غزل

څــــــو خـــــوږې خـــــــوږې خــــبرې مې راوړي
ســـــــندربول يمـــــه ســـــــــــــــــــندرې مې راوړي
اې د ښـــــــــار پېغـــــــــلې د غرونو هلك راغلــــــــم
پلـــــو ونيســــــه ګــــــــورګـــــــــورې مــــــې راوړي
دوې لېمې مــــــې ستړې شوي لاس را اوږد كړه
پــــــرې څــــو اوښــــــكې مرغلــــــرې مې راوړي
ســــــــتا څېره كــې به ځاى نيسي ته يې ګــــوره
چـې د بــرنـــد نظـر لـښــــــــكـــــرې مــــې راوړي
خوږ نظر او موسكې شــــونډې غېږ تــــــه راشه
دا يـــو څــــو هيلـې لـــــــــه لــــــــــرې مــې راوړي