څوک وايي ؟؟


څوک وايي چې کوږ بار تر مزله نه رسېږي او ددروغو مزل لنډ دی .
ددروغو مزل خوتر آخرته پورې وي او کاږه بارونه تر هماغه وخته مزله ته رسېږي .
څوک وايي چې بد ګرځي بد پرزي .
که داخبره رښتيا وای اوس خو به يو سړی روغ نه و پاتې .
څوک وايي چې ددروغجن مخ تور دی . ما خو ډېر دروغجن وليدل چې مخونه يې تک سپين دي .
څوک وايي چې دشيطانانو دې کور وران شي .
څوک وايي چې دغله په غره کې ځای نشته .
رادې شي ودې ګوري چې ښارونه بازارونه ترې نه ډک دي ؟
څوک وايي چې غل نه يې له پاچا مه ډارېږه !
آيا د نا حقې له شاهدانو نه وېره نه ده پکار ؟
څوک وايي چې په تشو خبرو کار نه کيږي ؟ دلته خو په خبرو هر څه کيږي او بې خبرو هېڅ نه کيږي .
څوک وايي چې دغله په ږيره خلي و ي ، ډېر غله شته چې بيخي ږيره نه لري .
څوک وايي چې ډېر وايي لږ ترې خيږي ، ما خو وليدل چې هېڅ ترې نه خيږي .