ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون  لري؟ (۲)

اسلامي سیاست څه ته وایې؟
دویم باب
غير اسلامي سیاسي  نظريي:
يو مشهوره وينا ده : (وبضدها تتبين الاشیاء)
 [ د شیانوڅرنګوالې د هغوی د ضد د پيژندلو په اساس کیږي ].
د رڼا اهميت  هغه وخت ډیر ښه احساسیږي چې د تیارود تباهۍ او خرابۍ څادر غوړيدلې وي. د حق او باطل د عدل اوظلم او د رښتیا او درواغو د مخ په مخ مطالعې په واسطه په پوهه کې زیاتوالې راځي او د حق په حق والي باندې د ايمان او باور په قوت کې ټينګښت  پيداکیږي، نو په دې اساس لازمه ده چې د اسلامي سیاست یا اسلامي خلافت د اصولود څرګندولو ترمخه  د سیاست او حكومت په هكله د غيراسلامي نظريواود هغوی د حكومتې چوكاټونو پيژندنه او څیړنه وكړو،ترڅو د هغې  ظالمانه او مشركانه نظامونو د پيژندلوڅخه وروسته  داسلام د عدل او انصاف په  نظام چې بنسټ ئې په  «وحدانيت» ايښوول شوې په ريښتينوالي زمونږ باور او ايمان  نورهم ټينګښت  ومومي .
په دې فصل كي زمونږ موخې د نړۍ  د ټولو سیاسي نظریاتو تفصيلې پيژندنه نه، بلكه د هغه نظریاتو لنډه پيژنده او ”تعارف» دې چې په نړۍ کې يې  خورا زیات شهرت موندلې  اوهمدا  اوس  رواج لري .
ملوكيت یا ظالمه پادشاهي:
په غير اسلامي حكومتونو او سیاسي نظامونوکې د ټولوڅخه زیات ، او پخوانې رائج  شوې حكومت ، ملوكيت یا پادشاهي ده .  په عربي ژبه کې «مِلك اومَلك» د لغوي معنا له  اړخه څه بدكلمات نه دي   ځكه د مُلك لغوي معنا حكومت ، او د مَلك  لغوي معنا حكمران دې. څرګنده ده چې حكومت اوحکمراني هم په خپل ځاې څه  بد کار ندې.  په قراّن كريم کې د انبیاوْ عليهم السلام حكومتونو ته هم مُلك ويل شوي، په داسې حال کې چې د هغوی حكومت د اسلامي خلافت او د شرعي سیاست په بنسټ ولاړ و .
(وَاتَّبَعُوا مَا تَتْلُو الشَّیاطِينُ عَلَې مُلْكِ سُلَيْمَانَ)
 [د البقری  سورت ۱۰۲ اّيت ]
 [ او دوي د هغه جادو تابع شوي وو چې شيطان به د سليمان عليه السلام د حكومت [ ملك] په وخت کې لوسته] .
( وآتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ )  [د البقره سورت ۲۱۵ اّيت]
[ الله جل جلاله داود عليه السلام ته حكومت ورکړې و].
(وَشَدَدْنَا مُلْكَهُ) [د ص سورت ۲۰ اّيت ]
 [ او مونږ د داود عليه السلام حكومت ټينگ کړې و ].
(وَهَبْ لِي مُلْكًا)  [د ص سورت  ۳۵ آيت]
 [ او سليمان عليه السلام وويل: اې الله ! ماته حكومت راکړې ] .
( رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنْ الْمُلْكِ ) [د يوسف سورت ۱۰۱اّيت]
 [ يوسف عليه السلام وويل : اې الله تا ما ته حكومت راکړې ]
امام راغب اصفهانې رحمة الله عليه د ملك مفهوم په دې ډول څرګندکړې :
(الملك هو المتصرف بالامر و النهې فې الجمهور و ذالك مختص بسیاسة  الناطقين.... وقال بعضهم الملك اسم لكل من يملك السیاسة اما فې نفسه و ذالك بالتمكين من زمام قواه و صرفهاعن هواها واما فېغيره سواء تولې ذلك او لم يتول)
 [ مَلك « پادشاه » هغه څوك دې چې په  خلكو کې د امر او نهې واك لري او دا د عقلمندو سیاست دې ... ځینې لغت پوهان وائي چې هرهغه چا ته ملك ويل کیږي چې په خپل ځان واك ولري او د خپل نفس واګې په لاس کې واخلي اوخپل قوتونه  د نفس د تابعدارۍ څخه وژغوري پدې حالت کې دا سړې پادشاه دې كه د حكومت واګې يې  په لاس کې وي او كه نه ؟  ].
دلته چې مونږ  اوس د كوم  ډول ملوكيت او پادشاهۍ یادونه  کوو د هغې  لغوي معنا مُلك [ پادشاهي ] نه ده بلكه د هغې څخه دملوكيت او پادشاهۍ اصطلاحي معنا اخستل کیږي  چې الله جل وعلې شانه ورته د فساد، ظلم او بربريت خپرولو پادشاهي ويلې او رسول اكرم صلې  الله عليه وسلم هغه د( ملك عضوض )[ غوڅونکې اوخوړونکې پادشاهۍ   په نوم یاده کړې ده ] .
د مُلوكيت تعريف:
(قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ  [د النمل سورت ۳۴ اّيت ]
[ اوكله چې پادشاهان كوم كلي  ته ننوځې نو پرهغه ځاې  کې فساد اچوي او د هغه ځاې عزتمند خلك  بې عزته کوي او همداسې  كړنې ته دوام ورکوي ].
( تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ )  [د القصص سورت ۸۳ اّيت ]
[ او دا د اّخرت كور دې چې مونږ يې هغه چا ته وركوو چې په ځمكه کې لوئي او کبر نه غواړې اونه پرې فساد خپروي، يقينا ًچې د متقیانو له پاره  غوره  او ښه انجام دې ]
په پورتنېو اّيتونوکې چې د پادشاهيو کومې  ځانګړې  نښې نښانې بیان شوي دي د هغې په رڼا کې د ملوكيت او پادشاهۍ تعريف داسې كيداې شي:
[ هغه حكومتي  نظام چې پرځمكه د فساد د خپرولواو د خلكود ذليلولواو غلامولو  له پاره جوړ شوی وي او موخې یې د حكمران خپله لوئې او اوچتوالې وي د " وكذالك يفعلون " له جملې معلومیږي چې د ملوكيت ، پادشاهۍ او امريت طبعيت او اساسي اصول همدا دي  چې د ظلم او فساد بازار تود شي، خلك خوار او ذليل کړل شي . او دپاد شاه غلامان وگرځي او د پادشاه  لويې او خدائې ټينګښت ومومي ]
علامه ابن خلدون رحمة الله د ملوكيت فني او اصطلاحې تعريف دارنګه کړې دې : (هو حمل الكافة علې مقتضې الغرض و الشهوة)      
  [ ظالمانه پادشاهي هغه حكومت دې چې په هغه کې خلك دپادشاه دوګړېزواو ذاتي  غوښتنود پوره كول له پاره  مجبوريږې ].
د ملوكيت په شهنشاهې نظام کې د پادشاه غوښتنه اوخواهش د قانون سر چینه  ،ماخذ او مصدر  وي ، ټول قوم اود قوم خزانې د هغه  ځانگړې ملكيت ګرځي، هغه د تنقيد نه پورته وي او د هيچا  په وړاندې  په ځواب وركولو مجبور نه وي، د پادشاه په حيث  د يو وګړي ټاکل کیده ددې خبرې څرگندوی وي چې هغه گواکې دالله جل جلاله نماينده دې او د هغه هر حكم منل د الله جل و علې شانه منشاء او اراده ده، بلكه پادشاه د انسان په شكل کې خداې دې دا د پادشاهۍ پخوانې او موجوده سیاسي انګیرنه  ده او ددې  انګیرنې او آند  په تائيد کې ځینې شاه پالونكو لوي لوي كتابونه هم لیکلي او غټې غټې فلسفې ئې راويستلې دي .  [اعاذنالله منها ] .
 يومشهور مصرې محقق « عبدالوهاب نجار»  د پخوانيو شاهانو په هكله لیکي چې [د پخوانۍ زمانې شاهانو پخپل شاوخوا کې د تقدس او پاکۍ يوه دائره ويستلې وه او خپلو ځانونو  ته ئې د خدائې مرتبه ورکړې وه د هغه علت دا نه و چې هغوی خپل ځان واقعاًًد انسانيت نه پورته گڼل ، او نه په دې  ځان غولونه کې  پراته وو. خو د هغوی مقصد دا و چې د خلكو د بغاوت څخه په امن کې وي ځكه د هغوی دا خیال و چې زمونږ تقدس او پاکي، د پاڅون  او انقلاب پرمخ کې غټ خنډونه تشكيلوي، د ابراهيم عليه السلام په زمانه کې د نمرود همدغه حال و، همدا راز د موسې عليه السلام نه وروسته ديوناني او رومي پادشاهانو اود مصري فرعونیانو هم همدغه حال وه  .]
سيد سليمان ندوي رحمة الله عليه د« پروفيسور ولسن » په حواله لیکي چې :
[ په مصرکې د لومړې ساميه د حكومت په زمانه کې د ستورو عبادت كيده چې د ټولو نه لوي خداې ئې لمر و  چې په خپله ژبه ئې ورته " رع " وايه د هغوی د پلازمينې نوم «مدينة الشمس» و ،چې مصریانو به " اّن " ورته ويلې همدغه  لمر د [ خداې ] عبادت ځاې و ، پادشاه به د «لمر خداې»  زوي گڼل كيده، په همدې خاطر ئې  ورته    د " عمسيس» یا د[ د لمر زوی ]  نوم او لقب  ورکړې و ، همدا سبب وه چې د مصر شاهانو د خدايي دعوی كولې .]
مولاناحفيظ الرحمن سيوهاروي رحمة الله عليه د دائرة المعارف للبستانې په حواله هم همدارنګه لیکي دې  .
 مولانا ابوالكلام اّزاد رحمة الله عليه لیکي چې :[ په مصریانوکې د الوهيت نه   ډک  شاهې فكر پوره وده کړې وه ا ود مصر د تاج او تخت خاوندانو د نيمگړي  خداې حيثيت درلود، هغوی ته ئې د« فاراع »  لقب په همدې خاطر ورکړې و چې دوي د «راع» [ د لمر خداې ] لړۍ  ګڼل كيده ].
د هندوستان د برهمني تمدن يو مستند كتاب « منوشاستر » د بادشاه په اړه لیکي [ كه بادشاه نابالغ ماشوم هم وي هغه ته د يو حقير انسان په نظر كتل ندي  پكار،  ځكه بادشاه د انسان خداې او معبود وي  .                            [ العیاذ بالله ] .
ځینې ليكوالانو د« منوشاستر» كتاب اته سوه  کاله او ځینېو پنځه سوه کاله د عيسې عليه السلام د پيدايښت څخه پخوانې ګڼلې ليكن معاصرو څیړونکو او محقيقينو دا ثابته کړې چې دا كتاب دوه یا درې سوه کاله قبل الميلاد پورې اړه لري .
ميکاو لي
د اخلاقو څخه د اّزادې پادشاهۍ غوښتوونکې و
 میکاولي ،چې په (۱۵۲۷)  عيسوي كال کې مړ شوې، د شپاړسمې پيړۍ سیاست ئې په نوي ډول سره منظم كړ،هغه د خپلې زمانې د حكومتونو او رومي  جمهوريتونو حال په خپل كتاب «المطارحات» کې څرگندکړي او د پادشاهۍ  د نظرئې په هكله ئې په خپل كتاب « دي پرنسThe prince »  کې څرگندونه کړې ، هغه د دين او اخلاقو څخه اّزاده پادشاهي، غوره حكومت ګڼي او په خپله زمانه کې د همدې بې دينه سیاست لوي داعې او بلونکې  و .
 هغه  په خپل كتاب « دي پرنسThe prince »  کې لیکي چې :
[ يو مطلق العنان پادشاه یا شهزاده چې د شر د لرې كولو له پاره د شرڅخه كار اخلي  او د اخلاقو او دين پابند نه وي، هر ډول مكر، فريب او غولونې ته  دوام  ورکړي  او  هره  شونې طريقه    د خپل اقتدار د پايښت له پاره استعمال کړي  هماغه بهتر حكمران دې ، هغه ته د كوم قانون او اصولو د جوړولو اړتیا نشته ، بلكه هر كار چې د هغه د اقتدارد پايښت  او  دوام   له پاره  گټه وره وي همغه غوره قانون دې  .]
په بل ځاې کې په پوره وضاحت سره ليکي چې: [د پادشاه له پاره دگيدړې د چل ول سیاست ډیر اړین  دې ترڅو د هغې په واسطه د چل او فريب جال وغوړوي، خو ددې په څنګ کې د زمري  په  څیر څیرونکې خوي هم ورته په كاردې ترڅو د هغې په واسطه د خپل لاس لاندې خلک   وويروي ... نيکې اوښیګڼه د « وَهََمْ» پرته نور څه  نه دي، اصل شې  خو بدي ده ، نو كوم  پادشاه چې غواړي خپلې  پښې  كلکې کړي نو دا ورته  اړینه   ده  چې د بدۍ  په كولو کې مهارت او پوهه  ولري او هم ئې د كولو مناسب وخت وپیژني، هغه ته دښیګڼو او ښه والي لرل په كار نه  راځي خو په  ښکاره توگه یا  دښودانې  له پاره بايد د ښیګڼو ښكارندوی واوسي  .]
دا د هغه وګړي فكر دې چې د سیاست د نوي علومو د امام په نامه ئې شهرت تر لاسه کړې. هغه پادشاهي، مكرو فريب ، منافقت او د گيدړې سیاست او نور ظالمانه  بې دينه او (Secular  ) سیاستونه د بشريت له پاره غوره نظام ګڼي.  دا په حقيقت کې امام و خو د هغه  شيطانې سیاست امام چې الله جل جلاله د هغه څخه د انكار حكم کړې دې [ وقد امروا ان يكفروا به ] .
د «جان بودان» آند:
«جان بودان»، چې په( ۱۵۵۶)زیږدیز كال کې مړ شوي د۱۶ مې پيړۍ دویم فيلسوف دې چې شاهې حكومت د غوره نظام په  څیر  پیژني . هغه په(۱۵۷۶) زیزدیز كال کې د پاپائيت [ د عيسائې ملایانو حكومت ] څخه د اّزادۍ  د لاسته راوړو په خاطرد مطلق العنانې پادشاهۍ د ملاتړ  په خاطر د " عن الجمهور" په نوم يوكتاب ولیکه،  د هغه نظريه دا وه چې[ ددې له پاره چې  بادشاه د قانون نافذونکې وي  ښايې  د هر ډول تنقيد او نیوکې  نه پورته او لوړ وي خو د ميكیاولي د اخلاقو څخه د اّزادې پادشاهۍ سخت مخالف و  هغه وایي چې نه ښائې سیاست د انسانې اخلاقوڅخه جلاكړل شي  .]
د لومړې جيمز اوهابس آندونه :
د انگلستان بادشاه «جيمزاول » د شاهې نظام  په ملاتړ يوكتاب لیکلې چې په هغه کې ئې   خپل آند دا ډول څرگندکړې دې :
[ پادشاه د هيچا په وړاندې ځواب وركونکې نه وي او د هغه  هره خبره په خپله قانون وي .]
«هابس»، چې په(۱۶۷۹)زیږدیز كال کې مړشوې، په(۱۶۵۱) زیږدیز  كال یې د« سټوارټ» د كورنۍ د بادشاهۍ  د تائيد او ملاتړ    له پاره يو كتاب خپور کړ چې په هغه کې يې لیکلي دي :[" كله چې خلك د ټولنيز تړون په خاطر د حکمرانۍ واک  يوه پادشاه ته ورسپارې نو بیا ضرورې ده چې هغه دې مطلق العنان او د هرقانون څخه  پورته او لوړ اوسي " .]
كه څه هم دې فيلسوف د ميراثي پادشاهۍ په ځاې د ټولنيز تړون په واسطه د منځ ته راغلي پادشاهۍ انګیرنه  وړاندې کړې  خو په نورو ټولو چاروکې  یې د مصري ، عراقي، يوناني  او رومي د اولسمې پیړۍ د نظريو سره موافق و او ویل یې  چې  پادشاه يوه مقدسه هستي   ده او باید د هر ډول نیوکې  نه پورته وي، پادشاه  چې ديوډول  خداېي شكل لري ،د هغه رعيت د هغه د عبادت كوونكو حيثيت  لري ،كله چې انسان د خپل پيداكونکي د غلامۍ  او د خالق د رسولانو د اطاعت ا و فرمان وړنې څخه مخ واړوي نو  بیا هغه د خپل ځان په شان  د انسانانود غلامۍ څخه هیڅ شي  نه شي  منع كولاې اوهغه بیا د خپل ځان له پاره د نوي نوي خدایانوپه لټه کې وي .]
د مُلوكيت خطرناكه څيره د مصر فرعون  و:
د مُلوكيت اوظالمانه پادشاهۍ  خطرناكه څيره د مصرفرعون و چې سیدنا موسې عليه السلام ورته د وحدانيت  په لور بلنه  ورکړې وه- «فرعون» د مصر د پخوانيوپادشاهانو لقب و چې  په عربي ژبه  کې هرسرغړونکي ، متكبراو باغي  ته  فرعون  ويل کیږي .
ابن منظور رحمة الله عليه لیکي چې : (الفرعنة الكبرو التجبر و فرعون كل نبي ملك دهرة وكل عات فرعون والعتاة الفراعنة وقد تفرعن وهوذو فرعنة اې دهاء وتكبر)
[ د فرعنه دكليمې معنا غرور او تكبر ده چې هر سرغړونكي ته فرعون او ټولو سرغړونكوته فراعنه ويل کیږي چې   د تفرعن  معنا ده  هغه چې د سرغړونې، غرور او تكبر لارئې خپله  کړې وي  ] .
د موسې عليه السلام د فرعون ټاكل :
دا چې د موسې عليه السلام د زمانې فرعون څوك و ؟ نو پدې هكله د عامو مفسرينو او مؤ رخينو نظر دا دې چې دا د« عمالقه» يعنې «عمليق بن او د بن ارم بن سام بن نوح»  د نسل څخه يو پادشاه و  چې نوم ئې «وليد بن مصعب  بن ریان» یا« مصب بن ریان»  و  .
خو د اوسنې مصري څیړنو او تحقيقاتوڅخه  معلومیږي چې موسې عليه السلام د دویم«رعمسيس»  په وخت کې زيږيدلې و  او د هغه په كورکې را لوي شوې و  خو د موسې عليه السلام دنبوت په وخت کې فرعون د همدې «رعمسيس» زوي «منفتاح» و  چې د (۱۲۹۵) څخه ئې تر(۱۲۲۵) قبل الميلاد پورې حكومت کړې دې او د مصر د نوي دور د شاهې كورنيوڅخه یې د دویمي كورنۍ پورې  اړه درلودله  . د دې نوي مصري تحقيق او څیړنې  په اړه  دمصرد« دار الاثار مصور»، «د اثرې» او «حجري» دڅيړنو  ډیر نامتو عالم «احمديوسف افندي»   په دې هكله يوځانګړې كتاب لیکلې  او په ډیر وضاحت  سره ئې دا نوي نظرثابت کړي دي .
دسیدنا موسې علیه السلام د وخت د فرعون او د هغه د حكومت پيژندل دومره اړینه  نه ده  خو هغه څه چې دپيژندلو وړدي هغه د هغې وخت بدترين او ظالمانه نظام دې چې د [ فرعونیزم ] نوم  ئې وراغوستې و. د سیدنا موسې عليه السلام او د فرعون ترمنځ مبارزه  او[كشمكش] په اصل کې د اسلامي نظام او فرعوني نظام یا د توحيداو شرك ترمنځ دكشمكش يوه عبرتناكه كيسه ده چې د هغې د ژورې مطالعې په واسطه د ملوكيت [ بادشاهې ] طبيعت او د هغه د اصولو په هكله ډیر څه زده كيداې شي .
په قراّن كريم کې د فرعون نوم په( ۳۷ )سورتونو او( ۴۷)  اّيتونو کې  یاد کړل  شوی  دې خو دسیدنا موسې عليه السلام نوم په( ۱۰۷ ) اّيتونوکې یاد شوي او د سیدنا  هارون عليه السلام د نوم یادونه په( ۱۴) ځايوکې شوي ده .
د موسې عليه السلام او د فرعون
په هكله د قراّن كريم د آيتونو فهرست :
په هغه ځايونو کې چې د فرعون  نوم راغلې نو د هغې د مطالعې  له مخې  د شاهي ذهنيت او د ملوكيت او شاهې اصولو او اساساتو څخه پوره اّشنائې تر لاسه کیږي نو په دې خاطر د هغې ځايونو لست د لوستونكو ترمخ  ږدو ترڅو د مطالعې په وخت کې ورته اّساني او سهولت وي.   په دې لست کې  هغه  ايتونو ته اشاره شوي چې په هغه کې د فرعون لفظ په وضاحت سره موجود دې خو د هغو ځايونو حواله نه ده وركړل شوې چې په هغه کې ئې نوم په اشاراتو یا ضمائرو سره یاد شوي وي :
1. د البقره سورت (۵۰-۴۹) ایاتونه
2. د ال عمران سورت  (۱۱)
3. د اعراف د سورت  (۱۳۷-۱۳۰-۱۲۷-۱۲۳-۱۰۹-۱۰۳)  ایاتونه
4. د انفال سورت  (۵۴-۵۳-۵۲) ایاتونه
5. د يونس سورت  -(۹۰-۸۸-۸۳-۷۹) ایاتونه
6. د هود سورت  (۹۷) اّيت
7. د ابراهيم سورت (۶) اّيت
8. د بني اسرائيل سورت (۱۰۲-۱۰۱) ایاتونه
9. د طه سورت (۷۹-۷۸-۶۰-۴۳-۲۴) ایاتونه
10. د الموْمنون سورت (۴۶) اّيت
11. د الشعراء سورت (۵۳-۴۴-۴۱-۲۳-۱۶-۱۱) ایاتونه
12. د النمل سورت (۱۲) اّيت
13. د القصص سورت (۳۸-۳۲-۹-۸-۶-۴-۳) ایاتونه
14. د العنكبوت سورت  (۳۹) اّيت
15. د ص سورت  (۱۲) اّيت
16. دموْمن سورت(  23-24 -26 - 28 - 36 -37- 45 ایاتونه
17. د الزخرف سورت  46- 51  ایاتونه
18. د الدخان سورت  17- 31  ایاتونه
19. د ق سورت  13 اّيت
20. د الذاریات  سورت 38 اّيت
21. د القمر سورت  41 اّيت
22. د التحريم سورت  11 اّيت
23. د الحاقه سورت  9 اّيت
24. د المزمل سورت  15- 16 ایاتونه
25. د النازعات سورت  17 اّيت
26. د البروج سورت  18 اّيت
27. د الفجر سورت  10 اّيت
ټول په (27 )سورتونو او په( 74 )ځايونو کې.
د مُلوكيت  [ پادشاهۍ ] فرعونې اصول :
د سیدنا موسې عليه السلام او د فرعون د قصې د پورتنيو قراّنې اّيتونو د ژورې څيړنې څخه چې د مُلوكيت او ظالمانه شاهې نظام كوم سیاسي اصول اوكړنلاره  څرگنديږې هغه په هره زمانه کې د مُلوكيت او شاهې نظام اصول اوكړنلاره پاتې شوې نو د دې له پاره د دې فرعوني اصولو یادول د ګټې څخه خالي نه دي .
د ربوبيت او الوهيت دعوي كول:
(فَقَالَ أَنَا رَبُّكُمْ الْأَعْلَې )[ د النازعات  سورت24]
[ نو فرعون وويل چې زه ستاسې  لوي رب يم ]
(قَالَ فَمَنْ رَبُّكُمَا یامُوسَې ) [ د طه سورت 49 اّيت]
[ نوویې ویل  چې  ای  موسې ! ستاسو د دواړو رب څوك دې؟ ]
(قَالَ فِرْعَوْنُ وَمَا رَبُّ الْعَالَمِينَ )[د الشعراء سورت 23 اّيت]
[ فرعون وويل رب العالمين څوك دې ؟ ] .
(قَالَ لَئِنْ اتَّخَذْتَ الها غَيْرِي لَأَجْعَلَنَّكَ مِنْ الْمَسْجُونِينَ)
[ الشعراء سوره 29 اّيت]
[ فرعون وويلې كه چيرې تا زمانه پرته بل څوك د حاكم په څير و پيژاند نو تا به هم د بندیانوپه ډله کې شامل كړم ] .
شيخ الهندمحمود الحسن رحمة الله عليه دلته د «اله »ژباړه په   «حاكم» کړې ده .
 (یاأَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُمْ مِنْ اله غَيْرِي)   [د القصص سورت 38 اّيت]
[ فرعون خپلو د رباریانوته وويلې  چې اې درباریانو: زه تاسې ته د خپل ځان پرته بل څوك  دحاكم په څيرنه پيژنم ] .
په عربي ژبه کې «رب» او «اله» د حاكم په معنا هم استعمالیږي . دحاكميت په بحث کې هغه ایاتونه وړاندې کیږي چې هلته دغه دواړه كليمې  دحاكم اوپادشاه په معناو  استعمال شوي دي. د «الوهيت» او «ربوبيت»  ددعوی څخه د فرعون مقصد دا و چې ستاسې اعلې حاكم ، د قدرت خاوند او مرجع زه په خپله يم او زما په حكم او قانون هیڅوك د نیوکې حق نلري ، په همدې ډول زه د لمرد خداې «اوتار» د [جزء] په اساس د خپل رعيت مالك اوپالونکې هم يم او د عبادت او بندګۍ  وړ  هم.
خلك د خپل ځان غلامان ګڼل :
 (فَقَالُوا أَنُؤمِنُ لِبَشَرَيْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عَابِدُونَ )
 [د الموْمنون سورت 47 اّيت]
[ اّیا مونږد هغو دواړو خبره ومنو چې زمونږ  په څیر  انسانان دي او د هغوی قوم زمونږ غلامي کوي ].
 (وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَيَّ أَنْ عَبَّدْتَ بَنِي إِسْرَائِيلَ) 
[ د الشعراء سورت 22 اّيت ]
[هغه احسان چې ته  یې په ماکوی  دهغې حقیقت خو دادې  چې تا بني اسرائیل  غلامان کړي  و.]
ابن جرير رحمة الله عليه فرمايې :[د فرعونیانو مقصد دا و چې د موسې  عليه السلام قوم  زمونږ غلامان ، تابعدار، ذليل او خوار قوم دې .]
یادونه : په  عربو کې د بادشاه  منونکو او تابعدارو انسانانو ته د هغه غلامان ویل کیږي .
په دې ایاتونوکې د« ملوكيت» او «فرعونيت»  بل اصل دا بیان شوی چې په هغه کې د خلكوحيثيت د غلامانو په څيروي او د بادشاه حيثيت د مالك او اّقا ، اوهغه ته د خپلو غلامانو[رعيت] په مال ، ځان، اولاد،او اّبروکې پوره او نه  پاې  ته  رسیدونکي  واکمني  وركول شوي وي  .
شتمني او دولت د شرافت معیارګڼل :
 (وَنَادې فِرْعَوْنُ فِي قَوْمِهِ قَالَ یاقَوْمِ أَلَيْسَ لِي مُلْكُ مِصْرَ وَهَذِهِ الْأَنْهَارُ تَجْرِي مِنْ تَحْتِي أَفَلَا تُبْصِرُون[] أَمْ أَنَا خَيْرٌ مِنْ هَذَا الَّذِي هُوَ مَهِينٌ وَلَا يَكَادُ يُبِينُ[] فَلَوْلَا أُلْقِيَ عَلَيْهِ أَسْوِرَةٌ مِنْ ذَهَبٍ أَوْ جَاءَ مَعَهُ الْمَلَائِكَةُ مُقْتَرِنِينَ)
[د الزخرف سورت 51 ، 52 ، 53 ایاتونه ]
 [ او فرعون خپل قوم ته اّواز وكړ ،اې زما قومه! : ایا زما په لاس کې د مصرحكومت نه دې؟ او دا چې دا سيندونه زما د محل لاندې بهیږي، ایا تاسوئې نه وينئ؟ نوایا زه ډیرښه نه يم د هغه چا څخه چې هغه ته څه عزت نه شته ، او نه  هم ښه  خبرې  كولاې شي،  نو ولې په هغې باندې د سرو زرو خزانې نه را  وریږي  اویا ملائکې د هغه ترمخ قطار نه دريږي]
په دې ایاتونوکې د فرعونيزم درېیمه  نښه دا ښودل شوی ده چې په هغې کې د شرافت او عزت معیار، پانګه ، شتمني، دولت او حكومت دې ، او غريبې ، مزدوري او تنگ لاسي  د ملوكيت په نظام کې د بې عزتۍ او ذلت  ننښې  گڼل کیږي . قدرت او نور اساسي انساني  حقوق په دې نظام کې يوازې  پانګه  لرونكو او مترفينو ته  ځانګړې  شوی دي.
 - د يونان  تش  په نوم جمهوريتونو کې مزدورانو ، د هقانانو او غلامانو ته د راې وركولو حق او نور انسانې اساسي حقوق  هم   نه وركول كيده - د انگلستان د پادشاهئ  په مطلق العنانه اوږدې موده کې د راې وركولو حق هغه خلكوته ور په برخه  و چې دځمکې خاوندان او فیوډالان وو.  فرعون هم د همدې  پانګه وال نظام انګیرنه  د خپل قوم په مخکې ايښې و چې ما سره  د سرو  زرو او جواهرو خزانې دي  په كوم امير او وزير چې مهربانه شم هغه ته د سرو زرو بنگړي  وراغوندم.  زما فوځ زما په وړاندې ودريږې، زما سره شاهې محل دې، چې  په باغونو کې ئې ویالې بهیږي او زه د مصر پادشاه يم، خو د موسې عليه السلام سره  نه سره شته نه سپين ، نه  ورسره  هغه  باغونه  شته چې په کې ویالې بهیږي او نه  حكومت  لري  او نه  د بل كوم  ښکاره او ظاهرې كمال  خاوند دې حتې چې  په  خبرو كولو کې ئې  ژبه  هم پوره  نه چلیږي،  نو را ته ووایي  ایا زه  د  داسې  يو معمولي انسان  په  وړاندې  خپل  سر ټيټ كړم ؟
پایلې یې  دا شوې چې پاڼه او شتمني  درلودل او ماده پالل د ملوكيت له بنسټيزو اصولواو اساساتو   څخه دي [ اعاذنالله منها] .
سیاسي قتل كول اویا بيګارول :
 (وَإِذْ نَجَّيْنَاكُمْ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبْنَاءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءَكُمْ وَفِي ذَلِكُمْ بَلَاءٌ مِنْ رَبِّكُمْ عَظِيمٌ)
[د البقره سورت 49 اّيت ]
 [ او هغه وخت راپه یادکړئ  چې مونږ تاسې ته د فرعون د قوم څخه خلاصون دركړ- هغوی په تاسې ډیرظلم او تیرې  کاو ه ، ستاسې زامن به يې حلالول او ستاسې لورگانې به ئې ژوندې پريښودې او په دې  کې ستاسې د پرورد گار له  اړخه   ډیرغټ  ازمیښت  و]  .
 (إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِ نِسَاءَهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنْ الْمُفْسِدِينَ)
[د القصص  سورت 4 اّيت ]
[ يقيناً  فرعون په ځمكه سركشي وكړه او د هغې اوسيدونکې ئې په ډلو وويشل چې د هغوی څخه يې يوه ډله كمزورې او ذليله كوله د هغوی  هلكان به ئې وژل او نجونې به ئې ژوندې پريښوولې، بې شكه فرعون د فساد كونكو څخه  و ] .
د ابن جريررحمة الله عليه او نورو مفسرينو وينا ده چې ددې ظالمانه عمل سبب يوويروونکې خوب و یا د نجومیانو خبرې وی ، خو په حقيقت کې دا مرفوع احاديث نه دې . خوب او د نجومیانوخبرې هم يو سبب كيدې شي ليكن اصل حقیقت  قراّنكريم په دې توگه بیان کړی  دې چې[ د هغوی قوت كم کړي ، هغوی كمزوري او ذليله کړي] "يستضعف طائفه منهم" .
 ابن جرير(رح) د ابن اسحاق رحمة الله عليه  څخه يوه وينا رانقل کوي چې :
[ فرعون بني  اسرائيل د خپل ځان له پاره په ظلم او زور وړیا خدمت كوونکې او مزدوران گرځولي وو او هغوی ئې په مختلقوكارونو گمارلي وو په ځينو ئې دنګې دنګې ماڼۍ او محلونه جوړول او په ځينو نورو ئې بزگري او کر کیله   كوله، او هغوی  به چې د كار وړنه وْ د هغو څخه به ئې محصول اخسته او دلته د  " سو ْالعذاب " څخه همدا مطلب دې   .]
په بايبل کې هم د بيگارونو او دكوچنیانو د وژلو علت همدا  پورتنې دلیل   بیان شوې  .
" فرعون » خپل قوم ته وويل چې گورئ اسرائيل  زمونږ څخه زیات قوي شوي دي نو راځئ چې د هغوی سره  د[ حكمت ] له لارې مخکې لاړ شو، په دې خاطر ئې په هغوی بيگار مقرركړ چې هغوی  ته به ئې سخت كار سپاره او په  دې ترتيب به ئې هغوی ځپول او ځورول، بیا نو هغوی فرعون ته د زيرمې ښارونه [ پتوم او رعمسيس ] جوړكړل، خو هر څومره به ئې چې هغوی عذابول په هماغه اندازه  به   هغوی خپريدل، نو هغه هغوی په نورو سختو او شاقه كارونو وگمارل او د خټو او ښختو په جوړولوا ود بزگرۍ  په كولوئې د هغوی ژوند نور هم تريخ كړ، د هغوی ټول خدمت د سختیو نه ډك وه خوكله چې د مصر پادشاه د دوه عبرانې دائیانو سره چې د يوه نوم «سفره» او د بل نوم« فومه» و خبرې وکړې او ورته ئې وويل چې كله ستاسې په لاس  عبرانې ښځو بچي وزيږول نو هغوی د تيږې په بټۍ كينوئ  نوكه چيرې هلك و  نو مړ  به ئې  کړئ اوكه نجلې وه نو ژوندې به ئې پريږدئ، خو هغه   دائيیانې د الله جل جلاله نه وويريدې ، نو هغوی د مصرد پادشاه حكم ونه مانه او هلكان به ئې ژوندې پريښول. په دې خاطر  خلك په شميرکې ډیر او د قوت خاوندان شول . فرعون خپلو ټولو خلكو ته په تاكيد سره وويل چې كه چيرې  په هغوی کې كوم هلك وي نو هغه په دریاب کې واچوئ   اوكه  انجلې وي نو هغه ژوندې  پريږدئ  .
په قراّنې اّيتونو او بائيبل کې چې د فرعونيزم كوم اصول او اساسات بیان شوي په هغو کې ويل شوي دي چې د حكمران ټولګي  نه پرته نور ټول خلك بايد وټكول شي او د هغوی قوت زیاتوالې ته پري  نښودل شي ځکه چې د پادشاهي د ساتلو او ټينګښت په خاطرهر رنگ وينه تويول ، ظلم او تشدد نه كاراخيستل  ان تردې  چې د معصوموكوچنیانو وژل ددې شاهې نظام د سیاسي نظرئې بنسټ دې. په همدې ترتيب د خلكو څخه بې له اجرته  كار اخيستل او هغوی په زور مزدورانول او هغوی ته  د هغوی  د زحمت ويستلو زبيښه او نچوړ نه  ورکول ،په دې نظام کې د پادشاه حق دې  [اعاذناالله منها].
نور په دریېمه برخه کې ولولئ...........