
وچه چیرته مه شه د ګلاب د اننګوپرخه
مسته چې شي پیغله دشباب د اننګو پرخه
غر به دړې وړې شي په دنګو ، دنګو څوکو کې
رنګ که د پښتون سور شي عناب د اننګو پرخه
رنګ ېې شو بدل د میو پریوته له لپو نه
جام ته په سلګو شوه د شراب د اننګو پرخه
مینې د غزل توري په تار د وفا وپيئه
ژاړي دې نغمو ته اوس رباب د اننګو پرخه
تاته دې منظر کې فلسفې د هجران څه ویل
ډوبه شوه په کرښو کې کتاب د اننګو پرخه
ر پ