دجورج بوش ګټلى قمار

داونى ژورنال
جون ۲۰۰۷ داونى بحث
ژباړونکى سليم تايب
دجورج بوش ګټلى قمار
ګاردين کاږي : موږاوس پوهيږو چې جورج بوش هرکله دخيال پلو نه ډکې ويناوي کوي اوپايله يې هيڅ شى ده. خو کومه وينا چې هغه دج ۸ په ماښام په جرمني کې وکړه ديو نوي ميتود اوازترې پورته کېدى۔ له دې نه وړاندي دامريکا جمهورريېس دځمکي دکرې د تودوالي په موضوع باورمند نه وو۔ هغه نه يوازي دادجدي ستونزي په توګه ومنله، بلکې هغه دنړى ۱۵ شتمن هېوادونه چې چين اوهندوستان هم پکښې دي يوځاي د۱۸ مياشتو په موده کې ددې موضوع دڅېړلولپاره راوبلل۔ توني بلير وويل:[ دلمړي ځل لپاره ] امريکا وايې هغه غواړي دځمکې دتودوخي په معامله کې ګډون ولري. ف۔ ت وايې چې دا يوه لويه سترګي وه چې هغوى په ۱۹۹۷ کال کې دملګروملتودکيوتوتړون د منځه وړلولپاره دخپله زوره کارواخيست۔
ددې نړيوال تړون له مخې هيوادونه مجبوردي چې دشين کوړيزغازمارکيټ پراتکا عمل وکړي- خو ښاغلى بوش دخپلوسيالانوپه مقابله کې دغازونودکموالي په موخه په خپله خوښه د يوچړپېدلې پلان اقدام وکړي.
دجرمني دهېواد صدراعظمه اغلى انګلا مارکل چې د ج ۸ مېلمه پاله وه، وړانديز وکړچې دکيوتو پلان ته دې وده ورکړه شي اوصنعتي هېوادونه دي د۱۹۹۰ څخه تر۲۰۵۰ پورې دغازونواندازه په سلوکې ۵۰ راټيټه کړي۔ مگر ښاغلې بوش چې دجبري سرپوښلوسخت مخالفت دى دهغې مفکوره رد کړه او خپل ناکاره پلان يې دهغه پر ځاى وړاندي کړ۔
تابى هاردين ډيلې تيلګراف ته وويل که چېري سپينه ماڼۍ پردې ټينګار کوي چې (امريکاداموضوع جدي بولي)۔ نواروپا زمولوي. بيرته هيوادته د راتګ سره سم دهغه سفرلږ دپاملرني وړو ګرځېد، سې ن ن هڅه کوي چې دا دنري رنځ نه دډار په مفهوم وڅېړي۔ دانه له دې امله چې پر امريکاييانوبه دځمکې دتودوالي خطر نفوذوکړي بلکې فقط دوي پام وکړ چې جمهوررييس به هرهغه څه لاسليک نه کړي چې دامريکا اقتصاد محدود کړي اوپه دې به سرخوږنکړى، ځکه چين اوهندوستان دکيوتودتړون نه بهر دي۔
په ۱۹۹۷ کال کې ښاغلي بېل کلينتون دکيوتو تړون لاس ليک نه کړ،ځکه هغه پوهېدى چې دسنا مجلس به هغه رد کړي. خوداحېرانوونکې نه ده چې بايد زده يې کړو۔ خوهرځلې ښاغلى بوش باټي وهي چې امريکا به دشين کوړيزوغازونو په راټيټولوکې لمړى وى. دسپېني ماڼى دسپړل شوې راپورنه ښکاري چې دامريکا اداره دهغومصارفو اندازه څومره راکمه کړې ده کوم چې دستلايت له لاري دځمکې تودوالى له فضا نه کنترولوي.
ريچاردنورتن دلندن ايوينينګ ستندرته وويل: دانور ګټوره نه ده چې دامريکاڅخه لوړاحساس ولرو۔ داهر ځاى يوشان کيسې دي. خلکوخپل اوازټولي نړى ته داقليم دبدلون په هکله ورساوى. مګرددوى غوښتنوته چې د ارزانه انرژى پلټنه دي وشي هيچ ډول پاملرنه نه ده شوې. نودنړى دمشرانودخبرواوپاليسى چوکات چې (دټاکنوپروخت ډيرې وعدې ورکوي خو دوى هيڅکله خلک دخپل ژوندانه بدلون ته اړنکړل) البته دټولو ستونزو لپاره نړيوال تدبير په کار دى اوکله که هيڅ ونه شول، نو ټول به په دې روحيه يو چې بهرنيان په سستى ملامت کړو۔ برتانيابه پراروپا ملامتي اچوي اواروپا به برعکس. وروسته پاتې اوشتمنه نړى به يوپربل اوبياهرڅوک به امريکا ملامتوي اوهغه چې موږبه په يوه ناامنه اونامالومه بيړى کې سفرته بيايې۔ خولږترلږه به يوتن خوشحاله وي دجرمني صدراعظمه، کله چې دامريکا دجمهوررييس له خواددې دپلان مخنيوى وشو هغه به داقليم دبدلون پرخپل وړانديز ولاړه پاته شي۔ جرمني اوپه نړى کې نور هېوادونه هيڅ نشي کولاي چې خپل سياسي ارزښت پرمخ بوزي، خويوازي دښاغلي بوش سره په بحٽ کي۔