
نهم څپرکی
خليلي هم د نوموړي وړانديز له امله خوښ ؤاوله وړانديزرسيدو،وروسته يې يوازې ديوې ورځې په بهير كې له احمدشاه مسعود څخه دجلسې هوکړه راواخېستله او په دومره بيړه ددغه کار له ترسره کولو سره يې زه هم حيران کړم .
ما فکر کاوه چې دسي، آی، اې سره به ددۀ دويم ځل اړيكې ،ددۀ دټلوالې لخوادومره په بيړه تصديق نه شي ،ځكه چې امرېكا په ۱۹۹۲ کال د مجاهدينو سره اوږدمهاله مرسته ودروله،خوخليلي په دې نظرؤ، چې دافغانستان په چاروكې دامريكادحكومت لاس لرل ګټوردي ، د کلونو په تيريدو سره هغه ما ته تکرارً ويل چې دامرېكاحكومت به په افغانستان كې د پيښيدونکو پيښو له امله خپل رول بيا تازه کړي.
په ۱۹۹۶ كې مااوخليلي په هندوستان كې زموږ د ليدنې اوکابل ته د سفر لپاره نيټه وټاکله ، ما د دغه ترتيباتو د نيولو لپاره له قرارګاه او د نوي ډهلي سره اړيکه ونيوه، او ما او خليلي هلته د سپتمبر په کال ۱۹۹۶ د سپتمبر په وروستيو کې سره يو ځای شوؤ، زه پدې پوهېدم چې مسعودبه دامريكا له دولت څخه د طالبانو په وړاندې دسياسي اومالي مرستې هيله وكړي ،خوماخليلي ته وويل چې په امرېكاكې په دغه موضوع څوك اوس مهال نه غواړي چې نوموړي موضوع مطرح کړي ،خوداسامه اودهغه دملګروپه نيولو باندې دامريكاحكومت د بهرنيو چارو وزارت د څار لاندې انعامونه ايښي ،كه دغه كاروشي دمسعودپه ګټه بۀ وي ،كابل ته زه اوخليلي له هندوستان څخه يوځاى په يوازينۍ الوتکه اريانا يوينګ-۷۲۷ ا لوتكه كې راغلو، دغه يوازينۍ وسېله وه.الوتكه زړه وه او ښه ساتنه يې نه کيدله، او په مينځنۍ خانه کې يې يوازې ديرش چوکۍ درلودلې، د الوتکې وړاندېنۍ برخې په لوري ټولې سره غونډې شوې وې،د اصلي دهليز باقي برخه د کارګو لپاره لکه لوی او واړه صندوقونه، لرګين کریټونه، او په نازکه بوجيو کې تړل شوي بکسونه ټول په منځنۍ برخه کې په غير منظم ډول دلۍاو په يوه زاړه ترپال پټۍ باندې خوندي شوي ول، كله چې ماخليلي ته په دغه الوتكه كې دسفركولو د خطرپه اړه خبرې كولې ،دهغه يوازېنۍ ځواب داؤچې ګيري دومره اندېښنه مه كوه ،دغه الوتكه تراوسه هرځاى ته خوندي سفر ترسره کوي او ځان يې په سیټ کې ارام کړ. زه هم چوپ شوم او قمربند مې وتړه.
پرته له ځينې عجيبه اوازونو او د اوسپنې د زګيرويو، تربګرامه مو سفر بې له کومې پیښې پای ته ورسوه.
بګرام هغه نظامي هوايي ډګردى چې له كابل څخه دېرش مايله واټن لري ،دروسانواوله هغه څخه وروسته دنجيب دحكومت يومهم پوځي ډګرؤ.
په دغه ډګر باندې په تکرار ډول ډيرې جګړې شوي دي، په راکټونو، بمونو او په توپونو باندې لګيدلی، او اوار شوی دي، هوايې ليکه يې پداسې حال کې چې موږ د موټروان رارسيدلو ته انتظار ؤ، ګونځې ګونځې شوې وه. او په تيرو بهترو کلونو کې دغه ډکر باندې د بيا جوړونې هيڅ کار نه ؤ شوای.
مادارياناالوتكې مامورين ليدل چې په بې مهارته توګه يې بكسونه دمځكې پرمخ ښويول او ډګر ته يې د اوږدې شيبې لپاره کتل ، په هغه ليکه چې موږ پرې ولاړ و، ژور غارونه شوي ول، او د الوتکو څو ګراجونه وران او ديوالونه يې را لويدلي ول،دميدان په څنډوكې پوځي الوتکې ګډوډې په داسې حال کې چې ویجاړې، کباړ شوي او پریښول ،(دغوالوتكوي په ۲۰۰۱ كال پورې وې او کله چې د متحده ايلاتو هوايي ځواک په هوايي ډګر کې د ټولو روسي الوتکو د بمباری پريکړه وکړه، ژامې ماتوونکي ګروپ ته يې يو څه مشکلات جوړ کړل.)
كله چې موږدبګرام په هوايي ډګركې منتظرؤ،دمسعوديوه -۲۷MIG چورلكه چې پوځي نسواري رنګ يې وركړى ؤ، او يو دانه ۲۵۰ پاونډه بم يې درلود، پورته اودختيځ په لوري يې الوتنه پيل كړه ، طالبانو ځواکونو د جلال اباد له لوري د کابل په خوا رانږدې کيدل، او همدارنګه د ښار په لويدیځ او جنوب برخه کې دفاعي کرښې يې هم تر فشار لاندې راوستلې وې. فعلاً حالات په سيمه کې ښه ول خو طالبانو خو د طالبانو ځواکونه ډاډه ښکاريدل او په کراره خو په تدریجي ډول يې پرمختګ کاوه په ځانګړي ډول د ختیځ له لوري،سروبي چې د کابل او جلال ابادد لويې لار په نيمايی کې دی، وړوکۍ ښار ؤ خو د همغه استقامت څخه يې ښار ته عمومي لاره کنترولوله،د برښنا کوټ چې دکابل ښار ته بریښنا ورکوي په سروبي کې په همدغه لاره باندې د سيند په غاړه موقیعت لري، نوموړی بند د طالبانو لپاره مهم هدف ؤ او همدرنګه د جهاد پر مهال د مجاهدينو لپاره هم يو مهم هدف ؤ.
كابل ښارنېږدې هره ورځ د پوره سپتمبر د مياشت دطالبانولخواتر راكېټي بريدلاندې نيول كېدۀ ،خوخليلي وويل چې حالات خوندي دي،هغه وويل چې كابل لوى ښاردى ،زه اوتۀ كوم مهم هدف نه يواوبې له دې هم طالبان هدف نشي ويشتلاى ،(زماګروپ په سپتمبر کې هم۲۰۰۱ كې همدا ډول بيانيې اوريدلې ). له دغه اطمنان سره زه د ارام شوم او د موټر چلوونکي د رارسيدلو په هيله انتظارشوم.
زموږموټروان ممتازهم راورسيد، موږ يې د خليلي کور ته انتقال کړلو،اودمسعودسره ليدل هم نېږدې وخت كې شوني ؤ.
په افغانستان كې هرڅه خپله همغږي لري ،دكار د ترسره كولولپاره ليدنې او پلانونه ترسره کیږي ،خو وخت ته ډېره كمه پاملرنه كيږي ،فكرنه كوم چې هېڅ دوه افغانان چې له يواو بل سره وعده كوي ځانګړي وخت ته پكې پاملرنه وكړي ،فقط د ورځې كومه برخه دبېلګې په ډول (دسهارلخوايادماسپښين لخوا) سره يادوي ، كله چې افغانان دكوم بهرني سره وخت ټاكي دوخت ټكى پكې ذكركيږي، د شيبې لپاره بهرنی خوشاله ساتي خو بيا وروسته هوکړه شوی وخت اصلاًً په پام کې نه نيول کیږي.
د کلونو به بهير کې ما دغه حقیقت ته د ؛افغاني وخت؛ نوم ورکړ. او ما باور درلود چې د مسعود سره دليدنې لپاره د ژر کلمې ذکر هم د همدغه کټګورۍ لاندې راځي.
دماسپښين نېږدې څلوربجې به وي چې موږدخليلي كورته ورسيدو،وروسته دخليلي په كوركې ګرځيد،دغه كورخليلي ته له خپل پلارڅخه ورپاتې ؤاوبيارغونې ته يې ډېره اړتيالرله .
موږدچاى له څښو،وروسته انتظارشوو،دماښام په اووبجو خليلي مزدورانو ډوډۍ ،چې كباب ،وريژې ،پيروني اوخوندورخټكى پكې ؤ، راوړه او ومو خوړله. وروسته خليلي خپل ځان د ورځني ژورنال په ليکلو بوخت کړ او مايې د لوستلو هڅه وکړله.
نيمه شپه يوناڅاپي خلک د حيرانيتا او ويرې په ډول ها دیخواه بوخت شول او موږ ته د مسعود سره د ليدنې لپاره امر وشو.
موږته دوه ټويوټه لنډكروزر راغلل يويې زمااوخليلي لپاره اودويم يې دهغوڅلورو،وسلوالوكسانولپاره ؤچې زه اوخليلي يې بدرګه كولو،موږيې موټرته ورټېله كړو،موتردكابل په توروكوڅوكې په پوره سرعت کې ګړندي روان او په جمپونو ښکته او پورته غورځيده،دسړكونودخرابۍ له امله په موټركې ښكته اوپورته كېدلو،خوله دې څخه زيات بد تر يې بياپه پاټكونوكې ؤ چې وسله وال اومجهزځوان مجاهدين سرتيري پكې ولاړؤ، يوسرتيری به يې د موټر ښيښې ته په داسې حال کې چې نورو به يې کلاشنکوفونه تيار نيولي ول، د شپې د پټې کلمې د تبادلې لپاره راغی.
دغوساتونكيودطالبانود همکارانو په لوی لاس د ورانکاری د ويرې له امله له امله دشپې شېفر ډېرجدي ګاڼه ،زه پوهېدم چې دغه قهرجنوافغانانوته به ډېركم شى ددې لامل شي چې په سړي ډزې پيل كړي.
د مسعود سره لېدنه له ويرې او بحرانه ډکه وه خوخليلي ډاډ راکړ چې مسعود د جهاد په کلونو کې د مجاهدينو سره د مرستې له امله د سي،ای،اې څخه منندويه دی، اود همغه اړيکو د بيا پيلولو لپاره هيله مند دی.
زه پوهېدم چې مسعود هغه حقیقت چې د متحده ايلاتو دولت د ۱۹۹۲ پر مهال مجاهدين پریښول او بې له شکه له موږ سره په بيا اړيکو ټينګولو کې محتاط وي.
ماله احمدشاه مسعودسره ډېره كمه مرسته كولاى شوه ،مادهېڅ مالي اويادامرېكادولت لخوادرسمي مرستې ژمنه نشوه كولاى ،خومامسعودته مې ډاډوركولاى شوچې سي،ای،اې غواړي له ټلوالې سره په يوه هدف باندې په ګډه کار وکړي هغه د اسامه بن لادن ختمول او د هغه عرب جنګيالي له افغانستان څخه شړل ؤ، دا هغه څه ؤ چې مسعود هم ورته تږی ؤ.
زماموخه داوه چې له مسعودسره ددويم ځل لپاره اړيكي ټينګې كړم ، او د همکاريو په پايله کې مسعود ته د ګټو لاسنوی ورکړم.
دهغه توانايي چې د مسعود ځواکونو د اسامه بن لادن په وړاندې څه توان لري په پام کې نه نيولو سره،دهغه نظامي ځواک ترټولومجهزه ؤ، د هغه حیثيت او اغيزه د هيواد په کچه ټولو سيموته غزيدلي وه،هغه کولای شول چې زموږ لپاره د يو شمير پخوانيو قوماندانانو سره اړيکه ونيسي. که چيرې زه د سي،ای،اې سره مسعود همکاری ته په هڅولو کې ناکام شم، نو د نورو جهادي قوماندانانو سره به زموږ اړيکي په همغه اندازسختې کړي.
مسعود په يوه ډېره ارامه كوټه كې زموږانتظاركاوۀ ،دغه ودانۍ داطرېش پخوانی سفارت واو اوس دمسعود اورباني دحكومت دميلمستون په توګه كارول كېدله .
مسعودلكه معمولاٌ خړغربي ډوله خاكي پتلون ،دغه ته ورته واسكټ اوچترالي پاكول درلودچې پاكول به يې په مغرور ډول دسر په شاتنۍ برخه اېښودۀ ،دۀ ډنګر بدن،زيتون ډوله پوستکی ،نرى مخ اوکلوښته ږيره اوبريتونه لرل . شته والي يې ځانته پام اړوه،كه څه هم هغه په چوكۍ كې تکيه کړې وه او ارام ناست و،زما پام يې ځان ته اړوه.
هغه له ماسره دستړې مشي په خاطرله چوكۍ پاڅېد،دهغه لاس ښورول زماسره منظم ؤاونېغ يې زماسترګوته راكتل ،محاوره مو په دري ژبه پيل کړه، سره لدې چې په ژبه نسبتا ښه پوهيدم خو په ځينو ځايونو کې را بنديدلم نو ددې لپاره خليلي زموږ د ژباړن په توګه دنده اجرا کړله.
ماغوښتل چې په چټکۍ له مسعودسره اړيكې ټېنګې كړم. زه پوهېدم چې خليلي مسعودته زماپه اړه په تيرو وختون کې يادونه کړې وه اوهغه زه پیژندلم او د جهاد وخت کې زما په رول خبر ؤ.
ماغوښتل چې اوږدو رسمي خبرو پرځای چې په دغه ډول ليدنوکې معمول دي، ليدنه په شخصي خبروپيل کړم. مامسعودته وويل چې په ۱۹۸۸ او۱۹۹۰ كلونوكې د هغه سره د اړيکې نيولو مسول افسر وم او له هغه سره مې د اسلم ابادڅخه دده د ورور احمد ضيا په واسطه اړيکه ټينګه کړله.
ما هغه ته د سي،ای،اې د هغه مرستې چې د دولت په پيل په لومړيو کلونو کې تهيه کړې وه،او همدارنګه د هغه لويې يوځای مرستې چې په پنشېر کې مو د بيا رغونې دپروژو د ترسره کولو لپاره ( لومړی مرسته وه چې د مجاهد قوماندان سره مو د جهاد په کلونو کې د بيا رغونې په موخه کړې وه) مو د مسعود سره کړې وه، يادونه وکړه.
زه پوهيدم چې په ۱۹۹۲ کال کې د متحده ايلاتو لخوا د مجاهدينو د پریښودلو موضوع به د ليدنې يو برخه وي خو ما هڅه وکړه چې د مبارزي په اوږدو کلونو کې د مسعود سره د سي،ای،اې د همکاری په اړخ باندې ټينګار وکړم.
مسعود له روسانواونجيب د کمونستي رژيم حكومت پروړاندې دجنګ پرتاریخ په واضح او بيل ډول وغږېدۀ ،هغه ټكي چې مسعودياد کړل اړين اوله ماناډك ول ،نوموړى پرته له احساساتوغږېدۀ او يوۀ حقیقي تاريخ ته يې لنډه كتنه وكړه ،هغه دخپلوخبروپه اوږدوكې دمجاهدينوله برياليتوب وروسته دامرېكامرستې په بندولواو دمجاهدينوپرنوي حكومت دهغې پرمنفي اغېز وغږېدۀ .
دامرېكادولت ددغه تصميم اوله ګلبدين حكمتياراونوروسخت دريزوسره دپاكستان مرسته په دغه هېوادكې دخپل منځي جګړولامل شوه ،كه څه هم دغه قوماندانان مات شول ،خوهيواد اود مسعود قوماندانانو ته هم په ډېرلوړقيمت تمام شول ،اوس پاكستان له طالبانوسره مالي اومادي مرسته كوي ،مسعودوويل چې هغه له ايران څخه ډېركمه مرسته ترلاسه كوي اوهرهغه پوځي تجهيزات چې له روسيې څخه يې ترلاسه كوي دهغوى په مقابل كې نغدې پيسې وركوي ،افغان دولت چې مشري يې درباني پرغاړه ده يو قانوني حکومت دی ، ،كه چېرې امرېكااونورلوېديځ ملكونه مرسته ونه كړي د طالبانو په وړاندې جګړه که ناممکنه نه وي خو له مشکلاتو هم خالي نه ده. طالبان داسې ښکاري چۍ د هيواد زياته برخه تر ولکې لاندې راولي.
دشپې ترناوخته سره ناست وو،ماهم پخپل وارسره د سي،ای،اې په همكارۍ ټينګاروكړ،دعرب او اسامه بن لادن پروړاندې دهغوى جنګ اوكاميابي به هغه ته د امريکا مرسته او مننه ترلاسه کړي. د بن لادن او د عرب په وړاندې بريا به نیغ په نیغه مسعود ته ګټورې پايلې ولري ځکه چې عرب داوطلبه جنګيالي د مسعود سره په جګړه کې هر وخت د اغزيو په ډول ول.
ماهغه ته وويل چې دامرېكاحكومت په افغانستان كې دلچسپي بيازياتوي اويوه ورځ بۀ په واشنټن کې لوړپوړي چارواكي په افغان چارو کې د بيا ښکيليدلو باندې هوکړې ته ورسیږي.
له موږ سره د مسعود اوسنۍ مرسته به مسعود دمتحده ايلاتو په افغان چارو کې د بيا ښکيليدلو پر مهال هغه د مرستې په لومړي کتار کې وي.
مسعود،ددغوهمكاريوپه پايله كې خپلې ګټې پېژندلې اودۀ كوم تا وان پكې نه درلود،که چيرې په هغه ډول چې ما مشوره وکړله، عمل وشي، د ګټو د زياتوالي امکان ؤ. هغه د پوره همکاری د کولو وعده وکړله خودطالبانوپروړاندې يې ددۀ دځواكونوپه شاتګ اوكونج ته كېدوله امله په اسامه پسې مستقيم تګ ناممكن وبالۀ ،زه هم ددۀ ځواکون د موقف په نظر کې نيولو سره دده له اندېښنوسره موافق شوم. زه او مسعود ددغې ستونزې دممكنه اواري لپاره دلارې دپيداكولو،ددۀ په لاسنيوي له نوروقوماندانانوسره داړيكيوپرټينګولواوددوى دهڅوولولپاره دمرستې په څرنګوالي سره وغږيدو.
موږنېږدې دسهارپه څلوروبجوخپله ناسته پاى ته ورسوله ،اومسعودهم له سي،ای،اې سره داسامه بن لادن په اړه دهرډول مالوماتودترلاسه كولوژمنه وكړه .
مسعوداسامه خپل شخصي دښمن بالۀ اوله اسامه سره عرب جنګيالي ددۀ لپاره لوى خنډؤ، د مسعود لخوا به داسامه ختمول ،طالبانوته په ماتې وركولوكې لومړنى ګام وي .
له مسعودسره دغه ناسته ډېره اړينه وه ،چې له مخې يې له شمالي ټلوالې اومسعودسره دراتلونكيو همكاريودروازه پرانستل شوه او مسعود په راتلونکې کې زما او سي،ای،اې له هر نماينده سره په کابل کې د ليدنې لپاره هوکړه وکړله. د راتلونکې لپاره يو مهم ګام ؤ،زماګروپ (ژامې ماتوونكى ) ددغې جلسې له برکته د۲۰۰۱ كال دسپټمبرپه ۲۶ مه نېټه په پنجشېركې دشمالي ټلوالې له ګرم اودوستانه هركلي سره مخامخ شو.
لدغې ناستې څخه وروسته طالبانوپه سروبي كې دمسعوددفاعي كرښه له منځه يوړه اودمسعودكسانو د ښار د ویجاړيتا د مخنيوي لپاره پرته له مقاومت كرښه پرېښوده ،چې وروسته كابل هم په لنډوخت كې دطالبانولخواونيول شو.
مسعودله كابل څخه لاړاو په شمال کې بګرام د هوايي اډې د يوې سترې برخې په ګډون يې خپله لومړی کرښه جوړه کړه،دغه شمالي كرښه ۲۰۰۱ كال د سپتمبر پورې پرځاى وه .
له مسعودسره زماداعتبار،رسۍ په تېرپنځوكالونوكې نوره هم ځواكمنه شوه اودغه باورددې لامل شوچې دامرېكاحكومت ته يې ستراتیژيک موقیعت او يو كلك سيمه ايزه ملګری وركړاودقيقاپه وړ وخت كې يې اجازه وركړه چې د طالبانو او القاعده پروړاندې خپل ځواكونه راوړاندې كړي او د جګړې پر ډګر يو ه ګړندی ، مهمه بريا ترلاسه او افغانستان د طالبانو له زورواکۍ څخه خلاص کړي.