چې بيچاره ملت ته ګورمه ژړا راځي
زمامدارانو د غفلت ته ګورمه ژړاراځي
په هيڅ چاکی خواخوږي اوترحم نه وينم
وطن ويجاړ حالت ته ګورمه ژړا راځي
ټول افغانان يوو او بيرغ مو يو دی
بيا چې د ژبو تبعيضو ته ګورمه ژړا راځي
وطن زمونږ واک يې د پردو په لاس دی
د رحمن بابا شعرو ته ګورمه ژړا راځي
وطن مو ښکلي غرونه او باغونه لري
چې د شهيدانو هديروته ګورمه ژړا راځي
کور د ننګياليو ده، زمريان پکې دي
چې د ګيدړو نيرنګو ته ګورمه ژړا راځي
افغانان يوو، ښکلۍ تاريخ اوغيرت لرو مونږ
بيا د ګاونډيو دسيسو ته ګورمه ژړا راځي
راځی چې د اغزو په ځاې ګلان وکرو
بيا د غمازانو پلانو ته ګورمه ژړا راځي
سوله او نيکمرغي د وطن، شعار دی زمونږ
د حامد شړيدلي ګريوان ته ګورمه ژړا راځي
وروستي