مديريت د يوۀ فعاليت پۀ توګه:

ژباړه او زياتونه: انبيا ژمن
لکه نور بېلابېل فعاليتونه – ليکل، لوبې کول، خوړل، پخول او داسې نور چې د انسانانو له خوا ترسره کېږي، مديريت هم يو ډول فعاليت دى ځکه مدير هغه څوک دى چې د نورو د هڅو پۀ لارښوونې او څارنې سره خپلې موخې ترلاسه کوي. د کونټز (Koontz) له نظره، ” مديريت يعنې هغه څۀ چې مدير يې ترسره کوي“ . د فعاليت پۀ توګه مديريت له لاندينيو فعاليتونو څخه برخمن دى:
1.      مالوماتي فعاليتونه:- د سوداګريز بنسټ له دندو څخه يوه هم پۀ پرله پسې ډول د مدير له خوا پۀ ليکلي يا وييز\شفاهي ډول د مالوماتو ورکول او تر لاسه کول دي. مدير د چاپېريال څارنه کوي او د نورو څانګو له تر لاس لاندې او جګپوړو څخه مالومات ترلاسه کوي او ټول شوي مالومات اړوند چارواکو ته خپروي. د دې لپاره چې د تشبث دندې اغېزناکې ثابتې شي، له تر لاس لاندې او همدارنګه جګپوړو سره د اړيکو د ځنځير رامنځ ته کول اړين دي.
 
2.      پرېکړه ييز فعاليتونه:- نږدې\تقريباً هر ډول مديريتي فعاليتونه د يو يا بل ډول پرېکړې پر بنسټ ترسره کېږي. مدير د څانګې د سمون او پرمختګ لپاره او يا د چاپېريال له بدلون سره سم\مطابق د عکس العمل پۀ موخه بېلابېلې پروژې نوښتوي. يو مدير بايد د تمې خلاف فشار پۀ مقابل کې ځواب ووايي، او له پلان څخه د کږېدو پۀ صورت کې بايد پرېکړه وکړي. نو له دې سببه مديران پۀ پرله پسې توګه بېلابېل ډول پرېکړې پۀ غاړه لري ځکه چې د يوۀ مدير له خوا پرېکړه د نورو مديرانو لپاره د عمل بنسټ ګرځي. (د بېلګې پۀ توګه د خرڅلاو مدير د مطبوعاتو او خبرتياوو د محتوى پۀ اړه پرېکړه کوي).
 
3.      يو تربله ييز\ ذات البيني فعاليتونه (Inter-Personal Activities):- مديريت د خلکو له لارې د موخې ترلاسه کول پۀ غاړه لري. نو له دې سببه مديران بايد له جګپوړو او همدارنګه ترلاس لاندې کسانو سره متقابل  کړه وړه او اړيکې وساتي. پۀ يوتر بله ييز فعاليتونو کې تر لاس لاندې کسانو او او ستونزو ته پاملرنه شامله ده. (د بېلګې پۀ ډول، ګومارنه، د کار کوونکو روزنه، انګېزه او تر لاس لاندې کسانو ته د انعام پۀ توګه اضافه پيسې ورکول).
 
نور بيا
اخځ: http://www.managementstudyguide.com/management_activity.htm