
له جرمني څخه دازبكستان په لور
۲۰۰۱ دسپټمب۲۵ -۱۹
لسم څپرکی
زموږدګروپ برخه رمسټېن ته دقيقاٌ پخپل وخت راورسيده،او د رامسټېن د ننوتلو مرحله مو په اسانۍ سره تېره کړله.
دهوايي خدمتګارانولخواپه الوتکه کې د ډالرو درې بكسونو اجازه ليږد راكړل شوی ؤ، او زماله اوږو ېې هغه اندېښنه چې بکسونه ؛ د ترانزیټ په مهال لادرکه شول؛ له اوږو ليري کړله..
فرانکفورټ ته زموږ د انتقال د بس د پيداکولو له امله يو څه حيرانيتا وه، ساړه وؤ او ورو ورو باران وريده، موږ بايد خپل بکسونه د امنيت له نويو امنيتي موقتي خونو چې د پتمبر د یوولسمې څخه سمدستي وروسته جوړې شوې وې، څخه تير کړي وای.
بس مو پيدا کړ او زه له دې امله چې د بس کرایه بايد په خپله ورکړو، هک پک شوم ،دبس له چلوونکي ټينګار وکړ چې که چېرې غواړو چې نقدې پيسې ورکړو، بايد مارک وي او که غواړو چې چېک ورکړو بايد هغه د پيسو د شتون د تصدیق کولو لپاره کريډيټ کارټونه معاینه کړي. زما خوښه وه چې د بس ټوله کرایه پر دولتي راکړل شوي کارټونو باندې واچوم خو بیا هم باید موږ موټروان ته پداسې حال کې چې هغه د خپل ګرځنده ټليفون له لارې د خپل دفتر سره د ۲۳۵ ډالرو د اخستلو تصدیق وکړي، دیرش دقیقي انتطار وباسو.
زه په هغوبكسونوباندې ناست وم چې درې مليونه ډالر پكې ؤ،اود۲۳۵ ډالرودوركړې لپاره اړ وؤ چې ترډېره وخته انتظاروباسو. په پای کې پداسې حال کې چې باران وریده، فرانکفورټ ته روان شوؤ.
په هغه ځای کې چې د سي، ای،اې لنډ مهال دفتر جوړ ؤ، زموږ پذیرايي هغومره چې هیله مو درلوده، نه ؤه. موږ د سرې قالینې غوښتونکې هم نه ؤ خو موږ فکر کاوه چې د مامورينو لخوا به زموږ په راتلو هیله او خوښي وي.اوس دا دی موږ دلته ؤ، لومړني سي،ای،اې افسران د القاعده په ځپلو پسې د سپټمبر د یوولسمې وروسته راوتلي ول، او په دغه دفتر کې کارمندان هم د همدغه هڅه یوه برخه وه،برسیره پردې دفتر ته زموږ راتګ دوی ته د سر درد جوړ شوی ؤ. کارمندانو فکرکاوه چې دغه ګروپ وظیفې ته د پرسونل د اعزام کولو لپاره چې ښايي په نږدې راتلونکې کې ترسره نه شي، راغلي ول ،په دفتركې يوازې يو يادوه كسان پدېپوهېدل چې زمزږكوچنى ګروپ دالقاعده دځپلوپه خاطرراوتلي دي ، او هغوی هم د ماسپيښين زموږ د توکیو د راتګ په څرنګوالي ډیر وروسته پوه شول،یو څوک پدې هېدۀ چې کرېس نومى امريكايئ ښار ته راغلى ،خوپدې نه پوهېدۀ چې هغه کله او چیرته به شپه تيروي.،په پاى كې موږدالوتكې دپروازمسؤل ته ور ورپېژندل شوواوهغه وویل چې راتلونکی سهار وختي به تاشکند ته په چارتر ۱۰۰ ډوله الوتکه کې الوتنه کوؤ. ښه خبر و خو زموږدګروپ اودسامان ټول وزن ډېرؤاوموږاړ ووچې يوڅه سامان كم كړو،ځكه هغې چوركې چې له ازبكستان څخه دهندوكش له غرونوتېرېده بايدمعياري وزن درلودلاى واى .
کريس په همغه ماسپيین د دوه نیمو بجو په خواوشا کې راغی، یو څه ناوخت راورسيد، هغه اسانتیا د رارسيدلو په مهال د سپتمبر د یوولسمې پیښې وروسته د امنيتي تدابيرو د سختوالي له امله له مشکلاتو سره مخ شوی ؤ، د استانبول څخه د راوتلو پرمهال له واورې سره هم مخ شوی ؤ او له دې امله الوتکه فرانکفورټ ته ناوخته خوځیدلې وه.
کريس د ژمي لپاره لا له وړاندې توکي رانيولي ول او د هغه سره د لنډې لیدنې وروسته مو د متحده ایلاتو نږدې پوځي پوسټ مرکز ته افغانستان ته د ځان د مجهز کولو لپاره وليږه.
موږدراتلونكي سهارپه پاؤباندې پنځه بجې له خوبه بيدارشوؤ، که څه هم چې زمونږ مرستیاله ملګري زموو د راتګ څخه خوښ نه ول خو هغوی موږ او زموږ توکي د الوتکې ساحې ته په لېږلو کې ښه دنده ترسره کړله،L-100 الوتکه زموږ په انتظار ولاړه او زېنه ترې راښکته وه. د کارګو په مخکنۍ برخه کې د ترپال څخه جوړې سره ميزونه د الوتکې د دواړو خواوؤ څخه راځوړند ول او زموږ د شخصي توکيو، د اوبو، د اود خوړو بکسونو د خلیګاوؤ په منځ کې دلۍ ول.د مخکنۍ بیلوونکي دیوال ترشا د رڼو متيازو لپاره يو پایپ( هغه پايپ چې لويديځوال پکې په ولاړې تشې متيازې کوي.ژ) او يو کيمياوي چړچوبۍ هم موجود ؤ. چوکۍ مو خوښې کړلې، کله چې ترپال د اوسپنيز فريم ته راکوږ او ځوړند شو، ما يوازې د الوتنې د سختوالي او ناارامۍ په اړه فکر کاوه.
کله چې د فني ډلې مشر موږ ته د غوږونو خولپوټي( هغه پلاستيکي اله چۍ په غوږ په کېښودلو سره بيدیاني غږ او شور بندوي.ژ) راکړل، د الوتنې پرسختوالي يې زما شک نور هم زيات کړ.
د اوسيدلو ځاي په نسبت الوتنه د حیرانتیا سره، ډیره ارامه وه. د ترپال په سیټونو خوا ته مو پښې غزولی او حتې کولای مو شول چې کارګو یا توکیو سر ویده شو. د ډیر شور له امله مو ډیرې خبرې نشوې کولای،کوچنۍ برقي تنور هم ؤ او فني ډلې الوتکه د ډیرو ژر ګرمیدونکو خواړه او مشروبات درلودل، وخت مو پر لوستلو او ویده کیدلو تیر کړ او په تاشکند کې د ماسخوتن په۰۸:۳۰بجې ښکته شوؤ.
په هوايي ډګر كې دسي،ای،اې افسرانواو ورسره محلي ازبك مامورينوله موږسره وليدل ،دازبكستان د وېزو په نه لرلوسره هغومامورينواندېښنه لرله ، هغوی په هوايي ډګر کې د ګمرګ او د مهاجبرينو اړوند مامورينو په منځ کې اړیکې او په پاى كې يې هيواد ته د ننوتلو اجازه راکړله .
الوتكه په بيړه سره خالي شوه اوديوۀ لوى روسي موترپه تعقيب چې زموږ توکي هم پکې بار ول،د متحده ایلاتو سفارت ته لاړو. کله چې توکي په سفارت کې نوې جوې شوې لوجستيکي ودانۍ ته ښکته کیده،زه د سفارت ودانۍ ته د سي،ای، اې د مسول افسر سره د سفر په اړه د پلان پر څرنګوالي د ځان پوهولو لپاره ورغلم. حتۍ د شپې د ۱۱:۰۰ بجو په مهال هم هر څه بوخت ول، او مشر، يو ځوان افسر چې ما د څو کلونو په رهیسې پیژانده، دنده ښه ترسره کړله. هغه تاشکند ته په رسيدلو سره، په مرکزي اسیا کې دغه هیواد ارام پيدا کړ خو ناڅاپه دغه ځای ډير بوخت او د قرارګاه څخه پکې زیاته دلچسپي پیدا شوله.
په رسيدومې ټولو قرارګاه او اړوندرياستونو لکه د تروريزم په وړاندې مرکز، شمال ختيځه فرقه او د ځانګړو فعالیتونو فرقې ته دخوندي رسيدوډاډوركړ، شريټن هوټل ته نيمه شپه راورسیدلو،ستړي خو خوښ وؤ. موږ په خوښۍ سره د پذیرايي ميز سره د ځوانو او جذابه جناکيانو په ليدلو سره چې ټولو يې بيخي لنډۍ لمنې لرونکې جامې اغوستې وې، حیران شوؤ،ریک وویل چې د هغه په باور دغه جناکیانو ته هوټل د بې وزلۍ له امله پوره جامې نه شي اخېستلای، خو د ګروپ هیڅ یوه هم تر شکایت نه درلود! ډاکټر هم هوټل ته ننوتلی و او ميوري ورسره سمدستي اړیکه ونیوله او هغه ته یې وویل چې د سهار د چاي پر مهال په ۰۸:۰۰ سره وینو. په خپل منځکې یې سره ټوکې ټکالې وکړلې،دوی دواړه نږدې ملګري ول او د ټول سفر په بهیر کې همدا ډول ټوکې ټکالې کولې.زموږچورلكه هم تر معاينې اوترميم لاندوه اوپه يوه ورځ كې تياريدله .
زموږګروپ دوه پيلوتان هم په دوه ورځوكې هلته رارسيدل، دازبك اوتاجك دولت لخوازموږلپاره دهغوى دهوايي ليكې دكارولواجازه هم پاتې وه ،دغه موضوع دلوړې ديپلوماسۍ موضوع وه اوبايد نېغ په نېغه دامرېكابهرنيو چارو وزارت بايد ورباندې غږېدلاى واى ،ددغه مذاکراتو د اغيزمن کولو لپاره زموږ له وسه څه نه ؤ پوره نو موږ یوازې اجازې ته په تمه وؤ.، راتلونکېې څلور ورځې مو د اجازې دراکړې لپاره په تمه تيرې کړلې. پاپي خپل بريقي سامان ،تليفونونه اونورتجهيزات معاينه اوچمتوكړل ، د ﺉټلایټ دوه ټليفونونه یې معاینه او اړوند بټری یې له چارجه ډکې کړلې. ګرځنده جنراتورونه مو معاینه او له تیلو مو ډک کړل.د هغې وروسته مو ټولې وسلې راواخستلې او هره یوه مو معاینه بیا مو د کلاسنکوفو دیرش ډزې شاجورې ډکې او په هغه بندونو کې چې په افغانستان کې مو کارول، واچولې. لاسي GSP مخابرې مو معاینه او سټان یې په کارولو پوه کړلو،بياپه بازاركې وګرځيدواويوڅودانې مو روسي دوربينونه چې ډېرارزان ول واخيستل ،يوه دانه مولويه اوقوي پلاستيكي بوجۍ واخيسته ترڅودګروپ پيسې پكې ځاى كړم .بوجې ایله بیله پرې ډکه شوله، د وړلو لپاره نسبتا ارامه وه او ددريو بکسونو پرځای د يوه بکس څارل راته اسان ؤ.
له ازبك حكومت سره دڅوورځولپاره دهوايي ليكې دكارونې بحث روان ؤ،هيله كېده چې ازبك حكومت به موافق شي ،خوتاجك دولت دزيات روسي نفوذله امله تراوسه بې جوابه ؤ، او واشڼټن پر روسانو فشار راوړ څو تاجک دولت د هوکړې لپاره وهڅوي،
كه چېرې تاجكستان دولت موږته ددوى دهوايي ليكې دكارونې اجازه راكړې نه واى ،موږاړ ووچې دازبك خاورې له سوېل څخه دافغانستان خاورې ته داخېل او د ختيح پو لوري دطالبانوترولكې لاندې الوتنه کوله، د شمالي ټلوالې سېمې ته تر رسيدلو وروسته به جنوب لوري ته د هندو کش غرونو په سر د پنج شېر درې ته ورګرځیدلو، د وروستي ذکر شوي پلان سره د واشنټتن او د ازبک حکومت له پلوه مقاموت موجود ؤ ځکه چۍ په دې ډول موږ په هواكې د طالبانو د والکې لاندې سېمه باندې څو سوه مايله الوتنې ته اړ کيدلو.په دې ډول موږ د دښمن د هوايي ضد حملاتو د شنډول لپاره هيڅ هوايي مرسته او د ژغورنې هيڅ مرسته نه درلودله . که چیرې د طالبانو د ولکې لاندې سيمه کې کيناستلو ته اړ شوي وای، موږ ټول به یې له مرستې او په خپلو مټو وای. څو ورځې خو داسې ښکاريدله چې د تاجک ددولت د اجازې پرته زموږ ماموريت په خطر کې پرېوتۍ ؤ.
کرېس دافغان مقاومت دډلې له قوماندانانوسره په تاشکند کې د هغوی له کوربه ګانو په واسطه په اړيكوټينګولولګياؤ،دغه قوماندانان دشمالي ټلوالې سره متحد ول او په راروانه جګړه کې په پنشېر کې د شمالي ټلوالې سره په يو همغږي ول ،موږ غوښتل مطمن کړو چې افغانستان ته د ژامې ماتوونکي ګروپ تر رسيدلو وروسته وتواونيږو چې نیغ په نيغه له نوموړو قومانداناو او يا د هغوی له نماینده ګانو سره اړيکه ونيسو. ما د پيسو بنډل د لومړي ځل لپاره خلاص کړ او هغه ته مې ۵۰۰۰۰ زره ډالر ورکړل څو د هذاره هغه لوړپوړي قوماندان ته تاشکند ته د سفر پر مهال ؤ، ورکړي. موږ له هغه سره د روسانو په وړاندې د جهاد په وختونو کې ډیرې معاملې کړې وې، دی او ځواکونه یې د کابل دننه او خواشا کې ډیر اغیز درلود. ايډ او ګریګ په ۲۳ سپتمبر راغلل اوسمدستي د فني ډلې له مشر میخانیک سره د چورلکې د وروستنیو لاس وهنو لپاره کیناستل. رتلونکې ماسپیين یې د چورلکې الوتلو ته د چمتو والي خبر راکړ، ايډ او ګریګ دواړه باتجربه پیلوټان ول او دواړه د متحده ایلاتو د پوځ د ځانګړو عملیاتو پخواني پیلوټان ول چې په زرګونه ساعته الوتنې یې په هر ډول چورلکو کې کړې وې. بک هم په مساوي ډول تجربه کار ؤ، هغه د امريکا په پوځ کې روزل شوی ؤ او هرډول میخانیکي ماشین له چورلکې ټربین انجن څخه رانیولې تر ګرځنده جنراتور او د روسي جیپ تر ماشین پورې یې جوړولی شول.
دسيپټمبرد ۲۵ مې نېټې په سهاريې رسمي راپوراكړچې د ازبك اوتاجك دواړوحكومتونولخواددوى دخاورې داكارونې اجازه راكړل شوه .
ترراتلونكي سهارپور ې موږخپل ګروپ ته دچمتووالي اجازه وركړه ، چورلکه مو باید د سهار په ۰۶:۰۰ بجو بار او دوشنبې ته مو الوتنه کړې وای، هلته مو بیا تیل اچولي وای اوله دوشنبې څخه مو دشمالي ټلوالې دوه كسان له ځان سره را خيستي واى ،چې يويې په دوشنبه كې دشمالي ټلوالې نماينده اوبل يې يوتجربه كارپيلوټ ؤچې زموږله پيلوټ سره يې دهوايي ليكې په لارښوونه كې دمرستې په راغلى ؤ.
موږبايدددغودووكسانوپه راخيستو انجمن له کنډو څخه تير او دهندوكش دغرونوپرسر چۍ د پيلوټانو په وينا ۱۴۵۰۰ فوټه لوړوالى درلود، سفر لپاره الوتلي وای.
يوولسمه ورځ موپه.
اړيکو سامان الات بايد بیرت په بکسونو کې بند، په صحیح ډول مهر لاک، او شمیرل شوي وای.جامې مو هم مینځلې وې، قراقګاه ته مو تلګرافونه ولیږل او په تاشکند کې د مرستې له دفتر سره مو راتلونکې سهار هوايي ډګر ته د سامان دلیږدولو لپاره اړیکې ونیولې.
له تاشکند څخه د تلګ پرمهال د ترتیباتو پر مهال د پلان د نورو برخو څخه تقریبا ډیر اندیښمن ؤ ځکه چې تاشکند ته نوی ګومارل شوی لوجسیتکي افسر سره معامله له خنډونو خالي نه وه، سفارت ته زموږ د راتګ او زموږ د ګروپ سره د معاملې کړلو هغه په غصه کړی ؤ، ما باید انديښنه نه وای کړې ځکه چې هوايي ډګر ته خوځښت ارام ترسره شو.
زما په ګمان نوموړی ځوان افسر له دې امله چې موږ ترې روان ؤ، خوښ ؤ.
موږ شریټن هوټل ته مازدیګر لاړو او راتلونکې سهار په ۰۳:۵۰ دقیقې مو د راویښیدلو پلان درلود. موږ ټول خوښ ؤ، تیرې یوولس ورځې په داسې حال کې دندې ته د تللو خبر راکړل شوی ؤ، له اندیښنو ډکې وې، داسې ورځې چې له سخت کار او اوږدو کاري ساعتونو ، د بیروکروتیک ځنډ له امله د سر دردی او زموږ معشوقو ته د احساساتي خدای په امانۍ څخه ډکې وې. اوس انتظار پای ته رسیدلی و، سبا سهار به له خطره ډکه او د يادولو وړ کیسۍ پيل کيږي