خوږولوستونكو!
تاسي مه خفه كيږئ اجازه راكړى چه لومړى له ښاغلي كرزي صيب سره روغبړو كړم ځكه چه هغه خو زموږ اوستاسووياړلى،پياوړى اوپه اولس گران مشردى كه نه؟
ښه ښاغلى اولسمشره!
څه حال مودى؟
ياران اودوستان ښه دي؟
ميرويس جان څنگه دى؟
له بيزنس سره موڅه حال دى؟
هغه دتركمنستان نلليكي څنگه شوې؟
زما په خيال خواوس په ټول هيواد امن وزرغوړولي دي څكه خوپه پلازمينه څه چه په هرولايت كي پانگوال جوپه جوپه گرزي دومره امن دى دومره چه حد نه لري حد!؟
وايم ټوكرۍ له سرو زرو ډكې خلگ شاته واچوي اوبي له كومي ويرې خپله لاروهي څوك مخ لا نه
ور اړوي دا ټول ستاله بركته اوشهامته دي صيب!؟
اوس خوهغه پخواني وختونه نه دي چه زموږ په مظلوم قام به روسانوبمونه اوسكاټ راكيټونه را وورول او ببرك كارمل(شاه شجاع)به بيغمه په ارگ كي دورځي دوه ليتره مسكوسكايا وودكا وهله هو!
چه هير مې نشي هغه خو دومره غيرت درلود چه لكۍ يې ښورولى شوى خير كه غپيدى نه شوى ښه مي په ياد دي چه ديوې ډلې ژورنالستانوپه مينځ كې يې په يوو انگريزي ژورناليست غږ وكړ اوورته وئې ويل:
تو چي ميگي انديوال قديم؟خيرپه هرصورت هغه خو دتاريخ سېلۍ په هوا كړبيا له هغه راوروسته د نجيب اﷲ،اشرارواوبياپه اصطلاح دطالبانودوران هم اولس وزغمه بيا نو كله چه نړيواې ټولنې د تاسې غوندې جناب رامخ ته كړهسې به په هغو لومړيو ورځو كي كله ناكله ناټو سهواٌيونيم بم په شكمنو كليو،بانډو،هديرواوودونوواچاوخوداشكردىچه ته وې ځكه چه له تا يې سترگه سوځيده كه نه اوس به دپښتون تخم لا نه وو پاته وايم ته خودې راته ژوندى يې صيب!!!!
ياره دټولومشرانو ركاټ دې ورمات كړبيشك باداره بيشك!؟
هو!
ريښتياهغه ورځ دي چه دناټوعمليات وغندل او خبردارى دې وركړگوره څنگه يې نن په گرشك ولسوالي دبمونو په څاى گلان وواورول؟؟؟؟
هرځل چه تاسوپه ناټونيوكه كړې ده دوى خامخا دبمونو په ځاى بيشميره گلونه اورولي دي؟؟؟؟
هغه متل دى ويل ليو ته يې چه نصيحت وكړ په هغه ورځ يې دوې مېږې وخوړې پخوا به يې يوه خوړه!!!!
څنگه دگرشك ولسوالي تنكي گلان به دي له بينوا پاڼي ليدلي وي چه پاڼي پاڼي شول اوتا لاد علي جنا ټوپۍ په سر،وريښمينه تفريحي چوپانه په تن اوپه دلكشاه ماڼۍ كي قدم وهي افرين افرين په تا!؟
زه نه پوهيږم چه داستا زړه له كاڼي جوړ دى اوكه اصلاٌ زړه دركې نشته؟؟؟؟
ته خو هسې دڅو شيبو لپاره فكر وكړه چه كه دهغوماشومانو په مينځ كي دا ستاميرويس جان واى نو په تا به څه حال وو؟
اولسمشر صيب !!!!
باوروكړه چه دورځي هم ښه پوره ستومان اوسرگردان شوى يم اوهمدا اوس نيمه شپه ده له درد ا و غمه خوب نه راځي نور خو مي څه په وس نه دي پوره بس په تاپسې مي په دې نيمه شپه قلم برابر كړكه خداى ليږ زړورتيا دركړي اوداولس په حال غمجن شې ....نورنه پوهېږم څه درته وليكم....
دادىورو وروشپه رڼا كيږي دازادۍ له راديو مې واوريدل چه تاسوجناب ايټالياته والوتلئ په مخه مو ښه خو گوره وخت تيريږي او پښتون تباه كيږى داستا په دوران كي خودپښتون كورلا پسې وران شو
كه په ارگ كي دجنگسالارانوله ويرې پټه خوله گرزې دروم په كنفرانس كې خوليږ خوله وازه كړه كه نه!؟
ورته ووايه چه دقانون حاكميت بې د ناټوله مداخلې نه كيږي ناټو بايد دميلوشدويچ په شان جنگي جنايتكاران لاستړلي د دنهاق محكمې ته وسپاري.
دڅوجنگي جنايتكارانوهغه هم دمسكو،ايران اوپاكستان جاسوسانولپاره خونړيواله ټولنه مه بدنامه وه اوكه ته په حق يې نوبيا افغان اولس ته دنړيوالې ټولني بد نيت ورپه گوته كړه دخلگو مخه خو تانيولې تر څو به اولس غولوې؟اوڅومره عمر به نور لرې؟
اوس موږ ټول شكي په دې ېوچه دمظلوم پښتون په كورسر پر سراوربليږي خوپه نورو سيمواو د پلازمېني په زړه كي غلو او داړه مارانو ته شين څراغ لگيدلى بريښي؟؟؟؟
پرون بيا په وزيرمحمداكبرخان مېنه كي ددين محمد جرت داړه مارانو چه ځان ته دملكي امنيتي كمپنېو غړي وائي اوپه نوموړې مېنه كي په اصطلاح امنيتي دندې لري په رڼاورځ له يووانترنيتي شركت څخه۱۷۰زره ډالره چور كړل؟؟؟؟
پوليس ،ايساف اود رحيم خان ورگ پوځ چيرې وو؟
هو!كه نه ؟ هاهاهاها هغو خو ټولو خپلې سپېڅلې دندې ترسره كولې مړه!!!!
هغوى خوتللي وو چه په هلمند،قندهار،پكتيكا،پكتيا،كنړاونورو پښتني سيموبمونه وغورځوي ځكه هلته له ملكي بي وسلو وگړوكونډورنډواو يتيمانو څخه نړۍ ته گواښ پيښ شوى دى هوښياره؟؟؟؟
په هرات كي هم دتورن اسمعيل مجاهد(اشرارصيب)ډلې پرون په رڼا ورځ بانك چوركړ.
له داسي غلو څخه چه اداره په كنترول كې لري،دمخدره موادوگرمه گرمه سوداگري كوي،امن يې له نړيوالې ټولنې سره يوځاى په شرمو وشرماووله هغو څخه نړۍ ته گواښ نشته خو يوازي اويوازي دبيوسو بيوزلوكونډواو يتيمانوڅخه ناټو ويريږي؟؟؟؟
ښه خوږولوستونكوله كرزي صيب سره به مخه ښه وكړم اوس به له تاسو سره روغبړ شروع كړم!
ياره ستره ناروا له موږسره كيږي داپردي به پريږدورابه شو داخپلو پښتنوته اول خو موږ پخپله يو اوبل ترمرۍ سره نيولي دي بل دسر چنگك راته طالب شوپه طالب كي دومره عقل نشته چه پوه شي چه داولې، دڅه لپاره او چيرې جنگيږي راځي راځي په پښتنو ميشتو سيموكي بلاوې كري مشرف لكه خوميني دجنت كيلي په لاس ور كړې ده زموږ دپښتنوكور پې ورانوي نه پوهيږم چاته نور مخ ور واړوودخداى لپاره راځئ نورداخوان،خلق،طالب اوټولي هغه ناوړه ټاپې چه پښتون يې دمرگ ترپولې راورساوونوري يو په بل ونه وهو راځئ چه دنړيوالې ټولني قناعت حاصل كړو او ورته وښيو چه د دوى گټې دپښتون قام په گټو كې دي.
سپيڅلو ليكوالو وروڼو!
همدانن يې ورځ ده پورته كړئ خپلې نارې سورې گوندي څوك يې واوري زه دانترنيت په پاڼو كي ډيرپه زړه پوري علمي مطالب گورم خوزه به يووړوكى مثال تاسو ته وليكم مثلاٌ:
كه يو څوك په يوه كوټه كي ناست اومطالعه كوي ترڅودعلم زدكړه حاصله كړي خو يونا څاپه زلزله
كيږي نوتاسي څه واياست چه دا ښاغلى مطالعي ته دوام وركړي اوكه لومړى خپل ژوند وژغوري؟
ښكاره خبره ده چه ځان به باسي هر وخت چه ارامي شوه نوبه بياخپلې كوټې ته راځي اوپه خپله مطالعه اوزده كړه به شروع كوي دا مانا چه لومړى دزده كړې دشرايطو برابرول په كار دي نوراځي چه لومړي ژوند وگټو بيا علم.
زموږځينې ليكوال وروڼه لا اوس هم په خپلو كوروكي پلن پلن ناست دي ځيني خو يې لا د كولتوري ټولنو مشران هم دي په خپله خو دليكلو، نارو اوفرياد هيمت ورسره نشته دنورو مخه هم نيسي او ځوانو ويبپاڼو چلوونكو ته نصيحت كوي چه دا ډول مطالب زموږ په ضرر دي دا مه خپروئ هغه عاجزان هم ځوانان،هم كم تجربه اويا خوډارن دي نو بيا بهانه كوي چه وﷲ زموږ پلاوي هيت ستاسو مطلب ونه مانه دا پلاوى هيت تباه اوبرباد كړې چه نن دپښتون غږخپرول نه غواړي سبا خو به نه دا پلاوى هيت پاته وي اونه پښتون قام.
په گران هيوادمينو لوستونكو،ويبپاڼو او ورځپاڼو چلوونكو!
دا ځل به ستاسو لحاظ وكړم خواخطار وركوم چه كه وضع په دې شان دوام وكړي اودوى لا هم ليكنې ونه كړي،دچا مخه ونيسي اويا خوسيميزتعصب ته دوام وركړي اودپښتون په يوو كور كي كورگكي راته جوړكړي نوبيا به يې نه په كومه راديو كي څوك رانه خلاص كړي اونه په ويبپاڼوكې دهريوونوم به جلا جلا دخپل مظلوم اولس ترغوږو ورسوم.
وروستي