د سیمې لپاره د سولې د ګډ کنفرانس پرېکړه لیک

 
له ۲۰۰۸/۱۱/۱۴ تر ۲۰۰۸/۱۱/۱۶ نېتې پورې د مېديوتيک افغانستان او د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز له خوا د ( سوله د سيمې لپاره ) تر سرليک لاندې دکابل په انټرکانټيننټل هوټل کې يو ګډ سيمه ييز کنفرانس جوړ شو . په دغه کنفرانس کې، چې له پښتونخوا ، بلوچستان او افغانستان څخه يو شمېر سياسي کارپوهانو ، څېړونکو او ليکوالانو ګډون کړی وو، په سيمه کې د ترهګرۍ د موجوديت ، عواملو او داچې ولې په ځانګړې توګه پښتانه د جګړې قربانيان دي او همداراز له موجوده حالت څخه د وتو د لارو چارو او د سولې د مختلفو اړخونو په هکله بحثونه وشول. د کنفرانس د علمي کمېټې غړو په متفقه ډول لاندې ټکي  او تجویزونه وړاندې کړل :
ترورېزم څه دی  : تروریزم ټاکلو سیاسي، ټولنيزواو ايډيالوژیکو ( عقيدتي ) هدفونوته د رسېدو لپاره پر نورو باندې د زور، تشدد، دهشت،  وېرې  اونورو غیر سوله ییزو او ناروا لارو تپل دي، چې اغیزې یې دوامداره دي او زياتره ملکي خلکو (  civil centers) ته زيان په کې رسيږي .
په سيمه کې د جګړې اوترهګرۍ  عوامل او دا چې ولې په ځانګړې توګه پښتانه يې قربانیان دي
1. ځانګړی جغرافيايي او ستراتيژيک موقعيت
2. اقتصادي، سیاسي، نظامي، تاریخي او ایډیالوژیک (پان اسلامیک) ارزښت.
3. په سیمه کې د لويې لوبې او ساړه جنګ پاتې شوې اغیزې.
4. د بریتانوي استعمار د تسلط پر مهال په سیمه کې غیر عادلانه وېش.
5. له ۱۹۷۳ نه وروسته دغې سیمې ته د جنګي اقتصاد راتګ او هغې ته وده ورکول.
6. د پاکستان لخوا د افغانستان په مقابل کې د ستراتیژيک عمق دپالیسۍ غوره کول
Pakistan's old traditional foreign policy was dictated by two major constraints.
• The Indian threat in the east, and the Pashtunistan problem in the west which re- surfaced with the April, 1978 Revolution followed by the soviet intervention in Afghanistan.
• General Zia him self confessed in an interview with S.S Harrison shortly before his death that his goals, from the beginning of the war.
• "Were to destroy the Communist infrastructure, install a client regime and bring about a" strategic alignment" in South Asia.
We have earned the right to have a friendly regime" there" he declared. We took risks as a frontline state, and we won't permit it to be like it was before, with Indian and Soviet influence there and claim on our territory. It will be a real Islamic state, parts of a Pan- Islamic revival that will one day win over the Muslims in the Soviet Union, you will see".
7. د ساړه جنګ په نتیجه کې دقومي قوتونو او جوړښتونو کمزوري کېدل اود دغوعواملو په نتيجه کې  د کرښې دواړو غاړو ته پښتنو دخپل واک له لاسه ورکول (ددغه ټولنې په اجتماعي ترکیب کې داسې بدلونونه راوستل شول چې خپلې تاریخي عنعنې او موسسات یې له لاسه ورکړل  او د غیرتي پښتون او غیرتی مسلمان طرز تفکر یې واخیست او دا عامل دده د تباهي سبب شو.) د طالبانو او پښتون شناخت یو کول ددغه تسلسل د ټولو نه لوی ثبوت دی. په دغه دوران کې په ټوله سیمه کې پرې وطن دوسته قوتونو کمزوري کړای شول.
8. د علاقايي او نړیوالو قوتونو داخلي سیالۍ او رقابتونه.
9. په سیمه کې د خپل منځي ستونزو د حل لپاره د پایښت لرونکي ستراتیژي نشتوالی.
10. د نړیوال کېدو د بهیر په نتیجه کې د نړیوالې، ناسالمې سیالۍ جریان رامنځته کېدل.
11. په سیمه کې د طبيعي شتمنیو په اړه کړکیچونه.
12. په سیمه او په تېره بیا د پولې په دواړو خواو کې د تعلیم د کچې ډېر زیات ټېټوالي.
13. د هېواد په کچه سيمه ییزو فرهنګي ارزښتونو ته کمه پاملرنه.
14. په سیمه او په تېره بیا د پولې په دواړو خواو کې د تنفر، خشونت او کرکې د خپرولو لوري ته رجحان او د ټولنې د اړتیاو پوره کولو لپاره د نوي عصري تعلیم سره مخالفت.
15. په سیمه او په تېره بیا د پولې په دواړو خواو کې پراخه غربت.
16. په سیمه او په تېره بیا د پولې په دواړو خواو کې پراخه بیروزګاري.
17. سیمې ته د بهرنیو مرستو غیر متناسب وېش او په هغو کې فساد.
18. په سیمه کې د مخدره توکو سره د مبارزې د همغږې پالیسۍ نشتوالی.
19. په سیمه کې د پرېکړې او فیصلې کولو په اورګانو کې د خلکو نامناسبه ګډون.
20. په سیمه کې د نظامي، امنیتي شبکو لخوا د ترهګرۍ ملاتړ.
21. د ترهګرۍ ځالو تحفظ.
22. د ځینو سیاسي ډولو له خوا د ترهګرۍ ملاتړ.
23. د ترهګرو ډلو پر خلاف د نافذو بندیزونو نه عملي کېدل.

د حل لارې
الف : سیاسي، نظامي او د دولتي ادارو په چوکاټ کې.
1. د کرښې دواړو غاړو ته میشته پښتون، بلوچ او افغان قامي جرګې دې د نړیوال نظارت  ، نګرانۍ او ذمه وارۍ لاندې  را وغوښتل شي او په دغو جرګو کې دې د هر خېل او قبیلی نماینده ګي لازمۍ وي. دغه جرګې دې په تفصیل سره او د افغاني روایاتو مطابق دسيمه ييزو ستونزو څېړنه وکړي او د تګ لار دې وټاکي. په دغو جرګو کې دې د مربوطه دولتونو یعنې «افغانستان او پاکستان» نماینده ګان هم موجود وي.
2. د پاکستان او افغانستان مملکتونه دې د ښه او برابر حیثیت د ګاونډیانو په حیث د ژوند کلکه فیصله وکړي او د امن لار دې خپله کړي.
3. دولتونه دې دترورېزم پر وړاندې د سیمې د موجوده واقعیتونو پر بنسټ ګډه او پايښټ لرونکې ستراتیژي جوړه کړي  او له نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ کې د ترهګرو پر ضد د مبارزې ملاتړوکړي  .
4. د ترهګرۍ د اصلي ځالو تشخیص او د هغوی له منځه وړلو لپاره سیاسي، نظامي او اقتصادي اقدامات او د هغو سیاسي ډلو او موسسو تجرید چې ترهګري تشویقوي.
5. د افغانستان او پاکستان له سیمو نه د غیر ملکي او غیر مقامي ترهګرو ویستل ، د ترهګرو تنظيمونو بې وسلې کول او په کورنيو ترهګرو کې هغه څوک چې ددغو هېوادونو آئین او اساسي قانون مني او وسله کېږدي له هغوی سره د مذاکراتو ترسره کول او هغوی د سولې پروسې ته هڅول.
6. په سیمه کې د ولسونو په مرسته د دولتي او غیر دولتي تروریزم له منځه وړل اوپه ځانګړې توګه په بلوچستان کې د دولتي تروریزم مخنیوی او د بلوڅو د مسئلې حل.
7. په (FATA) کې د دغو سيمو د ولسونو په خوښه د سیاسي، اقتصادي او آئیني اصلاحاتو راوستل . همداراز د افغانستان اړخ ته په  جنګ ځپلو سیمو کې  د قومي شوراګانو په لاس او په (FATA) کې د اولس د مرضي مطابق دیوه جامع انکشافي ماسټر پلان طرحه کول.
8. په دا سیمه کې د هغوعواملو او وجوهاتوله امله چې مخکې يې ذکر شوی د کولتوري، سیاسي او مذهبي لاس وهنې  بندول او د اکډیما، میډیا او فرهنګي ټولنو لخوا  د امن برداشت ، روادارۍ او د عدم تشدد کولتور ته د فروغ ورکول.
9. .د سیمې د اولسونو په منځ کې  د دوستۍ او ورورګلويزو  اړیکو  مظبوطول او وده ورکول او په همدې لړ کې:
ـ د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ اسانتیاوې.
ـ د افغانستان او پاکستان د دوستۍ ټولنې جوړول.
ـ د دواړو هېوادونو د پارلمانو ترمنځ همکاري.
 
10 په سیمه کې د دیموکراسي پلوي ډلو پیاوړتیا ته ژوره پاملرنه.
11 په سیمه کې د استعمار له دوران څخه د را پاتې مسئلو د ملي، ثقافتي او موجودو ټولنیزو ارزښتونو په رڼا کې د سوله ییزه حل لارو چارو لټول اوپلي کول.
12 د امن جرګې ملاتړ او پیاوړتیا.
13 د دولتونو د پارونکو تبلیغاتو کنټرول.
14 د جرمونو د مخنیوي لپاره ګډه همکاري.
15 د مخدره موادو په وړاندې ګډه مبارزه.
16 دکډوالو د ستونزې د حل لارې چارې.
17 په دولتونو کې د ولسونو متناسبه ونډه او عدالتونو ته په آسانه د خلکو رسېدنه.
ب: په اقتصادي برخه کې.
1. د غربت د ختمولو لپاره په سیمه کې د نړیوالو په مرسته د اقتصادي او صنعتي ژور بدلون لپاره ګډه ستراتیژي.
2. په سیمه کې د بی روزګارۍ د ختم لپاره د پایښت لرونکو پروژو عملي کول.
3. په سیمه کې د نړیوالو مرستو عادلانه وېش.
4. په سیمه کې د مخدره توکو پر ضد ګډه سیمه ییزه او نړیواله ستراتیژي.
5. ګمرکي اسانتیاوي
6. د ترانزیتي ستونزي حل.
7. په سیمه کې ګډه پانګه اچونه.
8. اقتصادي بیارغونې ته په سیمه کې پاملرنه.
9. په سیمه کې د اقتصاد غیر پوځي کول.
10. د لارو او اورګاډو د لاین جوړول.
11. د لاسي صنایعو وده.
12. د کرهڼې د سکتور وده.
13. په سرحدونو کې ګډ مشترک بازار جوړول.
14. د افغانستان له خاروې مرکزي آسیا ته اسانتیاوي برابرول.
15. په کلیو کې د کاروبار د نویو ظرفیتونو ایجادول.
ج: په فرهنګي برخه کې
1.  د سیمې په هېوادونو کې د مدرسو لپاره واحد نصاب او ددغو مدرسو ثبتول او د ښوونځيو پر درسي نصاب باندې د سره غور کول.
2. په جنګ ځپلوسیمو کې د لیلیه لیسو جوړول.
3. د  سیمې د هېوادونو د پوهنتونو ترمنځ همکاري.
4. افغانستان – پاکستان فونډیشن«بنیاد» جوړول.
5. د ښځو ښوونې، روزنې ، فرهنګي او ټولنیزو هڅو ته پاملرنه.
6. هنري ګډ فعالیتونه.
7. په سیمه کې د محلي میډیا وده او د هغوی تر منځ همکاري.
8. په سیمه او په تېره بیا د پولې په دواړو خواو کې د معارف د کچې لوړول.
9. د فرهنګي ارزښتونو له مخې په سیمه کې د خلکو د بیدارولو او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره کار.
10. د مدني ټولنو، میډیا او سیاسي ګوندونو ترمنځ همکاري.
دغه سیمینار په دې لړ کې د خپلې بڼې  اولنی ګام دی او دې ته بايد په تسلسل او لا زیات تنظیم او کلکې ارادي سره دوام ورکړل شي.
دغه سند به په ملي او انګلیسي ژبو کې ترتیب او د افغانستان او پاکستان دولتونو او ملګري ملتونو ته به د لازمو اجرااتو لپاره د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز او میدیوتیک له خوا  سپارل کېږي.