دې ته زه څه ووایم

دې ته زه څه ووایم
ما ویل مینه به وي
چې مې د خوږ زړګي په رګ کې ښوري
ما ویل  مینه به وي
چې مې د زړه لیمو ته لکه رانجه پورې ده
ما ویل مینه به وي
چې یې تل ذکر د زړګي په غوڅه ژبه کوم
ما ویل مینه به وي
خو دا هغه نه ده چې ما ګڼله
دا هغه مینه نه ده
دا یو احسان د ی دتقدیر د لوبو
چې یې شوم لاس بیا زما په سر تیر کړی
ما ښه لیده چې په زړګي یې راته زخم راکړ
زخم د مینې د الفت او د خوږو ارادو
ښه د دردونو امیدونو او پستو افسانو
خو بیا یې مالګه د احسان ورباندې وپاشله
(چې زه تنها او دردیدلې یمه)
دې ته زه څه ووایم
ما ویل مینه به وي
ر پ