شاه زمان مايار:
وردګو ولايت دهېواد،د مركزي ولايتونوله وروسته پاتيوولايتونوڅخه شمېرل كيږي.دغلته دپخوانيوواكمنيواو،واكمنانولخوابې له تباهۍ نه نورهيڅ نه دي ورکړل شوي اونه چاورته دزړه له كومې كاركړيدی.
كه سړی سترګې پټې نه كړي،نوويلای شي،چې له دووكلونوراهيسې دغه ولايت كې دپام وړكارونه ترسره شوي.له فرهنګي چارو،نيولې بياتر بيارغونې پورې ټولوكارونوكې مثبت بدلون رامنځته شوی.په فرهنګي ټولنواوفرهنګيانوكې تحركات رامنځته شوي،چې دزيات تحرك له امله ډېرې ټولنې دغلته كاركوي.
ملي حاكميت ته لاره هواره شوېده.ملي بيرغ هسك شوی اوټول فرمانونه عملي شويدي.
داجراتودراپوروركولولړۍ پيل شوې او په اداره كې نظم اوډسپلين رامنځته شوی ښکاري.اودهغوخلكولاسونه چې دشخصي ګټوپه خاطربه يې اداري اودولتي چاروكې مداخلې كولې لنډشويدي.اوهاغه خنډونه چې ددغوخلكولخوابه رامنځته كېدل له منځه تللي دي.
عدلي اوقضائي سيستم كې پوره بدلون رامنځته شوی اوددغه سيستم اساس ايښودل شويدی.دولتي ودانۍ،چې دجنګونوپرمهال ورانې شوې وې،بېرته رغول شوي اوځينې ودانۍ نوې هم جوړې شويدي.دميدان- باميانوپرسړك باندې كارشوی،ځينونوروسيموکې هم سړكونه جوړشويدي.
دځوانانودسمې روزنې په خاطر دلوبډلوجوړولواولوبوته دهڅولوزمينه برابره شوېده.
عالمانو،مشرانواوجهادي قومندانانوسره اړيكي نيول شوي اورفت اوامدورسره زيات شويدی.دديني مدرسواوجوماتونوجوړولوته هم پام ګرځول شوی.ديني، ملي اوعنعنوي ورځې لكه دميلاد،خپلواكۍ اونورې ورځې هم نمانځل شويدي.داخو هغه څه دي،چې موږترې درسنيواوخپلومشاهداتوله لارې خبرشوي يواوټولمنلی حقيقت دی.
رابه شوتريخ ټول منلي حقيقت ته،له دې لاسته راوړنوسره سره،بيا هم ددغه ولايت امنيت ورځ تر بلې خرابيږي!خلك خپل ژوندله ګواښ سره مخامخ ويني!ولې ؟اياداخودامنيتي اداروكمزوري نده ؟ايا دوی دامنيت دټينګښت لپاره كاركوي،اوكه کوي يې نوبياولې ورځ په ورځ امنيت خرابيږي ؟
قوي اسناد لرم،چې امنيتي ځواكونه،تش په نامه امنيتي دي.نورهغه غله اورهزن دي چې له دوی پورته نورغله په څلورکونجه دنياکې هم نشي پيداکېدای! پوليس له غلو،رهزنواوناوړوخلكوسره اړيكې لري.غله چې يوه ورځ ونيول شي،بله ورځ خوشې وي!
ديني عالمان اوخواږه خواږه سپين ږيري ددغوناوړوپوليسوله لاسه زوريږي.له غلواوددولت له مخالفينوسره نرمښت كيږي اوپرځاى يې بې ګناخلك زورول كيږي.
پردومره ناخوالواوخرابوحالاتوباندې ولې څوك سرنه ګروي؟اوپردغه ظلم اوستم ولې رهبري نه خبريږي؟دولسمشرامنيتي مشاورين اونوراړوند چارواكي پرڅه اخته دي؟يواځې (تولسي) او(كوم كوم) ډرامې ګوري اوكه خپل مسووليت ته هم پام كوي ؟(لعنت دې وي پرداسې بې پروا مسوولينو!) ولسمشر سره څوك شته چې حقايق ورته ووايي اوكه زمونږدنورومشرانو په شان څوغوړه مالان ترې نه چاپېردي!
چغې وهل كيږي،چې دامنيت لپاره هڅې كيږي.داڅنګه هڅې دي،چې باامنه ولايت کې امنيت ورځ تربلې خرابيږي؟خوڅوك غوږ هم پرې نه ګروي؟داولايت خوكابل ته دومره نږدې دی،چې نيم ساعت كې سړی ورته رسيږي.خوبياهم اړوندچارواكي ويده دي اوددې ولايت له هيڅ نه هم ندي خبر!
داڅه دي ؟مصلحت دى؟كه داړوندوچارواكيوخولې هم دامنيتې ارګانونولخوا ورخوږېږي اوهغه پيسې چې دسړکونوشکولواوغريبانودلوټلوله لارې پيداکيږي،سره شريکوي.
دلته دپوليسولخواجرمونه كيږي اورهبري ورته چوپه خوله پاتې ده؟مونږ خوچې رايې وركولې،نودادبدبختۍ هيله خومونه درلوده.
دومره كمزوری نظام دی،چې سم ته ناسم وايي اوناسم ،سم بولي! افسوس پرداسې بې فکره واکمنو! هغه كسان چې خيانت كوي پرځاى ددې چې له دندې ګوښه كړاى شي، لانازول كيږي،پردنده پاته کيږي اويا هم لا غوړه دنده ورکول كيږي!!!
پای كې بايدووايم،چې درنواړوندوچارواكيوخداى ته وګورئ! وردګوولايت چې تراوسه دامن،سولې اوفرهنګ كوردی،دجنګونوپرمهال ډېرتباه شويدی اوجنګونوډېرخوړلی دی.دغه ولايت يوځل بيامه ناقراره كوئ !دغلته چې اوس ايله كارونه پيل شوي دغه کارونه ترې نه مه اخلئ!دښمن دومره قوي ندې،چې دولت له ننګونوسره دوچاره كړي،هم دغه ستاسې بې تربيې اوځناورامنيتي چارواكي دي،چې ټول خلك يې ځان ته دښمن ګرځولي دي اوامنيت يې له ننګونې سره مخامخ کړيدی!
نو،هاى ويدوچارواکيو،لږخودخپلولاس لاندې چارواكيوپوښتنه وكوئ؟ورشئ له خلكووپوښتئ!په دوكان كې له دكاندارنه وپوښتئ!په جومات كې له امام نه وپوښتئ؟په مكتب كې له استادنه وپوښتئ! په اداره كې له مامورنه وپوښتئ!په هډه كې له موټروان نه وپوښتئ!نوبيابه درته مالومه شي،چې دغه پوليس د امنيت دټينګښت لپاره کارکوي اوکه دامنيت دخرابولولپاره! اوددغه ولايت امنيت خلک خرابوي اوکه خپل ستاسې امنيتي چارواکي!
نو،هاى ددولت چارواكيومه پرېږدئ،چې اوبه له ورخه تېرې شي! اوبيا،بيا دځانمرګيوبريدونوغږونه واورئ!پلټنه وكړئ!چې امنيت ولې په وردګوكې ورځ تربلې خرابيږي؟ ددولت په سطحه،دسپارښتنې،سزا،اوستاينې پروګرامونه پيل كړئ!
که نه، نوداولايت کابل ته نږدې دی او هسې نه چې ددې ولايت وګړي دعدالت په هيله دمخالفينولمن ونيسي،بيابه نودکابل په خواکې هلمند جوړوي!
وروستي