 
        	    
                    
                                    
                    ګوره  له مانه مه  اخله امتحان  د صبر
ياره  زما هم  و پخپله   ارمان   د صبر
زمزمه  به  دی هر درد په زار کړمه ارشاد
بيا  به وايي  چی زه  يمه سلطان د صبر
په  خپله  جفا  به پيښمانه  بيا  به  ژاړی
الله  نه به يې  غواړی هغه  انسان د صبر
زړه،يارهرڅه می بايللی ستا  درته چی راغلم
غواړم  خپلې پښتو  سره  ايمان دصبر
له تا نه مدد  غواړې  ستا په در کې پروت  دی
رب د ورکړي  پرديس ته  يو  جانان  د صبر
هلمند پرديس
د اوکراين جمهوريت اديسه ښار
                  
 
             
            