بی خونده خبری(100):نور نو اسلام پوله لري:

 وسیم سجاد، کابل
 
مولانا نه و. کوزی پښتونخوا ته تللی و. زه هم نارامه وم. زمونږ له مولانا پرته نور څوک شتِه؟
دلته انجینر میاخیل راغلی و. کور یی لټوه. زه هم ورسره ووتلم ترڅو همراهیش کنیم. یو کور مو ومونده، چهار اطاق نشیمن، یک اشپزخانه، دو تشناب ډیجټل (عصري، کاشي شوي کمود دار)و یک تشناب منول(تشناب دوره کمونیست ها+مجاهدین) را برایش یافتیم.
مشوره په دی شوله چی پلار به ور پسی راولو. اوس هم پلارونه په تصمیم نیولو کی بالادست دي. واده به ځان ته کوی خو مور او پلار به دی ورپسی روان وي. اخر چه وقت این سنت میشکِنه؟
د میاخیل صاب پلار چی کور ولیده نو دوی پخی خبری یی وکړلی
الف: د کور کوټی لویی دي. په ژمي کی یی ګرمول اسانه کار نه دي!
ب: بله دا چی حجره نه لري.
کنه ما خو وهڅول  چی یارانو تری تیر شی، کابل کی څوک میلمانه نه بیایي. له دی میلمنو تیر شی. دا دیرش کاله جګړه په میلمنو ده: روسان میلمانه، القاعده او پاکستاني میلمانه او اوس دغه شنه سترګي هم میلمانه دي.
نور نو میلمه په مونږ د خدای(ج) غضب دی. خو والد صاحب خبره و نه منله. ویل ورپسی ګرځو!
د کور کرایه هم ګرانه وه. هسی خلکو چیغی سوری ګډی کړیدي چی کورونه ارزان شول، کرایی وغورځيدلی او دا او هغه!!!
مولانا سره می رابطه وشوله؛ مولانا راغلی وو. یوه جالبه خبره یی لرله. ویل یی چی یاره پخواني مجاهدینو کی انجینر احمدشاه احمدزی، چی د مجاهدینو د حکومت لومړی وزیر هم وو؛ حاجی فرید په اړه به یی ډیر تشریحات نه ورکوو په لنډو به یی معرفي کړم هغه چی کرزي ته یی ویلي وو چی زه اوس پوی شوم چی ته څومره مظلوم یی!
دریم زمان صاب مزمل، کټر حزبي او د اوږده قلم لرونکی.
دوی حضرات مصر ته تللي وو ترڅو مشر اخواني—ښاغلي محمد مرسي—ته مبارکي ووایي.
وایي واده دی د پردی په کی غورځي لیونی! ګټلی مصریانو دی، څڼی دلته ورته پخواني اخوانیان اچوي؛ خپله یی خو ولړل اوس نو په پردیو وازګو بریتونه غوړه وي.
دغه دری حضراتو دلته هیڅ طاقت نه وو شوی، ویل یی چی دلته په خوښیو څه نه کیږي. لازمي ده چی له مشر،مرشد، پیر، امام سره همالته په دارالخلافی کی مشرف شو.
کله چی حضرات رسیدلي ترڅو له محمد مرسي سره وګوري، پوښتل شوي چی څوک یاست، له کوم ځایه یاست، چا رالیږلي یاست؟
دوی ویلي  چی زاړه حزبیان یو! ستاسو په فلسفی مو افغانستان ړنګ کړ، اوس راغلي یو چی د پیر پښی ښکل او لاسونه مچو او او د سوچه مبارکی ږیری ویښته له ځان سره ویسو که چیری مو په هیواد کی ددی فیوضاتو په برکت خیر پيښ شي او مونږ شخصا د دوزخ له اوره وساتل شو.
په ډیر احترام یی رخصت کړي وو چی ځی؛ تش پاڼو! کور دننه مو لړل کړي او اوس غواړی چی ویروس دلته راوړی—مونږ مو نه پیژنو!!!
مزمل لونګی خلاصه کړی وه؛ احمدزي انجینر نصوار تازه کړي وو او فرید حاجي په ږیری مبارکی لاس تیر کړی وو چی لکه فول(fool) شولو!
همداسی دوبی ته او له هغه ځایه راهسپار کابل شده!
اوس به پوی شوی وي چی هغه اسلام چی دوی پری عقیده درلودله چی سرحد نه لري اوس نشته! اوس اسلام سرحد لري! اوس مصر، مصر دی! امارات، امارات دي او لیبیا، لیبیا!
جب تک پاکستان رهیګا، تب هم رهیګا!!! سب سی پهلی اسلام شعار به چی پرویز مشرف زمزمه کاوه نو اخوانیانو به سیکولر باله خو اوس به پوی شوي وي چی مشرف څومره د اوږده فکر لرونکی وو.
څو چی دا خاوره اسمان نه وي، مونږ هیڅ هم نه یو! نور نو اسلام، اخوانیزم او... زمونږ شناخت نشي کیدلی.
تاریخ تکراریږي څوک چی پری باور نه لري، په څلور کتابه کافر!!!
 
طالبان اسلامي پاکستان په امریکی خرڅ کړل، کرزی به دملیشو لخوا پنجشیر ته وړل کیږي! امریکایان به پخپلو دیموکراتانو لاړی تو کوي او خره به یی بولي لکه څنګه چی پرون شوروي په افغان کمونیستانو لعنت لیږه، او نن اخوانیان پخواني مجاهدین له دروازو رټي، سبا به دور نیست که اینها(دیموکراتها) به این سرنوشت ګرفتار نشوند!!!
که اوس می هم نه منی نو کوهي ته دغورځولو یاست!!!
leekwal@yahoo.com