غزل


په سمه لاره ټالۍ خورم لیونۍ شوې یمه
ګوتي شمیرم تا یادوم لیونۍ شوې یمه

عشق بې سواده د پښتو په مانا نه پوهیږي
یار سره کور کلی پریږدم لیونۍ شوې یمه

ستا په ګونګي تصویر آشنا د خپل زړه درد کموم
یو جوړوم بل ورانوم لیونۍ شوې یمه

هغه بې لوزه بې وفا دې وفا نه پیژني
د بې وفا په مینه مرم لیونۍ شوې یمه

یو ورځ به راشي ته به هم ګریوان شلیدلی ګرځې
هله به وایې بهار زم لیونی شوی یمه


سمیرا بهار
 
\"\"
Начало формы