هر چا خپله برخــه راکړل ډير غمـــــونه
که رقيب دی که طبيب دی که مې يار دی
شکر خدايه چې پښتون يم مسلمان يم
ځکه هر غم ته زړګــۍ زمــا تيـــــا ر دی
د تقدير برخه به خواره وي زړګيـــــــه
کنه تدبير خو دې هر چا اختيـــــار دی
يار ژړل چې زه يې وليدم کوڅــــه کې
ويې دا ليــونی اوس د چا په کار دی
د بلا تــر خــولـــې راوړي دې حالاتو
پرديس ځکه ستا مدد ته انتظار دی
هلمند پرديس
د اوکراين جمهوريت اديسه ښار
وروستي