
په خبرونو کې موواورېدل چې په هيواد کې د سولې، بيارغونې او د بشري حقونو د څېړلو په موخه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پلاوى تېره ورځ کابل ته راغى.
د دغه پلاوي په ترکيب کې د ١٤ هيوادونو سفيران او استازي ګدون لري او مشري يې په افغانستان کې د ايټاليا سفير جيليو تيرزي کوي .
دغه پلاوي په کابل کې د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې له ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر دولتي چارواکيو او د مدني ټولنو له استازو سره وليدل.
د معلوماتو له مخې، د دغه پلاوي په کاري اجندا کې له دولتي چارواکيو سره د امنيت په اړه خبرې، حکومتداري ، بشري حقونه، اقتصاد او ټولنيزه وده ، شامله ده.
دغه پلاوى به د خپل سفر په ترڅ کې نړيوالې ژمنې او له افغانستان څخه د ملاتړ لپاره د پاريس کنفرانس د ګډون کوونکيو ژمنې هم وڅېړي.
داچې جنګ ځپلي افغانستان ته يوځل بيا دحقايقو دموندلو په تکل پدې کچه لوړپوړى نړيوال پلاوى راځي ډېره دخوښۍ خبره ده . افغانستان په رښتيا هم دنړيولو پام او له انزوا څخه راوتلوته اړه لري.
خو داپلاوى که غواړي چې رښتيا هم له حقايقو او په افغانستان کې له پېښو خبر شي او دافغانانو دردونه ، دستونزو اصلي لاملونه ، په افغانستان کې پرمختياوې، دبيارغونې شوي کارونه او نور موجود واقعيتونه وڅېړي ، دامعلومه کړي چې ددوى لخوا مرسته شوي لسګونه ميليارده ډالر څه شول ،دافغانانو کوم درد پرې درمل شو، له افغانانو سره په افغانستان کې دمېشتو بهرنيو ځواکونو چلند څه ډول دى ، ولې هره ورځ ددوى په بمبارکې لسګونه بې ګنا او ملکي افغانان وژل کېږي،افغانان له خپل دولت څخه خوښ دي او که ناخوښه نوپه کار ده چې يواځې له دولتي چارواکيو ،او دبهرنيو ځواکونو له مشرانو سره ونه ګوري ، يواځې له دوى سره په کتنې اکتفا ستونزې نه حل کوي ، ځکه هېڅوک هم خپله لمن پخپل سر نه رااړوي، بلکې دوى بايد دټولو سياسي جرياناتو لکه سياسي ګوندونو،دژورنالستانو ، مدني ټولنو له استازو، دملي شورى له غړيو او ان دښاغلي کرزي له سياسي اپوزيسيون سره هم وګوري ، دهغوى نظريات ، مشورې ، سپارښتنې ، ستونزې او شکايتونه واوري او په رڼا کې يې وړ تصميمونه ونيسي .
که حقيقت پلټونکى پلاوى يواځې له دولتي چارواکيو اود بهرنيو ځواکونو له قوماندانانو سره په کتنه بسيا وکړي نوښايي له ډېرو واقعيتونو او حقايقو هغه چې دوى يې دپلټنې او معلومولولپاره راغلي ناخبره پاتې شي .
حقيقت پلټونکي پلاوى بايد هاغسې لکه له ترکيب څخه يې چې بريښي ځواکمن وي، او کله چې په افغانستان کې له پېښو ، حقايقو ، وضعيت او دستونزو له اصلي بنسټ څخه خبر شي نو بايد په حل کې يې هم جدي او غوڅ ګامونه واخلي ، دافغان دولت په څېر بايد کاذب مصلحتونه په پام کې ونه نيسي، داپلاوى بايد ددې واک ولري چې که ستونزه دافغان او بهرنيو لوړپوړيو چارواکيوپه منفکولو حل کېږي نو په دې اړه په پوره ډاډ او جرئت له افغان ولس سره مرسته وکړي ،ا وددې بې کفايتو چاواکيو له منګولو او يرغمل څخه دافغان ولس په خلاصون کې بايد له دې ولس سره مرسته وکړي.
که داپلاوى هم په حقايقو سترګې پټې کړي، دلته قصداً ځان له جرياناتو خبر نکړي ، او يادپخوا په څېر کاذب مصلحتونه په پام کې ونيسي ، يا په جرئت کار ونشي کولى نو بيابه هېڅ ګټه ونلري او داکميسيون به هم دښاغلي کرزي دهغو لسګونو کميسيونو نو په څېر وي چې په دې اوو کالو کې افغانانو دهېڅ يوه پايله هم ونه ليدله .