د شمال پښتو مجلې (پرخه او پسرلى) بندې شوې

\"\"
\"\"
 نږدې يوه مياشت كېږي، چې له شماله خپرېدونكې پښتو مجلې (پرخه او پسرلى) د نامالوم علت له امله د كابل په ګمرك كې بندې دي
د تېرو پنځو كلونو را په دې خوا دغه مجلې له شماله په پښتو ژبه خپرېږي ، چې پرخه يې ټولنيزې او ادبي ليكنې خپروي او پسرلى بيا سياسي موضوعاتو ته ځانګړى وي، چې تل يې هڅه كړې د هېواد تودې سياسي مسلې د ملګرو ليكوالو له لارې وڅېړي او خپرې يې كړي.
كه څه هم بار بار له هراړخيزو ستونزو سره مخ شوي؛ خو بيا يې هم ځان تر لوستونكو رسولى دى. دا ځل مو هم په ډېرو ستونزو د پرخې ۲۵مه، او د پسرلي ۲۱مه، ګڼې چاپ كړې.
د شمال لومړۍ پښتو خپرونې د مالي ستونزو له امله د كم لګښت په موخه پېښور ته د چاپ لپاره وړل كېږي، چې بيا د باربري له لارې له كرښې دېخوا اوړي.
دا ځل دغه دواړه مجلې ( پرخه او پسرلى) نږدې يوه مياشت كېږي، چې د نامالوم علت له امله په كمرګ كې بندې پاتې دي.
زموږ د لومړنيو هڅو څخه وروسته پته ولګېده، چې لا به هم د باربرۍ هغه موټر چې زموږ مجلې پكې دي، يو ځل په ګمرك كې كتل كېږي او بيا به د پوهنې وزارت ته د كتو لپاره استول كېږي، چې لږ تر لږه يوه مياشت به لا پسې وځنډول شي.
پوښتنه دلته پيدا كېږي، چې كه چېرې په درول شوي موټر كې بار كتابونه او يا مجلې په دې موخه درول شوي وي، چې دولت يې وګوري، چې د هېواد ضد څه پكې خپاره شوي نه وي؛ نو په دې څه باندې شل ورځو كې چې دا موټر په ګمرك كې ولاړ دى، ولې نه دي كتل شوي.
درنو ملګرو فرهنګيانو! پوهېږئ چې يو هغه هسې هم د پښتو مجلو خپرول قيامت دي او په خپرېدا كې له هراړخيزو ستونزو سره مخ وي. نو دا چې داسې پسې وځنډېږي نو كسيه سمه خرابوي
له ګردو فرهنګيانو او د پښتو ادب له مينه والو څخه هيله كوو، چې د يادې ستونزې په حل كې له موږ سره مرسته وكړئ
موږ له دغې ستونزې سره په داسې حال كې مخ يوو، چې دواړه مجلې مو له اطلاعات او فرهنګ وزارت څخه د خپرېدا جواز هم لري
نو كه څه لاس نيوى مو كولى شئ په لاندې پتو له موږ سره اړيكې ونيسئ
0799833338
zahsass.2@gmail.com
درنښت
د پرخې او پسرلى خپرونو ادارې
بلخ