غزل


زاهده بیادې دمحشرورځې حساب ولیکه
زماپه برخه دې ګناه، ځانته ثواب ولیکه
ماله اوبو او  سمندره سره مینه وکړه
تقدیرظالم راله قسمت کې مې سراب ولیکه
چې یم پوه شوی بس صفت کې دې غزلې لیکم
لابشپړنشو،که مې څه هم پرې کتاب ولیکه
دسترګولاندې یې کتل شونډې یې وچیچلې 
ښکاري اشناراله د ظلم نوی باب ولیکه
داخپل لوغړن او وریت زړګی مې ورله مخکې کیښود
ګوته یې پورې کړه پرمخ ،پرې یې کباب ولیکه
څوک پوهیده ، زړه کې دمینې شتمني لرمه
(منتظر)نه، راله په وره یې نوم نواب ولیکه
30/10/2012
جلال اباد