
د شاتو مچۍ او نورې هغه حشرې چې د ونو، بوټو د ګلونو د منځ ګرده لېږدوي، نړۍ ته د كال دوه سووه شل ميليارد ډالره ګټه رسوي. د فرانس پرس اژانس له راپور سره سم، په فرانسه كې د يوې نوې څېړنې په اساس د شاتو مچۍ د ګلونو د منځ د زېړ بخونې مادې يا ګردې د لېږدولو په بركت د مېوو، سبزيجاتو، حبوباتو، كافي، ككاو او د مصاله جاتو د بوټو حاصلات زياتوي.
دغه څېړنه چې د فرانسې د زراعتي تحقيقاتو د ملي مركز لخوا شوې ده، وايي چې كه ګرده لېږدوونكي حشرات نۀ وي نو د نړۍ كرنيز پيداوار به كابو لس فيصده كم شي.
د دې نوې څېړنې نتيجې په داسې حال كې خپرېږي چې په فرانسه او امريكا كې د شاتو د مچيو د نسل د تباهي په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.
دا نوى تحقيق ښيي چې كه د شاتو مچۍ ختمې شي نو نړۍ ته به يې د دوه سووه درې اويا او څلور سووه شپږ څلوېښت ملياردو ډالرو تر منځ تاوان ورسي ځكه له يوې خوا به كابو لسمه برخه حاصلات كم شي او له ٰبلې خوا به د زراعتي پيداوارو بيې وخېژي.