 
        	    
                    
                                    
                     د تره زوى او د کوچينوالي ملګري مې هميشه په خپل سپي پشيانې زغلولې او له همدې يې خوند اخيست .
يوه ورځ زه هم ورسره وم ، سپي پيشو په مخه کړه ، هغه زموږ واړه باغ کې د بکيانډې ونې ته وښته او سپي د ونې له بېخه ورته غپل . 
د تره زوى مې په پېشو د غولکې ګزارونه وکړل ، هغه ناچاره شوه . لاندې سپي ورته تور او بريښ کو او په ونه کې له کاڼو په امن نه وه . 
يو ناڅاپه يې را ټوپ کړ ، د سپي پر مخ ونښته ، د هغه مخ يې په وينو سور کړ او بيا سپې د سترګو په رپ کې باغ پرېښود . 
پېشو په دې ښه پوهېده چې دغه بريد يې قاتل سپى نه کسات نه شي اخستلى ، خو نور يې د هغه ظلم نه شو زغملى او له همدې کاره يې د وروستۍ حربې په توګه کار واخيست . 
رښتيا هم ، هر سکوت يو غوغا راپورته کوي او هيڅ عمل پرته له عکس العمله نه شي پاتې کېداى . 
تېره يکشنبه په بغداد کې يوه عکس العمل سر راپورته کړ او چوپتيا يې ماته کړه . 
دغه ورځ د عراق په پلازمينه بغداد کې ددغه تاريخي ښار په اصلي ورانونکي ( بوش ) د عراقي خبريال منتظرالذيدي له خوا په يوه خبري ناسته کې د بوټونو ګوزارونه وشول .
ددغې صحنې ليدو ماته هماغه د ماشومتوب دوره را ياده کړه . 
د مدنيت د زانګو ، لرغوني بين النهرين او اوسني عراق خلک نور د امريکا او بوش له پاليسيو تر پوزې راغلي دي ، نور يې زغم له لاسه ورکړى او په هره طريقه چې وي خپله کرکه ښيي . 
د امريکا پاليسيو د علم له مرکز ( بغداد ) څخه ګورستان جوړ کړى ، له ښايسته فلوجې د مرګ کنده جوړه شوې ، د خرما دنګى ونې لکه د سکرو څلي ولاړې دي ، تاريخي اثار لوټ شوي او ښکلي واټونه په وينو سره دي . 
د ابو غريب په زندان کې د کربلا ياد تازه شوى ، په مظلومو عراقيانو يزيدي ظلمونه روان دي . 
د امريکايانو سپيان د عراقيانو په هډونو سړي خوړونکي اموخته شول ، هر خوا لوګي دي ، مرګونه دي او شيبه په شيبه د چاودنو ويرونکي غږونه اورېدل کېږي . 
د امريکا او د هغوى د ايتلافيانو د غلطو کړنلارو له امله نږدې يو ميليون عراقيانو خپل سرونه له لاسه ورکړل او ښکلى عراق په کنډواله بدل شو . 
منتظرالذيدی ، په دې ښه پوهېده چې بوټان يې دومره زور نه لري چې د خپلو بې ګناه هېوادوالو کسات پرې واخلي خو هغه ځان کابو نه شو کړى . 
ځکه الذيدى چې کله د بوش سور مخ ته کتلې ، په هغه کې يې د لکونو عراقيانو وينې ليدې ، د خپلو نفتو لمبې يې په کې ليدې ، هغه ته شيبه په شيبه د ابو غريب هغه بنديان يادېدل چې امريکايي سپيان يې پر هډونو چکونه لګوي ، ناوړه او بې شرمه چلند ورسره کېږي او ... 
دا ټول ظلمونه او نا کردې يوځاى شوې د الزيدى غوصه يې راو پاروله ، مټو ته يې ورته زور وبښه او پربوش يې بريد وکړ . 
د الزيدي ګوزار ، دغه قراني پرېکړه ( ومن يعمل مثقال ذرة شراً يره ) په ثبوت ورسوله .
بوش ، د واک په وروستي پړاو کې دى ، هغه نږدې يوه مياشت وروسته نوي ولسمشر ته واک سپاري . 
بوش که څه هم غوښتل چې د ظالمې واکمنۍ په وروستيو کې چې ټوله نړۍ يې په اور لړلې ، داسې څه وکړي چې خپلې ګناوې پرې پټي کړي ، خو الهي حکم عملي کېدونکى دى هغه يې په دې وروستيو شپو کې د الزيدي په لاس دومره بدرنګه ، سپک او ذليل کړ چې د ژوند تر پايه به ترې ددغه مغرور ذهن رنځ وړي . 
د خداى ج کلام او پرېکړه هميشه عملي کېدونکې ده ، نه به الزيدى وروستى ګوزار کونکي وي او نه به بوش وروستۍ نښه وي . 
د نړۍ ټول ظالم مشران که هغه مسلمانان وي او که کفار ، د زور او واک په هره کچه کې چې وي ددغه شان شرمونکي بريد انتظار دې باسي . 
لوى خداى ج له خپلو بندګانو سره مينه لري ، له همدې مينې يې اشرف المخلوقات پيداکړى . 
دغه لوى ذات په خپلو بندګانو ظلم نشي زغملى ، دغه ظلم که دهرچا له خوا او په هره طريقه کېږي يو ورځ به د همدغه ذات په قهر او غضب اخته شي . 
 
                  
 
             
            