
ژوندون راډيو ټلوېزیون د خپلو پرله پسې، برياليو ګامونو په تعقيب يو بل بريالی ګام هم اوچت کړ، د ژوندون راډيو ټلوېزيون لپاره يې يوه ځانګړې وېبپاڼه پرانيسته، په دې وېبپاڼه کې به د ژوندون راډيو ټلوېزيون بېلابېلې خپرونې خپرېږي. سربېره پر دې به د هېواد، سيمې او نړۍ د تازه حالاتو په باب، خبرونه، راپورونه او مرکې هم خپرېږي. د ليکوالو ليکنو ته هم ځانګړی ځای ورکول شوی دی. درانه او قدرمن ليکوال کولای شي، د ژوند د هر ډګر په باب خپلې ليکنې راواستوي. د ژوندون ټلوېزیون د وېبپاڼې پته ده: www.Zhwandoon.tv ژوندون ستاسو د نويو او تازه ليکنو، تبصرو، نظرونو او وړانديزونو په تمه دی، ژوندون د خپلو ګرانو هېوادوالو د ژوند د سوکالۍ لپاره هڅه کوي، ژوندون تاسو سره دی، تاسې له ژوندون سره اوسئ.
په درناوي
د ژوندون اداره