خيالي شېبې


تیر د وختونو څه مده غوندې شوه
د یار ګيله راته پلمه غوندې شوه

ولاړم تر کلي او ګوڅو د دلبر
چیرته چې ښه هلته مې شپه غوندې شوه



د ډیر کلونو او وختونو وروسته
خدایږو چې ماته مې توبه غوندې شوه

ماچې حساب کې د پردو ګڼله
هغه صنم د خندا شنه غوندې شوه

نور ستړی ستړی په میرو کې نه وم
په خپل مالت کې مې دمه غوندې شوه

د زړګي راز یې را څرګند کړ راته
چې بې نقابه راښکاره غوندې شوه

ما هم اظهار ورته د مینې وکړ
هغه ښکلا چې مې میلمه غوندې شوه

خوږې خبرې د خوږلنې اشنا
د زړه دنیا د زړه کعبه غوندې شوه

خیالي شیبې هغه خواږه وختونه
اوس راته پاتې خاطره غوندې شوه
----------------------------
سمیع الدین افغاني
۱۹-۱۱-۲۰۱۲