ستا حسن ته د خيال په منارو پورته کيدم
لمبو ته د ســـپرلي په تنابو پورته کــــيدم
خندل مې پام مې نه و خپل د څو شيبو ژوندون ته
غاټول غوندې له خاورو په ورو ورو پورته کيدم
ماشوم وم چې ښکلا او د سوز ساز مې پېژانده
ســــــهار به د بـــــلبل په ترانو پورته کــــــيدم
رنــګونه ،بهارونه ، الفتونه راکې نغښتي
يو خال وم د ښايست په اننګو پورته کيدم
هغه ناز مې اوس چيرته چې مې لمر نه ځان ساته
ليدم خو دې اشــــنا چــې په لمـــبو پورته کــــــيدم
له ډېرو به ددې ستي ګوګل پوښتنه وکړم
دعا کوه اجمـــله که په پـــښو پورته کيدم
وروستي