غـــــــزل

دا چــې څــڅـيـــږي ســـپين غمـــي غمـــي لــه هـاره
چــيـنه مونږه وه غوښــتې ســپيـنو لــپو کــې له يــاره
 
چـينه دســحـر ســترګـــې يې ړندې کـــړې په تــيـارو
مــيينو مونږ ته ښــکاره نه شــوله دلــته تر ســـــهاره
 
چينه دآشنا سترګو کـړل په سـترګو کې رودونه روان
او بيــاهـــم ســترګــو کــړه په ســـترګــو کې مـــهاره
 
چـيـنه داشـــين چمـن منــــګى ترڅــنګ ، وربل کــې
ګوتې وهـــي دکلي م؟ستو پيغـلو کړه ځـانــته هــنداره
 
چيـــــنه دحـسيـني هـوډ لــيوني اوجـل وهــلى مـــنزل
خدايــــه ته کـړې! دعـــــــشـق کاروان ته ټـولـه لاره
 
چينه اوس د هوسيو اوښکې څښي زمونږ په غرو کې
شپانه دتقدير(( ديو)) ترې تــښتولې ده حـقبــاره چـينه
 
 
محمد حسن حقيار