ايا د افغانستان د مطبوعاتو قانون په ايران کې ليکل شوی ؟!

همدا چې د ولسي جرګې غونډې د افغانستان د رسنیو قانون تصویب کړ نو له مسلکي اړخه خپلې علاقمندۍ دې ته اړ کړم چې ژر تر ژره یې متن ولولم ، هسې خو یې له ځینو بدلونونو پخوا هم خبر وم . دوستانو او شاګردانو یې یو متن راته راوړ خو تر څو شیبو مې باور نه راته چې دا به د افغانستان د رسنیو قانون وي – که څه هم پرې د پاسه لیکلي و :
« متن كامل قانون رسانه های افغانستان »
خو د قانون په همدې اوله کرښه کې د ایرانۍ ژبې ځانګړتیاوې را دمخه شوې :
«‌ ... كه درتاريخ اول جوزا سال 1386 خورشيدی به تصويب مجلس نمايندگان ( ولسي جرگه ) افغانستان رسيد ... »
زه نه پوهیږم چې دا مجلس نماینده گان د کوم رقم ایراني چاکلیټ نوم دی که د کوم ایران پلوي افغانستاني ( !!! ) د وفادارۍ ثبوت ؟
ښاغلیو قانون جوړونکو یوازې پردې اکتفا نه ده کړې بلکې ایران ته دخپلې غلامۍ نورې نښې یې هم راوړي په ۴۱ مه ماده کې یې لیکلي دي :
« شوراي عالي رسانه ها به تركيب وزير اطلاعات فرهنگ،وزير مخابرات،نماينده داد گاه عالي ( ا ستره محكمه )،نماينده وزارت عدليه،يك نماينده از كميسون مربوط مجلس سنا ( مشرانو جرگه ) دو نماينده از كميسون مربوطه مجلس نماينده گان ( ولسي جرگه ) .......‌ »‌
او بیا هم پوه نه شوم چې ( داد گاه عالي ،مجلس سنا،او مجلس نماينده گان )
د کوم ډول ایران غلامۍ جولابو نوم دی چې دغه قانون جوړونکي یې اسهال کړي دي ؟
که همدا حال وی نو « خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو... »
کله چې زموږ د ولسي جرګې غړي د اساسي قانون احکام تر پښو لاندې کوي نو له عامو خلکو به څه ګیله وي . هیڅ فرعي قانون د اساسي قانون پر خلاف نه شي جوړیدای د افغانستان په اساسي قانون کې دغه مصطلحات ولسي جرګه ، مشرانو جرګه ، او ستره محکمه راغلي او هیڅ څوک په هیڅ فرعي قانون کې ددغو ترمونو د بدلولو حق نه لري ، له بلې خوا اساسي قانون حکم کوي ، چې ملي ترمینولوژي باید له تعرض څخه خوندي وي . دغه ایرانیان چې د ملي خیانت په نتیجه کې د افغانستان تذکرې ورکړل شوي او بیا د بل ملي خیانت په نتیجه کې ملي شورا ته ورغلي نه یوازې باید موقوف شي ، بلکې تر تحقیق او قانوني مجازاتو لاندې ونیول شي ، ځکه له اساسي قانون څخه له څرګند سرغړاوی پرته یې پښتو ژبې ته توهین او تحقیر هم کړی دی . موږ نه پوهیږو دوی ته چا حق ورکړی دی چې په یوه حقوقي سند کې (ستره محکمه ) ( استره محکمه ) ولیکي ، که ایراني نوکران نه شي کولای پر بې غږه توری پیل شوي ( ابتدا به ساکن ) کلمات تلفظ کړي دا د هغوی ستونزه ده ، مګر په یوه رسمي او ملي سند کې یې غلط لیکل د دوی د بیسوادۍ نښه او د افغانستان ملي ژبې ته اهانت ګڼو .
موږ په داسې حال کې چې تر توشیح مخکې ددغه سند اصلاح او له ایرانیتوبه را ایستل غواړو ، د افغانستان له منتخب ولسمشر څخه غوښتنه کوو چې اجازه ورنه کړي بیا او په بل حقوقي سند کې اساسي قانون مات شي او سبا ته ایرانیان ادعا وکړي چې دا موږ یو چې ستاسو قوانین تدوینوو او که ته یې نه منئ ورشئ ژبه یې وګورئ .
درنو ژورنالیستانو ، روښانفکرو او پر ملي ګټو مینو افغانانو اجازه مه ورکوﺉ په ایرانی لحن دغه لیکل شوی سند توشیح او زموږ د روښانفکره نسلونو پر سر د پیغور د تورې په څير رازوړند شي
ژوندی دې وي ودان افغانستان
 
نوټ : دمتن د لوستلو لپاره دغه لینک وګورﺉ:
http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/story/2007/05/070523_ag-afghanistan-media-law.shtml