
له تابه هرڅوک شي پرڅنګ ستابه ځواني تېره شي
نـــه بــــه دې وي ددر ملنګ ستابه ځواني تېره شي
اوس که هــــرڅونازو ادا کوې خو وخت ته سلام
ستاپرسینه لاچي لونــــګ ستابه ځواني تېره شي
کـــړي پېغلتوب به دې لــــقمه لقـــمه خبره نه یې
دئ دژوندبحرکي نهنګ ستابه ځواني تېره شي
ستــــاپـــه خمارکي چي نڅیږي ستا مغروره ادا
زړښت لري زور دپلنګ ستابه ځواني تېره شي
اوس لا راغلئ عمري دئ ترڅو بیرته ورځي
ترې تاووه لاس مکړه درنګ ستابه ځواني تېره شي
۰۰۰۰
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ