گيډى لښتې نه ماتيږي

خوږو لوستونكو!
زما له مطالبو سره تاسي ټول ښه اشنا ياست ښه پوهيږئ چه څه ليكم اودچا لپاره يې ليكم اوڅه مې
چه ليكلي اوس هم ورنه دفاع كولاى شم زما نارې اوسورې دگران هيواد،ملي گټو،ملي نوامثو،ترستم
لاندي پښتو ژبې اوپښتون قام لپاره دي او وي به زه په كوم سياسي گوند پورې تړاو نه لرم فقط پښتو
اوپښتونولي زما اصول جوړوي.
داچه نن غليم زموږ ښايســـته اودرانه پښتانه برناحق راڅخه يويوزندان ته وړي اوياخوورته ډول ډول 
دسيسې جوړوي نوخامخا به يويو ورك اوتباه شو خو كه يو اوبل ته په ميــــنه لاس وركــړو نو بې لـه
خدايه بل څوك موږ نه شي ماتولى ځكه خو له ټولو زړورواوباتورو زلميانواوليكوالانو څخه هيله كوم
چه د ښاغلي ننگ دخلاصون لپاره خپله وجداني دنده اولازمې چاري تر سره كړي.

 دمظلوم پښتون قام دبري په هيله
            غيســــى