CIA په پنجشيرکې - تاريخ (شپږم څپركى)

ډوله نظامي الوتکې سیټونه ډیر ارام و او د چوکی سره ازاد ځای ددې اجازه راکړه چې خپلې پښې په ازاده توګه ارام کړم. ماغزه مې ډیر بوخت و او کوښښ مې وکړ چې ځان ارام کړم.

په افغانستان کې د سي ای اې ماموریت پیل کیدل د شوروي یرغل د  کال۱۹۷۹ ډیسمبر څخه تر اوسه پورې او ددغه په څنګ کې مې خپل کردار ته چې څنګه د هغې وخت نه وروسته تر اوسه پورې پرې تړلی و پداسې حال کې چې د الوتکې غږ مې په غوږونو کې انګازې کولې، فکر کاوه او زه پدې وپوهیدم چې د افغانستان سره د سي ای اې د راښکیلیدو په جریان کې مې څومره مهم او بدلیدونکې رول درلود. هغې پېښې چې سي ای اې یې په لومړی ځل په افغانستان کې راښکیل کړه په کال ۱۹۷۳ کې و، کله چې داودخان د محمد ظاهرشا د تره زوی څوک چې د یوې مسلمانې سخت دریزه ډلې او د یو څو کمونستانو په مرسته ظاهرشا د تخت څخه لیرې او په ایټالیا کې یې پنا وړلو ته مجبور کړ. د شوري اتحاد دپاره دغه یو طلایی چانس و چې په افغانستان کې خپل نفوظ زیات کړي. دغه د پیړیو اوږده لوبه وه چې روسانو بل ګام اوچت کړ ترڅوخپل نفوظ او کنټرول په پخواني انګلیس  هندي امپراتوري کې نور هم زیات کړي.

په افغانستان کې د ګوتو په شمیر خلک د پاچا په لیرې کیدو خپګان څرګند کړ. د کابل څخه بهر خلکو ډیر غریب ژوند درلوده او زیاتو یې لدې چې پاچا څوک دی یا خبر نه درلود او یا یې پروا نلرله. 

په حقيقت كې زياته برخه اسلامي رهبران چې وروسته رهبرۍ ته ورسيدل لكه پروفيسوررباني ،ګلبدين حكمتيار اواحمدشاه مسعودچې په ملي رهبري كې بدلون راوړاود داؤد په نوي رژيم كې يې زيات اومهم رول درلود،ډېره هيله لرله خوددوى هيله هغه وخت خاورې شوه چې كله داؤدپه اسلامي ګوندونوراټيټه كړه اوهغه يې له هېواده پاكستان ته تښتيدوته اړكړل .

پاكستانيانوچې د داؤدپه رژيم كې يې دكمونستانوله نفوذڅخه اندېښنه لرله ،دغواسلامپالوته ښه راغلاست ووايۀ اودوى ته يې پناوركړه .

په (۱۹۷۵) كال كې ددغواسلامپالولخواد داؤد دحكومت پروړاندې ناكامه كودتاوكړه اوددغې كودتاله مخې اسلامپال په خپلوكې  سره بېل اودغه بېلوالى ددې لامل شوچې كمونېست ګوندنورهم ځواكمن كړي  .

داؤدهم يوبې اغېزې رهبرؤ،هغه كوښښ كاوۀ چې روسان ،امريكايان اوپاكستانيان پخپل منځ كې سره ولوبوي .

افغان كمونستان دشوروي اتحادپه لاسنيوي نورهم ځوكمنن شول ،په ۱۹۷۸ كال كې يې له داؤد څخه دكركې اودواك ترلاسه كولولېوالتياله مخې يې پرد داؤدپرحكومت كودتاوكړه اوپه پايله كې يې د داؤدحكومت راپرځاوۀ .

افغان كمونستان پخپل منځ كې په دوو لويوډلو(خلق اوپرچم ) وېشل شوي وواودوامدارپدې هڅوكې ووچې كوم يو ګوندبه رهبري په لاس كې ولري چې كله ناكله به ددولت واګې ديادشويودووډلوترمنځ بدلون كاوۀ .

سره لدې چې دروسانولويې مرستې ورسره وې خوددوى حاكميت يې دخلكوپروړاندې سرټيټى كړاودافغانستان عمومي خلكوپه منځ كې ددولت پروړاندې خپګان راپورته شو،كوچنيوډلودملك په سطحه دولت پروړاندې څرګندوسلوال مقاومت پيل كړ .

دغه مخالفت عيرمنظم ،ټوتې ،ټوې اوبې له بهرنيومرستوڅخه يې پخپلوكموتجهيزاتوخپلې مبارزې ته دوام وركړ .

په ۱۹۷۹ كې حفيظ الله امين دخلق له ګوندڅخه راپورته شواودحكومت واګې يې په لاس كې واخيستې ،پدې وخت كې ډېره نا ارامي رامنځته شوه اوپه امين باندې دروسانوباورهم ختم شوچې په پاى كې د۱۹۷۹ كال دډېسمبرمياشت كې دروسانوحوصله پاى ته ورسيده اوپه سترځواك سره يې پدغه ملك نېغ تېرى وكړ .

روسان دكابل په هوايې ډګركې دشپې كوزشول ،امين اودهغه دحكومت لوړرتبه چارواكي يې له منځه يووړل اوددۀ پرځاى يې بابرك كارمل دهغه پرچم ګوندته دواك واګې وركړې ،دڅواونيوپه اوږدوكې روسان افغانستان دځمكې اوهواله لارې ننوتل اودهېوادټولوبرخوته په لنډوخت كې ورسيدل .

كابل پوهنتون دروسانواشغال پروړاندې غبرګون وښود،چې محصلين يې پاكستان ته وتښتېدل ترڅوبنديان نشي ، يوځوان تاجك رهبرلدغومهاجروسره په پېشاوركې يوځاى شوپه ۱۹۸۰ كې يې دكمونستانوپه ضدجهاداعلان كړ،نوموړي يوڅه تاجك محصلين له ځانه سره بنجشېرته بوتلل ترڅودكمونيستي دولت پرضدجګړه پيل كړي .

همدارازنوروكوچنيوګروپونوهم رسمي مخالفت اعلان كړاوله بهرڅخه دمرستې نشتوالي له امله غيرمنظم اوغيرمجهزوو،لدې امله دروسانولپاره لوى ګواښ نه ؤ .

د(CIA ) رول په دغه کال     ........... اتلس مياشتې وړاندې هغه وخت پيل شوكله چې دخلق ګوندكوچنى خوجدي غلطي وكړه .

دوى دهېوادلپاره يونوى بيرغ اعلان كړ ،دغه بيرغ انځور يوڅوروځې وروسته په واشنټن پوست كې راڅرګندشو،ديوې اونۍ په دننه كې غوسه شوي (Alan wolf)  اسلام ابادته لاړ،Alan په هغه وخت كې دشرقي اوجنوبي اسيادCIA دڅانګومشرؤ .

Alan دCIA په دفتركې يوافساني ډول شهرت درلود،هغه څوكاله دجنوبي اسيالپاره وقف كړي وواودپاكستان اوافغانستان د اوپراسيون دبرخې مسؤل ؤ .

څه وخت وروسته Alan په كابل اوبياپه اسلام ابادكې زموږدمشرپه حيث كاروكړ،هغه ددغه زون په باره كې ډېره مطالعه لرله ،دهغه ښځه هم دافغان په كلتوراوقبيلوي تاريخ باندې دښه پوهېدوله امله مشهوره وه ،زه په ۱۹۷۸ كې اسلام ابادته راغلم اوله ماسره خپله لومړنۍ ميرمن Patricia   اوزمادرې بچيان هم ول ،زه ترټولوټيټ رتبه افسروم ،اسلام اباد ته د Alan زموږدټولولپاره يوحيرانوونكى خبرو،ؤ ،ځكه په هغه وخت كې دغسې كوچنيودفترونوته له قرارګاه څخه دجګپوړي چارواكي راتلل معمولي خبره نه وه .

زموږمشرJohnله  Alan wolf سره دكتنې له امله ډېراندېښمن ؤ، زه له خپلې ميرمنې سره دمازيګرچاى پرخوړلوناست وم چې دواشنټن پوسټ پراخبارپرلومړي مخ باندې مې دافغانستان نوى بيرغ انځورپه سترګوشو،ماخپلې ميرمنې ته مخ ورواړاوۀ ،ورته ومې وويل چې ګرانې دغه كمونيست حراميان !!! زموږله  افغانستان سره نشي كولاى دغسې لوبې وكړي اوزه به دغه لعنتي رژيم رانسكوره وم.

Alan وويل ،زه داته ځكه راغلم چې غواړم مبارزه پيل شي ،زموږخلك په كابل كې دشته رژيم له امله څه نشي كولاى خومجاهدين په پېښاوراواسلام ابادكې نمايندګان لري ،له دغه ځايه زموږاوستاسې جنګ پيليږي ،تاسې بايددمجاهدينوپه ليكوكې خپلې سرچينې پيداكړئ اوماته راپور ركړى ،چې دوى څه شي ته اړتيالري ،ددوى جنګ څنګه پرمخ ځي اوڅنګه موږكولاى شولدوى سره لاسنيواى وكړو،تاسې بايدكاروكړى اوزه غواړم دهغې پايله وګورم .

ماغوږنيولى ؤاوله ځان سره مې وويل چې كاش كېمره مې لرلئ ترڅودغه صحنه چې دتاريخ پاڼې يې زماپه مخ كې واړوله ،ثبت كړې واى .

د۱۹۷۹ كال په نيماى كې موږدWolf ديونڅاپي امرونوله مخې دجاهدينوپه ټولو اوو(۷) لويوډلوكې سرچينې پيداكړې .

دWolfپرامرونوسربېره ددۀ دهڅوپه مټ دامرېكادولت دپاكستان حكومت په لاسنيوي كوچنى پتې ډلې جوړې كړيې ترڅوله مجاهدينوسره بشري مرستې وكړي .

د۱۹۷۹ كال دنوامبرمياشتې په ۲۱ مه نېټه په اسلام ابادكې يوه پېښه وشه چې په اسلام ابادكې يې نړۍ پړمخې واړوله ،هغه داچې يوې كوچنۍ ډلې چې وروسته يې دكسانوشمېر۱۵۰۰۰ تنوورسيددامرېكادسفارت ديوالونه مات كړل اوودانۍ ته يې اور واچاوۀ ،دووتنوامرېكايانواودووتنوپاكستانيانوچې هلته يې دنده لرله پكې خپل ژوندله لاسه وركړاو زماپه شمول ۱۳۸ كسان دسفارت په ودانۍ كې چې اوريې اخيستى ؤترپنځوساعتونوپورې بندپاتې شوو.

موږپدې وتوانيدوچې ځانونه له مرګه وساتوخودډېروخت لپاره په لړزه اوګنګس وو .

له پښې څخه ورسوته دامالومه شوه چې پاكستاني حكومت دجنرال ضياالحق په مشرۍ دغه پېښې ته په دواړوپښو ولاړؤاودپېښې مخنيوى يې ونكړ،چې وروسته پاكستانۍ چورلكودسفارت ودانۍ پرسركشفي الوتنې وكړې اوپه اشتباسره يې فكروكړچې پدې تراورلاندې ودانۍ كې څوك ژوندي ندي پاتې ،له كشف وروسته يې ولسمشرضياالحق ته خبروركړچې په ودانۍ كې څوك ژوندي ندي پاتې نوبهتره ده چې دغې ډلې ته اجازه وركړل شي چې خپله غوسه سړه كړي ،ددې پرځاى چې دڅوامريكايي كسانودمړينې په خاطرددوى په ضدله زورڅخه كارواخيستل شي ،له پاكستان سره زموږپه اړيكيوكې توپيرراغى اوله مجاهدينوسره دامرېكاناڅرګنده مرسته هم په خطركې وه .

د۱۹۷۹ كال د ډېسمبرپه مياشت كې روسانودومره غلطه پرېكړه وكړه چې دكرملين ماسټرانويې وړاندوينه نه شوه كولاى .

دغې پرېكړې دامرېكادولت اړ كړچې دمجاهدينوترشاخپل لاسنيواى پياوړى كړي،نواسلامي نړۍ يې دېته وهڅوله چې له مجاهدينوسره په ليكوې ودريږي اولدوى سره دخپلواكۍ په اخيستلوكې مرسته وكړي .

پرافغانستان بادې دروس له يرغل څخه يوازې څو ورځې وروسته دامرېكا دولسمشركارټرپه لارښوونه يو دوولس كلن لوى پروګرام پيل شو،چې دهغې له مخې به په بليونونوډالرمجاهدينوته دنظامي تجهيزاتواوبشري مرستې لپاره وركول كيږي ،چې پاكستان دولت ددغومرستودوېشلومسؤليت پخپله غاړه اخيستى ؤ.

كله چې له مجاهدينوسره د ۱۹۸۰ كال په لومړيودريوكالونو دمرستې لړۍ ګړندۍ شوه ،داموضوع ټولوته څرګنده شوه چې كه څه هم پاكستان زموږسره پخپل هدف (دروسانوماتې ) كې شريك ؤخودمجاهدينوله مختلفوګروپونواودافغان مجاهدينوله قوماندانانوسره يې دمعاملې اجنډادرلوده .

پاكستاحكومت له پيله د(امرېكا)دغه كوچني اوپټ عمليات (له مجاهدينوسره مرسته ) په افغانستان كې دخپلواوږمهاله سياسي موخودترلاسه كولولپاره يوه ښه وسيله وګڼله اودپاكستان لپاره يوه ساده مفكوره وه ،چې دافغانستان سره بايدمرسته وشي ترڅويوپښتون نفوذه ،سخت دريزه مذهبي ګوندواكمن شي اوپاكستان وكولى شي په اسانۍ سره ددوى نظريې بدلې اوپخپل منځي موضوعاتويې مصروف كړي اوله افغانستان اودافغانستان له لارې دپخواني شوروي اتحادله اسلامي جمهوريتونوڅخه دتېلولاسته راوړل اوخپله سوداګري په اسانۍ ترسره كړاى شي اوپاكستان په عين حال كې يوارامه غربي سرحدولري .

دپاكستان دغې موخې ځينوقوماندانانوته ډېره ګټه ورسوله ،دبېلګې په ډول ،دګلبدين حكمتيارحزب اسلامي ګوندته پيسې اوتجهيزات وركړل شواوپه ساده ډول احمدشاه مسعود(له ټولونه ښه تكتيكي قوماندان. لیکوال) په ډېرلږڅه باندې په ساده ډول وغولاوۀ .

ګلبدين حكمتياردسخت دريزه عقېدې په لرلوسره په افغانستان كې دپاكستان دستراتيژيكوموخودترلاسه كولولپاره ترټولوښه لوبغاړى ؤ.

مسعوداودهغه تاجكوپه افغانستان كې له جهادڅخه وروسته يوپراخه نظردرلودچې دپاكستان له غوښتنوسره يې سمون نه كاوۀ .

ددې لپاره چې دغه يوړاخيزقضاوت په نظركې ونيسو CIA يوپروګرام جوړكړترڅوله هغومهموقوماندانانوسره په جلاتوګه اړيكې ټينګې كړي چې دجنګ په ډګر کې اغېزمن وو،خودپاكستان حكومت لخواورته پام نه ؤشوى .

ددغوقومانادناودنمايندګانوپېژندنه مشكله نه وه ،ټولومهموقومانادانانوپه پاكستان كې دمرستې ترلاسه كولولپاره خپل نمايندګان لرل ،موږله هرنماينده سره يواړخيزاوپه جلاتوګه اړيكې ونيوې ،ناسته موورسره وكړه اويوې ساده موفقې ته ورسيدو .

معامله ډېره ساده وه ،موږبايدهرقوماندان ته دمياشتې نغدې پيسې وركړې واى ،(ځينې وخت موجګپوړوقوماندانانوته ۵۰،۰۰۰  خواكثره وخت مو۵۰۰۰ ډالرعادي قوماندانانوته وركولې اوپه بدل كې قوماندانانوموږته دجنګي عملياتومياشتينى راپور اودپاكستان لخوالدوى سره دمالي اونغدي مرستولېست راكاوۀ ،هېڅ قوماندان چې ماپېژاندزموږسره دوكه ونكړه ،دوى زموږداړيكيودوامداره سرچينې نه وې ،په كومه سيمه كې بۀ چې جنګ ختم شونوزموږاړيكې به هم له اړوندقوماندان سره ختمېدې ،دغه پروګرام دوه ګټې لرلې ،يوه داچې كوم قوماندان به دپاكستان په ګټه نه ؤ،هغې ته به زموږمرستې په نېغ ډول رسيدې اوبل دپاكستان لخوامجاهدينوته دمرستواو  وسلو وېشلودهغه راپورسمون اوكږون راته مالومېدۀ چې دپاكستان لخواموږته راكول كېدۀ .

د1988 كال په اوړي كې روسان په افغانستان كې مات شول اوددوى وتل دافغانستان څخه نور يوڅرګندحقيقت ؤ،په كابل كې دغربي سفارتونوله جملې څخه يوسفارت ؤچې ديوشمېرپرسونل په لرلوسره يې كولاى شول له انقلاب څخه وروسته حالات تجزيه كړي ،كه څه هم له سفارت څخه دپرسونل ايستل اوپه پايله كې دسفارت بندول دوانشنټن دلوړپوړوچارواكو موافقه وه خوپه عين حال كې دغه كار روسانواوكمونستانوته يوه لويه ضربه هم وه .

دقرارګادرئيس په حيث مې كوښښ وكړچې فرانك انډرس  دېته وهڅووم چې دسفارت پرسونل هلته پرېږدي خوبريالى نه شوم .

سفارت دبنديدوپه حال كې ؤ ،Anderson اوڅولوړپوړي چارواكي پدې باوري ول چې له افغانستان څخه به دروسانووتنه په كمونېست رژيم باندې سحت منفي اغېزولري اودسفارت بندول به دكمونېستي رژيم نسكورول ګړندي كړي .

د۱۹۸۶ له مې مياشتې راهيسې دغه رژيم دنجيب الله ترمشرۍ لاندې كاركاوۀ ،نجيب الله د KGB   لخوادجوړې شوې افغان څارګرې ډلې يا(خاد) مشرشواوخپل ځان يې يوظالم اوبېرحمه قاتل معرفي كړ .

كه چېرې نجيب الله دمخالفينولاسته ورغلى وئ نودوينوتويلودپخواني ريكاډله مخې به يې يوازې دمرګ هركلى كړى وئ ،نولدې امله نجيب الله هم نه غوښتل چې جنګ ودروي ،سربېره پردې دنجيب الله ځواكونه دمجاهدينوپه پرتله ځواكمن وواودملك په سطحه ورسره سره ستراتيژيك اوځواكمن دفاعي ټكي (نقطې ) وې .

ماخپلومشرانوته وويل چې دغه جنګ بۀ ادامه ولري ،كه چېرې سفارت خلاص وي اوزه موجودوم ،دكمونېستي رژيم دنسكورېدو،وروستۍ پېښې به له نېږدې وڅارلاى شو .

Anderson زمانظردلاس په ښورولوسره ردكړاو ويې وې چې نجيب الله به په څومياشتوكې له منځه لاړشي اوموږبه خپل سفارت په نوي ۱۹۸۹ كې بياخلاص كړو، نوبې له كوموتشريفاتواومراسمويې زه له دفترخخه وشړلم اوزه هم دښه عسكرپه توګه اسلام ابادته لاړم ،ترڅودنجيب الله اوهغه دجنايتكاره ډلې دنسكوريدوانتظاروباسم.

Wolf Anderson او دهغه ملګرويوڅه ناسمه وړاندوينه كړې وه ،دنجيب الله حكومت دروسانوله وتلودرې كاله وروسته مات شوپه.

كابل كې دامرېكاسفارت تر۲۰۰۱ د ډېسمبراودطالبانوله ماتې يوه مياشت وروسته خلاص شو