کاش


 
دهرچا،له هرڅه لیرې
چیرته غرونوکې میلمه وای
دپاني، ابدي ژوند خيال  
نه دغه وای، نه هغه وای
په سپیره خړه بیدیاکې
دسپوږمۍ تررڼالاندې
دسیلۍ تنکووږموکې
ګوښی ځانته ،ناست تنهاوای
دطبعیت لویه هستۍ کې
داسمان ترڅپرلاندې
غلې ،چوپه خاموشۍ کې  
اچولې مې بانډه وای
دځنګل په شنه لمن کې
دمرغیوچغاهاروای
داوبوخوږ شرهاروای
نه مسید،نه منتظروای
زه وای ،یادمې داشناوای
بس یوازې وای ، تنها وای
جلال اباد
15/09/2012