
دوخت دجــبر لـــوی شیطان ته ګوته نه نیسي څوک
لکه پــــه موږکي چي وخان ته ګوته نه نیسي څوک
هــــریـــو دبـــــــل پــــراوږو اړوي دشر بـــارونــــه
خوهئ افسوس چي وخپل ځان ته ګوته نه نیسي څوک
دخپل ښایست پــــه برکت سره کــــــــه هرڅـــه کوي
زړونوکي ځای لري جانان ته ګوته نه نیسي څـوک
هرڅه چــــي اوري کــــه وي واوره اویــــاتېزه ږلۍ
دخــــالق شان دئ ودې شان ته ګوته نه نیسي څوک
کــــه ستــــــــا ولاس ته عمری درغلې ډیري روپۍ
بیا ستا وکور او دسترخوان ته ګوته نه نیسي څوک
۰۰۰۰
په درناوي
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوامسلم باغ
omari.zabul@gmail.com