داخترپه مناسبت دتورې بوړې جهادي محاذ مشرپيغام

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله ، والصلاة والسلام علي رسول الله  .
وبعد !
قدکانت لکم اسوة حسنة في ابراهيم والذين معه اذقالوا لقومهم انابرءؤامنکم ومماتعبدون من دون الله کفرنابکم وبدابيننا وبينکم العداوة والبغضاء ابدًا حتي تؤمنوا بالله وحده  .
دې کې شک نشته چې دلوی اختر لمانځل په حقيقت کې دحضرت سيدنا ابراهيم عليه السلام په هغه قربانيووياړ او فخر دی چې دالله تبارک وتعالي جل جلاله په حکم يې بې له ځنډه او ترددڅخه ورته ملا وتړله چې هغه دظالم ديکتاتورپه مقابل کي دحق چيغه په يوه سر له کوره هجرت او په خپل لاس دقربانۍ ډګر ته دخپل ځوي حاضرول دي  .
ترپايه دابراهيم عليه السلام ثبات اواستقامت هغه څه دي چې نوموړي يې داولوالعزم په قطار کې درولی اوپه يواځې ځان يې دامت لقب گټلي  .
که نن هم دحضرت ابراهيم عليه السلام په اقتداء کې دقربانۍ اوسرښندنې ډگر ته راوتلي ځوانان دولاء او براء ابراهيمي پاليسي خپله کړې اوپل پر پل دابراهيم عليه السلام مواقف په غور تر مطالعې اوعمل لاندې ونيسي يقيناً چه دبرياليتوب پايلې به ترلاسه کړي  .
نن سباپه اسلامي امت کي ابراهيمي احساس ، جرئت او ويښتياراټوکيدلې اونږدي ده چې نمرودصفته يرغلګروته دسرښندنې اوقربانيوله برکته دالله تبارک وتعالي جل جلا له په مدد او نصرت ماتې ورکړي ، خو ددښمن په بشپړه ماتې ابراهيمي عزم ، متانت او استقامت غواړي  .
په داسي حساسوشيبوکې چې دهربااحساسه مسلمان وينې په جوش راغلي اودورخطاء دښمن پښې په لړزان دي ديرغلګر دښمن دوتلولپاره دباعزته وتلو اومعقولوطرحوپه نامه پشنهادونه هغه څه دي چې دمجاهدينوعزم کمزوری او ژوندي احساسات وژني اوپر روان جهادي بهير منفي اغيزې شيندي اودښمن ورڅخه مورال اخلي .
وقاتلوهم حتي لاتکون فتنة ويکون الدين کله لله
والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دتوره بوړه جهادي محاذمشر او دننګرهار ولايت مسئول
الحاج مولوي انوارالحق (مجاهد) نبي خيل