه مخامخ وي، افغانستان کافي ظرفيت نه لري چې د دې ټولو چلنجونو سره مبارزه وکړي، موږ نړېوالو مرستو ته تر هغې ضرورت لرو ترڅو خپل ظرفيتونه لوړ کړو، موُثره امنيتي قواؤې يوازې کولای شي چې امنيت تامين کړي نه دکميت لوړ والی، جلالي صيب زياته کړه : دخپلې موجوده وظيفې (د کورنيو چارو وزېر) نه برسېره زه مسؤليت لرم چې د PRT او ISAF پراختيا او تقويې لپاره هڅه وکړم، تاسې کولای شئ هغه پروژو سره مرسته وکړئ چې تاسې دمخه په افغانستان کې عملي کړي دي، دافغانستان ثبات په سيمه او نړۍ کې له ثبات سره مرسته کولای شي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د جلالي صيب نه وغوښتل که دروسيې آژانسونو سره مرکې وکړي ډېر به ښه وي او زما هيله د تاسې نه دا ده چې دا کار وکړئ، روسيه په افغانستان کې ثبات غواړي، مخدره مواد زموږ لپاره مشکل دی او زه چې په تېره اونۍ کې په اېران کې وم، دهغوی سره مې هم په دې هکله خبرې کړي او موږ غواړو چې دملګرو ملتونو اداره بايد فعاله نقش ولوبوي.
جلالي صيب وويل: د مخدره موادو زياتوالي موږ ټول نګرانه کړي يو، دروسيې د کورنيو چارو وزارت او مخدره موادو پر ضد ادارې مسؤلينو سره مو په همدې خبرې وکړې، همدا رانګه دروسيې دمخدره موادو پر ضد ادارې مسؤل ومنله چې په نږدې راتلونکې کې به په کابل کې د مخدره موادو په اړه په جوړيدونکي کنفرانس کې برخه واخلي.
دنومبر په پنځلسمه نيټه دروسيې د کورنيو چارو وزارت له مسکو نه بهر د پوليسو د وسلو دښودلو او تطبيقاتو يو پرګرام جوړ کړی و چې د سختې يخنۍ سره بيا هم دلچسپه و، د پروګرام وروسته جلالي صيب هلته په يوه خبري ناسته کې خبرې وکړې او دخپل سفر پر موخو او اهدافو يې ژورنالستانو ته معلومات ورکړل. ماسپښين مهال مو د روسيې څخه بېرته افغانستان ته رأستانه شوو، ديادلو وړه ده چې د دغه سفر په جريان کې جلالي صيب په مسکو کې له ځينو افغانانو سره هم وکتل.