غزل

 چاته به وایم چې له ژوند څخه مې ستړې یمه
لوڅې پښې د سیل راغلو اوبو وړې یمه

نه مې د پلونو چاپې پاته د ژوندون په لاره
نه مخامخ په تورو سترګو چا کتلې یمه

هر څوک به هرڅه هرڅه فکر کوي زما په اړه
خو زه هماغه خندنۍ هماغه غلې یمه

له ډیرې ډیرې تنهایۍ ، د بې وسۍ له درده
ورو دروازه راته راخلاصه کړه راغلې یمه

نن شپه څو چې سپوږمۍ مري ورته په ځیر وګوره
له مازدیګره د سپوږمۍ سر ته ختلې یمه

بهار! په ژوند کې مې لا خوند د یوه فصل نشته
لکه وچ بوټی له خپل ځایه خوځیدلې یمه

سمیرا بهار
\"\"