دزړۀ دردونه

دماذيګرسترګه په ډوبېدو،وه ،افق عجيبه جامې اغوستې وې ،ددې جامورنګ داسې ښكارېدۀ لكه نخودې رنګ ته چې دلب سيرينورنګ ورګډكړشوى وي،درازونيازمهال ؤ،زه مې دزړۀ دردنودقلم په څوكه دخپل ځان ښكاره كولولپاره يوګوښه ځاى ته بوتلم،داسې ځاى ته چې هلته خلك نه ؤ،خودكلي مخې ته ماشومانولوبې كولې دهغې شورماشوربه مې كله كله ترغوږشواوكله به مې هم دمرغيوچڼ چوڼ ته پام شو.
پداسې يووخت كې مې قلم په سپين كاغذكېښوداودزړۀ ددرنوپه انځورولومې پيل وكړ،لكه څنګه مې چې زړۀ راڅخه غوښتل په هغه ډول مې ونه شواى كولاى چې دردونه يې انځوركړم خوبس كله به مې دماشومانوشورته پام شو،كله دمرغيوچڼ چوڼ ته چې دشپې تېرولولپاره پټنځايونوته روانې وې اوكله به مې هم دزړۀ خبروته دومره هك پك شوم چې هرڅه به رانه هېرشول .
زړه مې راته ويل چې زه له مينې سره كارلرم،زه له انسان څخه مينه غواړم،خوځينې انسانان دشيطان په شيطانۍ وغوليږي،دمينې لارپريږدي په كږه لار،روان شي،هغه لدې امله چې دځان قدرنه پېژني دبل انسان په قدرهم نه پوهيږي،له هغه سره دزړونودساتنې هېڅ پروانه وي،هغې ته نه زړونه ارزښت لري اونه هم انسانان،بس دشيطان په كړو، وړوعادت شي،دشيطانۍ كارونه ورته ښايسته ښكاري،په همدې كارونويې ساعت تېروي، خوند ترې اخلي اوځان ته ورباندې تسلاوركوي،كله چې دشيطانۍ كارونوپه كولوكې ښه مهارت پيداكړي نوبياورته د(احسن تقويم) پته نه لږيږي،بيانو،نه ځان پېژنې اونه هم خپل څښتن .
زړۀ مې داخبرې راته وكړې بيايې رانه وغوښتل چې زرشه دهغوخلكودكړنوښكاره كولواوپه هغه باندې دنوروخلكوپوهونې لپاره خپل قلم پورته كړه اوڅه ورباندې وليكه چې هغه مينه نه پېژني،دزړونوساتنه يې نده زده اوځانونه يې ورك كړيدي،ترڅوخلك يې په څرنګوالي پوهـ شي ،كركه ترې وكړي اوځانونه ليرې ترې وساتي .
ماچې قلم په سپين كاغذكېښود،نودزړۀ دردمې هم يودم ارام شو،نه پوهېږم چې ارام شوى به وي اوكه پام به يې بدل شوى وي خونوريې دومره نه ځورولم لكه له هغې مخكې چې مالاقلم په كاغذنه ؤايښى .
دزړۀ دردونه مې ښه ډېرانځوركړل،سپېنې پاڼې مې پرې ډكې كړې نود،زړۀله دردنوڅخه مې تړانګې تړانګې اولمبه لمبه تنې جوړې شوې،ماهم دغه تنې دباميانوبوداغوندې دمتون باباغره په شمال لويديځه خواكې لكه اسمان څكې ماڼۍ ودرولې،چې هرڅوك يې وويني اودزړۀ دغه ارمان مې پوره شي چې دخپلودردنودانځورولولپاره يې لري .
كله مې چې د دردنوتنې ودرولې سرونه يې تر،وريېځوپورې ورسېدل،په پاى كې مې پسې وليكل چې :
افسوس چې انسان پخپل قدر( احسن تقويم ) وپوهيږي .