د فلک تندر

د فلک له تندر مه ډارېږئ خلکو
د موسی لکڼې ډوب پوره لښکر کړل


تر اسمان يې چې اوچت سر په غرور ووړ
تا هر وارې په ګونډو خاورې پر سر کړل


هر فرعون د زمانې چې لښکر راووست
هر کړنګ او خپل ټټر دې ژر سنګر کړل



که موسی نه وو، عصا، سمندر نه وو
ملالۍ وه ميوندونه يې ډګر کړل


نن د غرب ځناور ولې يې ډارلی؟
د انګرېز تختونه تا چپه پر سر  کړل


نن فرعون د زمانې ستا شمله غواړي
خو سرونه د مغل تا پر نښتر کړل!


نن دې بيا په مېنه تاخت او تاز جوړ شوی
\"نور\"  خوشحال را ويښوي که تا څه نه کړل