
غوړېدلې
غوټۍ نه وي چې رژېږي
پسرلي مو
څه بې وخته خزانېږي!
په څه
بيړه داملت لحد ته درومي!
خدايه دا بلا
مو ولې نه تېرېږي؟
موږ له
سپينو جامو اور واخيست خالقه
زاهد تېر
نه وي مفتي را روانېږي
ټول يې دلته
يو پر بل پسې تکفير کړل
د جومات
منبر به ولې نه نړېږي؟
هر ماشوم
يې چې په مرګ سره محکوم کړ
له هغه
فرعون د رحم تمه کېږي؟
دلته هر
بچی يوسف دی چې ورک شوی
هر يو
پلار دی چې يعقوب غوندې ړندېږي
خدايه ژر
مهدي را لېږه چې راښيي
تور دجال
را ته په هره بڼه کېږي
که جهاد
که خلافت او که اسلام دی
رنګارنګ د
ده په خوښه تفسيرېږي
پر لېمو
مې چې صليب تاړاک جوړ کړی
د اسلام
ټيکه داران دي چې لوبېږي
\"نور\"
ته تمه د دوستۍ ده ګرانه شوې
د زردشت چې
نن له اوره کرکه کېږي