تا دې دبڼو، غيشو کمان ته ګوته ونيوه
ما دزړه زخمو ، څيرې ګرېوان ته ګوته ونيوه
ما ويل وايه نور څومره داغونه راکوې راته؟
يار په غرور څاڅکو دباران ته ګوته ونيوه
ومې پوښت رويبار ديار له کبره چې به څومره وي ؟
وې خوځاوه سر بيا يې اسمان ته ګوته ونيوه
ما ويل دګلاب ،نرګس،رامبېل چامبېل ګېډۍ غواړم
شنه شوه له خندا، يار مې خپل ځان ته ګوته ونيوه
ما ويل انتظار حورو ته سخت دى زه يې ژرغواړم
يو دار وو تر مينځ نور يې جانان ته ګوته ونيوه
ما ويل اوږد ژوند نه توبه لنډ دې وي رنګين دې وي
دې دبوډۍ ټال ،خيال او رومان ته ګوته ونيوه
چاويل حقيار تړو خو دى هر ډول ځنځير شکوي
ما ديار دزلفو تور رېسمان ته ګوته ونيوه
وروستي