
ولې پښـــــــ+ــــــتونه بې پښتوشولې ته
لــــــــــــــــــــه کلي،نرخه په وتوشولې ته
یا دی تاریخ دپلار،نیــــــــــکه دي دروغ
یا خو په بلــــــــــــه لار په تلو شولې ته
لکه نانځــــــــــــــــــــکه خپل اختیارنلرې
دبل په لاس په نڅــــــــــــــــــیدوشوې ته
هرغوره اصــــــــــــل دې ترپښوکړلاندې
ځان ته دښــــــــمن، مل دپردوشولې ته
اغیارکړي ژوند، ته خــپل ګریوان څیروې
نورشه لږ ويــــــښ په ورکیدوشولې ته
که دټوپک پرځای قــــــلم دې واخیست
وایم به اوس په ژونـــــدون پو شولې ته
دتاله غمه یې زړه وریت،لـــــــوغړن دی
که (منـــــــــــــتظر) ته په کتوشولې ته
20/08/2012
ډ. ا. خ.