غزل

 شوخې سترګې مې سوالګرې وې ،ته نه وې
كه مــــې زړه كې وې هــــم لرې وې ،ته نه وې
او س چې يوه مې په زړه نــــشته نوته راغلې
چې په زړه مې سل خبــــــــــرې وې ، ته نه وې
دزړه كورمې له ګـــــــــــلرنـــــــګوخالي نه وو
يومې زړه وو زرډبـــــــــــــــــرې وې ،ته نه وې
تېرماښاما سرې خولګۍ نجونې بيرته راغلې
په لمنوكې ګــــــــــورګــــــــــورې وې ،ته نه وې
هغه شوخه نجلۍ وه خـــــــــو شـــــــــــوخه نه وه
يودوه نورې يې ملګرې وې ،تـــــــــــــه نــــه وې
تا ونه ليدې خوستا پرپلونوتــــوې شــــــــــوې
اوښكې نه وې ملغلرې وې ،تـــــــــــه نــــــــه وې
يوشـــــــرر سپـــــــــــرلى ګريوان په مخه راغى
نورعالم اغوستې زغــــــــــــــرې وې ،ته نه وي