کابل ښاردابادۍ په لور

دکابل ښاردهېوادونودپلازمېنوپه هغوبدبختوپلازمېنوکې راځي چې دخپل منځي جنګونوله لاسه ډېروران شويدی.اوهرې کوڅې اوواټ يې انساني وينې څښلي دي.
دکابل،نوم چې سړی اوري نوفکرکوي يوښکلی اوپه عصري وسايلوسمبال ښاربه وي.اودژوندانه ټولې اسانۍ به په کې وي!خوبدبختانه،چې کله يې سړی وويني نوکيسه سرچپه وي.کله چې پکې ژوندپيل کړي نوورمالومه شي،چې په ژمي کې دخټواو چيکړومرکزوي او په اوړي کې ددوړواوګردونو!
په هېوادکې دنوي نظام له ټينګېدوسره،دهرې شاړې اوويجاړې کارونه پيل شول،خوپه خواشينۍ سره څنګه چې هيلې وې،هغسې پرمختيا رامنځته نشوه.
دخلکودځمکواوملکيتونوستونزې هماغسې ورځ په ورځ ډېرېدې،اداري درغلۍ اوج ته رسېدې،چې پايله کې دښاروالۍ نوم ددرغليواوشخړوله نوم سره مترادف وګڼل شو.
په دې ترڅ کې دکابل ښاروالۍ ډېر چارواکي رداو بدل شول،خودتوقع برابر ګټه يې ونکړه.داسې ښکاري چې اوس مهال دکابل ښاروالۍ په کارونوکې څه بدلون رامنځته شوی دی.
هرې خواته،چې سړی ګوري دښاروالۍ فعاليت ترسترګوکېدای شي.داسې ښکاري چې دښاروالۍ اوسنۍ رهبري غواړي چې په ريښتيني ډول کارونه ترسره کړي.
دکابل ښاروالۍدرهبرۍپه ډله کې الحاج غرزی خواخوږی،چې دښاروالۍ دښاري خدمتونومرستيال دی، ديادولو وړدی.نوموموړی يوپياوړی ليکوال هم دی اود(خواخوږي ادبي اوکلتوري ټولنې) مشرؤ.اوهمداشان يې په بيلابېلوواکمنيوکې پرلوړوچوکيوباندې کارهم کړيدی،چې تېرې تجربې اودکابل ښارله ټولې سيمې سره له نږدې بلديت، دنوموړي پرمديريت اومينجمينټ ښه اغېزاچولی دی.
هغوی سره مې له نږدې کتلي اودکار په اړه مې ترې پوښتي،چې ښاروالۍ ته په راتګ سره يې څه کړيدي؟ ښاغلی غرزی خواخوږی وايي،چې کابوپينځه مياشتې يې پردندې تېريږي.اوپه دغې موده کې يې دفرهنګ،سړکونو، اداري سمون،دبيارغونې اودکابل ښاردپاکۍ لپاره پرېمانه هڅې کړيدي.
هغوی وايي، چې دکابل ښارفرهنګي چارې يې فعالې کړيدي.دښاروالی لخواچې کومه اوونيزه چاپېږي، په هغې کې يې ددواړوملي ژبوانډول ته پام اړولی دی.کليزه يې چاپ کړې اودکلني کاري راپورجوړول يې پيل کړي.دښاروالۍ لخوا يې ديوې راډيودرامنځته کولوبوده،تنسته تړلې ده.همداشان يې له اړوندو چارواکيو سره دکابل ښاردلوحوپرسمون اوملي کولوباندې کارپيل کړيدی.
هغوی وايي،چې تراوسه يې دځينودهغوشرکتونوخاوندان چې شفافيت يې ترسوال لاندې وو،اړوندوچارواکيوته ورپېژندلي دي.
هغوی وايي،چې دسړکونوپرجوړولو،يې پيل کړی،چې په نږدې مهال کې به دکابل ښارډېرسړکونه دمربوطه چارواکيوپه همکارۍ ورغول شي.
همداشان زياتوي چې دکابل ښاردپراختياپروګرامونه هم ترلاس لاندې لري.دخپلسروښارګوټيوجوړولومخه يې نيولې اودماسټر پلان مطابق ښارګوټو جوړولوته يې لارې هوارې کړيدي.
همدغسې هغوی زياتوي چې، په نږدې مهال کې به په کابل ښارکې پارکونه، کتابتونونه،دښځولپاره بڼونه اودښاري اسانيونورپروګرامونه پيل کړي.
همداشان هغوی،دورځې په اوږدوکې له بېلابېلووګړيوسره ګوري.دهغوی ستونزې او شکايتونه اوري.
ددې وړکارونوپه ليدلوسره سړی ويلای شي،چې دکابل ښاروالۍ روانې چارې به ځای ونيسي اوهغه هيلې چې ولس درلودې، به تريوه بريده پورې پوره شي.