غزل

چی بهار شي په چمن کٍې بلبلان خاندي
د تورو شپو ّپه محفلو کې عاشقان خاندي
 
پیغله چې ګودر ته هر سهار را وځی
توراوربل کې یې نتکۍ او سور پیزوان خاندي
 
چې د نجونو شروماشورشي د ګودر په غاړه
په چمن کې مات بڼګړي او سره مرجان خاندې
 
څوک مینه،څوک نڅا او څوک دعا کړي
د جامونو په محفل کې ساقي او زاهدان خاندي
 
مۍ راواخله چې پری هیر کړو د جانان غمونه
په پیاله کې د یار زلفې تار په تار خاندي
 
چیرته چې ځم غم راسره وي د یار
په رنځور زړه کې می د مینې سورانګار خاندي
 
امید لرم دیدن ته، نا امیده نه یم
د جانان کوڅه کې بیا بیلتون او حریفان خاندي
 
د جانان وصال ته همیشه سترګې په لاریمه
په مین زړه کې مې د یار د زڼې خال خاندي
 
د میني خوند مې د خپل یار ونه لید
زه حامد پوهیږم چې په حال مې ټول جهان خاندي
 
پوهيالی اسدالله حامد پياروخيل
 

 جاپان ۲۰۰۸، د لوې اختر ورځ