مورجانې بيايې راته وسوښونځى
مورجاني هرڅه لولپه پراته وو
نه مې قلم ،نه سيپاره او نه چوكې ښكاريده
تشې لمبې وې هرڅه هره خواايره پراته وو
زما همزولې غريو نيولي وي ادكې مورې
دښونځې مخې ته راغلې وې ادكې مورې
هغه تخته چې يې پرسر وه بسم الله ليكلي
نه مې پرې نوم دخپل خالق نه مې تخته پاتې وه
نه هغه تاخت وو چې به ما پكې سيپاره ايښوده
نه مې كتاب پاتې وو نه مې سېپاره پا تې وه
هغه ښونځى لكه دتكې سپينې واورې غوندې
اوس ديوالونه يې ادې تورې بلا غوندې وو
زموږپه دې بيوسه اوښكويې اورنه مړ كيده
هرچاژړلې مورې هرڅوك وارخطاغوندې وو
مورجانې! دانا ځوان به څوك ووچې ښونځى يې وسو؟!
اخ مورې ! څنګه دې ليمې له اوښكوډكې شولې
تانه كتاب، تانه قلم ،تانه ښونځى پا تې شوو
ليمې مې ګرانې په همدې له اوښكوډكې شولې
مورې! دهغه رب په نوم باندې قسم يادوم
چې دې نا ځوانه مې ټولګې كې په تخته سوى دى
نه يې كتاب نه يي قلم نه يي چوكۍ پريښې
ښونځى يې نه دى سوۍ مورې دې مې زړه سوى د ى
همت مې نه با يلم مورجانې اوښكې مه څڅوه
زه به مې خپلې كتا بچې بيرته راټولې كړمه
دغه نا ځوان به دوجدان په اور كې لولپه كړم
زه به مې ټولې ارادې بيرته راټولې كړمه
مورجانې! دانا ځوان زموږه بېوسې نه ګورې
څومره بيوسه يو! او موږ څومره همت كړىدى !
مورې! زه ايبله پښې ښونځې ته ځم الله يا دوم !
مورې! داڅوك دى ؟دايې څنګه بغاوت كړى دى؟!
زه به د خپل ښونځي په توروديوالونوبا ندې
په خپلواوښكو اوپه وينو با ندې وليكمه
خاوند ه كوردهغووران كړي
چې مې كتا ب ښونځى سيځي ما ژړوينه
وروستي