غزل

دروېش په غېږ کې، کاروان په غېږ کې
کله خو واخلئ تورمان په غېږ کې
کابل دې بیا شي د طالبانو
خو چې راپرېږدې جانان په غېږ کې
چې نه باروت وي او نه لوګي وي
ستوري به واخلي اسمان په غېږ کې
چې مساپر شم زړه مې نری شي
له لارې نیسم افغان په غېږ کې
مرګه ناځوانه سیوری دې نشته
لږ مې دمه کړه ستومان په غېږ کې